بریا او پرمختګ

رښتینولي څومره ستر ارزښت لري، پېژندل یې اړین دي

ژباړه: نجم الرحمن ناصري رښتینولي د روح او روان د سلامتۍ تر ټولو مهمه نښه ده. او د ارواپوهنې په علم کې دروغ ویل رواني ناروغي بلل کېږي. بل پلو د دې لپاره چې د ښه او بد پېژندنه له لاسه ورنه کړو، باید له ځان او نورو سره رښتیني و اوسو. هر څوک باید د ځان په اړه فکر وکړي، چې څومره رښتینی او رښتیاویونکی دی، هغه وخت بیا پوهیږي، چې څومره د حقایقو … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ښې خبرې؛ ښه چلند لاندې عجیبه ګټې لري

ژباړه: نجم الرحمن ناصري  مثبت فکر کول او یوه شي ته په ښه سترګه کتل، یانې د پېښو د ښو اړخونو د لیدلو پیاوړتیا، چې په ښه کتلو او په ښو ټاکنو رامنځته کېږي. که یو فکر او لیدلوری له هیله‌مندۍ سره وي، بریالیتوب او مثبت احساسات به ولري. د دې لپاره مو ټولې ټاکنې په ویلو، کردار او پندار کې مثبتې او هیله‌منې دي. د دې کار لپاره باید خپل ضمیر عادت کړو، چې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

خپلې ورځنۍ چارې په دې ډول تنظیم کړئ

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ څنګه چې په ژوند کې هر څه باید منظم وي، لکه جامې اغوستل، پوهنتون یا ښوونځي ته په منظم وخت تلل، همداسې باید خپله ورځ هم تنظیم کړو، ځکه کله چې انسان د خپلو ورځنیو چارو په تنظیم کې بریالۍ شي، بیا کولای شي چې د خپل ژوند ټولې چارې په سمه توګه مخته یوسي. داسې ډېر خلک شته چې خپله ورځ بې پروګرامه او بې موخې تېروي او له دې امله … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په پاکستان کې د دویم واده لپاره د لومړۍ مېرمنې/ درېیمګړي اجازه حتمي شوه

راپور: مهر تاج د پاکستان سترې محکمې پرون د یوې نوې پرېکړې له مخې، که چېرې کوم څوک د خپلې لومړنۍ مېرمنې د پوښتنې/ اجازې پرته دویم واده وکړي، نو دی مجبور او مکلف دی، چې  لومړنۍ مېرمنې ته «مَهر معجل» وي او که «مَهر مؤجل» په دواړو حالاتو کې زر تر زره پرې یا ځای پر ځای ادا کړي. د پېښور ښار یو تن اوسیدونکي جمیل محمد د خپلې لومړنۍ مېرمنې له اجازې پرته … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د راز برالا کول د ناکامۍ پیل دی

لیکنه: ملیحه ناصري راز د انسان د ژوند تر ټولو اړینه برخه ده. ځينې رازونه تر خدای ج سربېره بل هېچاته د ویلو وړ نه وي. که چېرې په هر دلیل وهم ویل شي، د ستونزو پیلامه ګڼل کېدای شي. هغه خبره چې انسان یې خپله پر ساتلو نه وي بریالی شوی، نو د نورو له خولې دې د هغې د خپراوي په تمه دې وي. شته داسې کسان چې رازداره دي، خو پر هر … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ولې ځینې انسانان ځان کوچنی یا ستر ګڼي؟

ژباړه: نجم الرحمن ناصري ټول انسانان ډېر یا کم له دې عقدو څخه درد ویني. هغه څوک چې د دې عقدو له ژور حقارت څخه ځورېږي، ځان په خپل ذهن کې غټ حس کوي او ځان تر ټولو ښه بولي. تضاد د هستۍ اصول دي او انسان د ضد زېرمه ده. تر هغو چې انسان وحدت ته نه وي رسېدلای، له دې دروني تضادونو څخه درد ویني. دا ضد نه پرېږدي چې انسان آرام ژوند … نور ولولئ

سپورټ

افغان لوبغاړي د سیلاب ځپلو سره مرستې کوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې څلور تنو مخکښو لوبغاړو د وروستیو سیلاب ځپلو سره د مرستې کولو اعلان کړی. محمدنبي عیسی خېل، راشدخان ارمان، نجیب‌الله ځدران او هشمت الله شهیدي هغه افغان لوبغاړي دي، چې پر ټولنیزو رسنیو یې له سیلاب ځپلو سره غمشریکي کړې او وروسره ئې د مرستو کولو اعلان کړی. محمدنبي عسی خېل پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې د سیلاب ځپلو کورنیو سره په ځان غم شریک بللی … نور ولولئ

سپورټ

مجیب الرحمن د افغان لوبغاړو په سي پي اېل لیګ کې غوره توپ اچونه پیل کړې

سپورټ یاران د سي پي اېل سوداګریزو لوبو په لړکې شپږ افغان لوبغاړي هم لوبېږي، چې مجیب الرحمن له جمېکا ټلاواس لوبډلې سره، محمدنبي عیسی خېل، نجیب الله ځدران او ظاهرخان له سېنټ لوشیا زوکس لوبډلې سره، نوین الحق له ګیانا امازون لوبډلې سره او راشدخان له باربادوس ټرایډېنټس لوبډلې سره لوبېږي. په دغو ټولو افغان لوبغاړو کې د توپ اچونې برخه کې مجیب الرحمن ښه ځلېدلی. مجیب الرحمن په ۴ لوبو کې غوره لوبې … نور ولولئ

ژوند بڼه

ویرات کوهلي: موږ خپل ماشوم ته سترګې پر لار یو  

لیکنه: مهر تاج د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې ټیم کپتان  «ویرات کوهلي» او د ده مېرمن مشهوره د هندي فلمونو ستورې انوشکا شرما خپل ماشوم ته سترګې پر لار دي. ویرات کولي او انوشکا شرما دغه خوږ خبر د ټولنیزې شبکې د لارې نړۍ ته خپور کړ. ویرات کوهلي او انوشکا شرما  په  ٢٠١٧م ۱۱ د دسمبر کې ګډ ژوند پیل کړ، چې تقریباً درې کاله یې د خوشاله ګډ ژوند کېږي. دې مشهورې … نور ولولئ

سپورټ

په سي پي اېل کې د درېیم ځل لپاره د لوبې غوره لوبغاړی

سپورټ یارن محمدنبي عیسی خېل د سي پي اېل یا کارابین سوداګریزو کرکټ لوبو پنځلسمه لوبه کې خپله جادویي لوبه نندارې ته وړاندې او د درېیم ځل لپاره یې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه. افغان ځواکمن الراونډر د سېنټ کېټس لوبډلې پر وړاندې لوبه کې د یادې لوبډلې څلور لومړۍ وېکټې ونړولې او خپله لوبډله یې تر بري ورسوله. نبي لومړی ځل د اسټرالیا کرېس لیین په صفر وسوځاوه. توپ یې ترسره کړ … نور ولولئ