بریا او پرمختګ

مبارزه؛ بریالی انسان هېڅکله ستونزو ته نه تسلیمېږي

لیکنه: ملیحه ناصري د ژوند په هر پړاو کې انسان له وړو او غټو ستونزو سره لاس و ګرېوان کېږي. ځينې یې له ډبوونکو خړو اوبو وتلی شئ؛ خو ځينې کسان بند پکې پاتې وي. د بریا راز همدا دی چې د هرې ستونزې پر وړاندې خپل ذهني ارامښت ونه بایلو. لومړنی شرط دلته ذهني ارامښت دی. که دا نه وي، د زړه ټکان ډېرېږي، سر درد پیدا کوي، لاس او پښې لړزېږي، رنګ تک … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

مثبت لیدلوری؛ که ونه لوېږئ، پاڅېدلی نشئ

لیکنه: ملیحه ناصري ښايي موږ د ژوند په داسې پړاو کې و اوسو چې د مثبت فکر کولو جرئت یې رانه اخیستی وي. که ځیر شو مثبت‌اندي له کومې مادي/ چاپېریالي ښکارندې سره تړاو نه لري، ښايي ویې لري، خو دا لاره ځينو کسانو موندلي وي، هر څوک یې نشي موندلی. هر څه د انسان په خپل شخصي لیدلوري پورې اړه لري، نو موږ د دې لیدلوري د مثبتې اصلاح لپاره ځينې لارښوونې درته کړې … نور ولولئ

ټیکنالوژي

هغه ناروغۍ چې د مبایل له څپې پیدا کېږي

لیکنه: ملیحه ناصري ځيرک مبایلونه د اسانتیاوو تر څنګ خورا زیانونه هم لري چې د انسان وجود زیانمنوي. د هغو له جملې مو ځينې دلته ښوولي دي: جسمي او رواني ستونزې ځيرک مبایلونه یو ډول شعاوې خپروي چې د انسان پر سترګو، پوستکي، دماغ او ماغزو باندې مستقیم اغېز ښندي. دا اغېز لومړیو کې لږ وي؛ خو د وخت په تېرېدو سره جدي او ګواښوونکې ناروغۍ پیدا کوي. د عصبي برخو روغتیاپالان وايي چې د … نور ولولئ

خواړه

د نړۍ له خوندورو، خو خطرناکو خوړو سره اشنا شئ

ژباړه: حنیفه مومند ځینې محصولات د هر فرد لپاره په ځینو حالاتو کې ممکن وژونکي وي. ترکي ورځپاڼه”Sözcü” د امریکا د خوړو او درملو د ادارې په استناد لیکي: “د کارپوهانو په وینا، که د چرګې هګۍ په ښه ډول پخه نشي، نو د سالمونلا په نوم باکترياوو په سرچینې بدلېدلای شي.“ څېړونکي وايي، دا محصول په ښه توګه ووینځئ او په یخچال کې ايښودلو سره یې تازه وساتئ؛ همدارنګه د خامو هګيو د خوړلو … نور ولولئ

ټیکنالوژي

که ځیرک مبایل د زړه پر سر کېښودل شي، زړه ژوبلوي

لیکنه: ملیحه ناصري څېړونکي وايي هغه کسان چې د زړه د ټکان/ ضربان د سمولو په‌پار پيس میکر یا ډفیبریلاتور کاروي، هغوی دې ځيرک مبایلونه له زړه لرې ګرځوي. پيس میکر( ) هغه آله ده چې د زړه د ټکان د تنظیمولو په‌پار په سینه یا خېټه کې اېښودل کېږي. د الکترونیکي کړنو په پایله کې د زړه اړ باسي چې منظم ټکان ولري. یوې ډلې روغتیاپالانو ۳۰۰ کسه د زړه ناروغان تر څېړنې لاندې … نور ولولئ

ادبیات

مرکه؛ ژباړه د ژبې لغوي پانگه زیاتوي

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ د یاران درنو لوستونکو ایا کوم وخت مو ژباړه کړې یا هم داسې به شوي وي چې ژباړه مو کړې وي، خو روانه نه وي، ځکه داسې ډېري ما لیدلي چې ژباړه کوي خو تل شکایت کوي چې زما ژباړه روانه او واضح نه ده. نو نن غواړم د ژباړې په هکله له استاد سره مفصل بحث ولرو. دا چې ژباړه څه ده؟ کومو اصولو باندې ولاړه ده او څنګه کولای شو … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

روهېټ شرما د هندوستان د غوره کرکټر جایزه واخیسته

سپورټ یاران د هندوستان کرکټ بورډ وایي روهېټ شرما له دې امله مبارکي ورکوي، چې د هندوستان د کرکټ په تاریخ کې څلورم کرکټ لوبغاړی شو، چې ستره جایزه اخلي. هغه د راجیف ګاندي کهېل راټنا ایوارډ واخیست. پر دې سربېره د هندوستان نامتو کرکټ لوبغاړي ایم اېس ډوني هم روهېټ شرما ته مبارکي ویلې ده. راجیف ګاندي کهېل راټنا جایزې هغو لوبغاړو ته ورکول کېږي، چې د کرکټ برخه کې یې ستر مثبت رول … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د پرېکړو نیولو ضعف، نښې، لاملونه او د حل لارې

ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ د ذهن او د کړونو ناسمون په یو چار کې د پرېکړو د نیولو د ضعف په نامه یادېږي. د پرېکړو په نیولو کې ضعف ډېری لاملونه کېدای شي، خو په اصل کې دا یوه اروايي ناروغي ده، چې کېدای شي بېلابېلې نښې ولري، خو موږ یې دلته ځینې یادوو: ـ د پرېکړو په نیولو کې دوه زړه کېدل؛ ـ د پرېکړو په نیولو کې ځنډ؛ ـ د پرېکړو په … نور ولولئ

پوهنه

ټیوډور رابرټ ټېډ بانډي؛ د انسان په څېره کې شیطان

ژباړه: عایشه حیدري تیوډور رابرټ بنډې (Theodore Robert Bundy) په ۱۹۴۶ په امریکا کې زیږېدلی دی. هغه زړه‌راښکونکي څېره او مغرور شخصیت درلود او ډېر هوښیار و. هغه د همدې غرور او زړه‌راښکونکي شخصیت پر مټ د امریکایي ښځو پام ځان ته را اړوه. ټېډ تل په هغه باندې د ښځو له باور څخه ګټه پورته کوله او له هغوی یې د مرګ تر پولې رسولې. تیوډور رابرټ ټېډ بنډې به په ډېرو حیرانووکو لارو … نور ولولئ

افغانستان

پاکستان پر ملابرادر، انس حقاني او یو شمیر نورو طالب مشرانو د بندیزونو خبر ورکړ

راپور: بشر درویش د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړې سره سم د طالبانو د سیاسي مرستیال او د حقاني شبکې د مشر پرضد نويو بندیزونو خبر ورکړ. د فارس خبري اژانس یوه راپور کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک له مخې، پاکستاني چارواکي وايي چې د طالبانو سیاسي مرستیال ملا برادر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني او … نور ولولئ