افغانستان

د افغانستان د خپلواکۍ ورځ له پیله تر دې دمه څه ډول نمانځل کېږي؟

لیکنه: نسیمه محمدي سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۱مه کلیزه ده. د خپلواکۍ ورځ د افغانستان د آزادۍ ورځ ده. له دې وړاندې افغانستان د انګریزانو تر استعمار لاندې و. د آزادۍ ورځ د ملتونو د نوي ژوند ورځ ده. په همدې اساس نه یوازې موږ، بلکې ټول ملتونه دا ورځ د خپلواکۍ یا د آزادۍ ورځ په شاندارو مراسمو سره نمانځي. د افغانستان د خپلواکۍ ورځ د اعلیحضرت امان الله خان د خپلواکۍ … نور ولولئ

افغانستان

هغه وخت، چې غازي امان الله خان وژړل

‌لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ شاه امان الله خان د حبیب الله خان زوی، مور یې سرور سلطانه بیګم او مېرمن یې ملکه ثریا نومېده. شاه په ۱۸۹۲م کې د کابل په پغمان سیمه کې زېږېدلی دی. په ۱۹۱۹م کال کې د افغانستان پر تخت کېناست. د شاه مورنۍ ژبه پښتو وه، خو ډېری وخت یې فارسي خبرې کولې، ځکه په فارسي ژبه یې لوی لاس درلود، په اردو، فرانسوي او انګریزي هم تر یوه … نور ولولئ

سپورټ

محمد شهزاد له ډوني په شل اوریزو لوبو کې ښه ځلېدلی

سپورټ یاران د کرېک ټرېکر وېب پاڼې په خپله فېسبوک پاڼه یو انځور خپورکړی، چې دغه انځور کې هندوستانی نامتو کرکټ لوبغاړی ډوني او د افغانستان برید کوونکی توپوهونکی شهزاد محمدي ښکاري. دغې وېبپاڼې لیکلي، چې شهزاد محمدي په شل اوریزو لوبوکې ۴۳ منډې زیاتې کړي او حال دا چې شهزاد له ډوني څخه ۳۴ لوبې کمې کړي دي. د شهزاد او ډوني پرتله شهزاد محمدي ټولې ۶۴ شل اوریزې لوبې کړي، چې په دغو … نور ولولئ

سپورټ

د شپږیزې کرکټ‌لیګ مهالوېش خپور شو

سپورټ یاران په دغه لیګ کې ټولې شپږ لوبډلې ګډونوالې دي، چې د لیګ پیل د تېر کال اتله لوبډله مِس عېنک  اتلان او د تېر کال د پایلوبې بایلونکې لوبډلې بند امیر ډرګنز یا ښامارانو ترمنځ ترسره کېږي. په دغه لیګ کې ټولې شپږ لوبډلې شاملې دي، چې لومړۍ لوبه به یې د مِس عېنک اتلان او بند امیر ښاماران لوبډلې پر وړاندې د سپټمبر په شپږمه نېټه ماسپښین یوه نیمه بجه مخ ده. … نور ولولئ

پوهنه

ابوریحان البیروني؛ هندي علمي کتابونه یې عربي ته او عربي کتابونه یې سنسیکریت ته وژباړل

ژباړه: نجم الرحمن ناصري نوموړی چې د نړۍ له نامتو عالمانو څخه دی، په ۳۶۲ هجري قمري کې د آرال سیند په سویلي سیمه کې له خوارزم څخه بهر نړۍ ته راغی. ابوریحان له وړکتوب څخه علم او دانش پیل کړ. لومړنی ښوونکی یې ابو نصر منصور و چې د ده د تربیې لپاره یې ملا وتړله. اوولس کلن و چې د یوې مدرج حلقې په مرسته یې د لمر د نصف النهار لوړوالی اندازه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د سعودي عربستان په دوو مقدسو اسلامي ځایونو کې په عالي مقاماتو د لسو ښځو ګمارنه

لیکنه: مهر تاج د مکې او مدینې مسوولینو په عین وخت دا بیان خپور کړی، چې د انتظامي او تخنیکي چارو په ګډون په نورو څانګو کې هم مېرمنې په واک ګمارل شوې دي. مسوولینو ویلي، چې له دغو ګمارنو څخه یې موخه؛ د هغو مېرمنو ظرفیت لوړول او دوی ته استقلالیت ورکول دي چې لوړي زده‌کړې لري. د سعودي عرب د محلي رسنۍ پر بنسټ لومړی ځل د مقدسو مساجدو په چارو کې د … نور ولولئ

خوندیتوب

څنګه پو شو، چې په تايرايد سرطان اخته يو!

ژباړه: حنیفه مومند د تایرايد سرطان چټک او پر وخت تشخيص د دې ناروغۍ په درملنه کې ډېره مرسته کړې، نو ځکه د تايرايد سرطان تل ښکاره نښې نښانې نه لري. دينا سکاوا د طبي علومو روغتیاپاله او د فارمکولوژۍ د ګروپ استاده، د روسیې د يوې ورځپاڼې سره په مرکه کې وويل: “داچې څه ډول پوه شو، چې د تايرايد په سرطان اخته يو، زياته کړه، چې د تايرايد سرطان خطرناکه ناروغي ده، ځکه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

آندره ګوستاو سیتروئن؛ د بریا او شهرت لامل یې!

ژباړه او راټولونه: نسیمه محمدي آندره ګوستاو سیتروئن په ۱۹۰۰م کې له «اکول پلې تخنیک» څخه فارغ او وروسته د یو انجینیر او د صنعت د طراح په توګه، په دنده وګمارل شو. په همدې کال یې له لهستان، چې مورنی ټاټوبی و، لیدنه وکړه. د دې سفر په لړ کې یې یو ترکاڼ وليد، چې د ماهي د هډوکي ته ورته ډنډه‌یي څرخ باندې په کار بوخت و. د دی څرخ غږ کم او … نور ولولئ

افغانستان

کرنې وزارت: سږکال ۸ زره او ۵۰۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي

راپور: بشر درویش سږکال څه باندې اته زره او ۵۰۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ۱۳۹۹یم مالي کال په شپږو لومړیو میاشتوکې پر بزګرانو اته زره او ۵۸۷ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشلي دي. یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه اصلاح شوي تخمونه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د بزګرانو د ملاتړ، د کرنې پراختیا، د خوړو خوندیتوب او د زیانمنو کورنیو … نور ولولئ

افغانستان

افغانستان: تیره میاشت د اوبو رسولو او حفظ الصحې ۲۷ پروژې بشپړې شوې

په تیره یو میاشت کې د ۵۸.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو او حفظ الصحې ۲۷ پروژې بشپړې شوې دي. د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او حفظ الصحې پروګرام له لوري د ۲۰۲۰ م کال په جولای میاشت کې په ۱۳ ولایتونو ( بغلان، پکتیا، خوست، زابل، کابل، کونړ، غور، هلمند، بدخشان، بلخ، کندهار، بادغیس او بامیان) کې   کې د ۵۸.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د څښاک د … نور ولولئ