اقتصاد

شل مهارتونه، چې له تاسو څخه یو بریالی او فوق العاده مدیر جوړوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل په هر کاروبار کې د بریا لپاره، یوازې فوق العاده نظریاتو (آیډیاوو) او مسلکي کاري اخلاقو ته اړتیا نه لرئ، بلکې مناسبو او لایقو افرادو ته هم اړتیا لرئ. د دې لپاره، چې وکولای شئ ښه اړیکه ټینګه کړئ، باید په رهبري او مدیریت کې په یوه مسلکي مدیر باندې بدل شئ. لاندې لیکنه په ښه غوره او دقت سره ولولئ، ترڅو په یوه ښه او وړ مدیر باندې بدل شئ. … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د ډوني ۱۶ کلن کرکټ او غوره کارنامې یې

سپورټ یاران ډوني چې د هندوستان هیټر او فېنېشر یا په بري سره د لوبې پای ته رسوونکی لوبغاړی و، نو د توپوهنې وخت یې په لوبډله کې د لوبې پرمهال منځنی و، یعنې مېډل ارډر توپوهونکی و. دی به زیاتره وخت په پنځم مقام لوبغالي ته د توپوهنې لپاره ښکته کېده. موږ یې دلته ځینې کارنامې شریکوو. ایم ایس ډوني او کارنامې یې ډوني په ۲۰۰۴ م کې کرکټ ته راغی او د هندوستان … نور ولولئ

افغانستان

افغان فلم د غازي امان الله خان په اړه مستند فلم نندارې ته وړاندي کوي

ليکنه: مدثر دعوت د افغانستان د خپلواکۍ د اتل شاه غازي امان الله خان جوړ سوی فلم د کابل په سينماو کې نندارې ته وړاندي کېږي. د افغان فلم رئيسي صحرا کريمي پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي چې غواړي د افغان فلم له لوري د شاه غازي امان الله خان په اړه مستند فلم د خپلواکۍ د بيرته اخيستلو د ۱۰۱مې کليزي په وياړ په پلازميني کابل کې نندارې ته وړاندي کړي. نوموړې په خپل … نور ولولئ

سیاست

د ټرمپ د ورور نامعلوم مرګ؛ وايي، یوازې ورور نه، ملګری مې رانه لاړ

راپور: بشر درویش د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر په یوه پیغام کې د خپل کشر ورور مړینه اعلان کړې. راپورونو کې ویل شوي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ کشر ورور رابرټ ټرمپ مړ شوی دی. نوموړی ۷۲ کلن و. ښاغلي ټرمپ نن سهار د خپل ورور د مړینې خبر خپور کړ. هغه لیکلي: «د خواشینۍ ځای دی چې زما فوق العاده ورور، رابرټ، ارامګاه ته لاړ. هغه زما یوازې ورور نه و ، … نور ولولئ

افغانستان

یو اګسټ او درې ورځې؛ افغانان باید څه وکړي؟

لومړی: په ۱۴ د اګسټ  پاکستانیان د آزادۍ دعوه کوي، خپل د آزادۍ جشن لمانځي، وايي، مونږ آزادي اخیستي. کومه آزادي؟ د څه آزادي؟ او له چا نه آزادي؟ پاکستان آزاد شوی نه دی بلکې یو انګرېز تاسیس کړی، د تجزیې په صورت کې رامنځته شوی دی؛ د دوه سره لرونکي چاړه یو سر یې د افغانستان په ټټر دننه کړ او بل سر یې د هندوستان په ټټر، د همدې چړې په ملا اوس … نور ولولئ

افغانستان

خلیلزاد: پر کوفي بریدغندم. صالح: افغانستان سره د طالبانو دښمني له حده وتلې

راپور: بشر درویش د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر فوزیه کوفي وروستی برید غندلی دی. زلمي خلیزاد په همدې پلمه خپرو کړو ټویټونو کې ویلي چې ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرې پیل شي. اغلې کوفي د تیرې جمعې په ماښام د پروان – کابل پر لویه لاره د نامعلومو وسله والو لخوا په وسله وال برید کې ټپي شوې وه. زلمي خلیلزاد، اغلې کوفي د … نور ولولئ

افغانستان

شاعر، ملا او فیسبوکي غبرګون؛ څه سم، څه ناسم وه او کوم پیغامونه یې راکړل؟

لیکنه: غازي عابد اول ډیر ویاړم چې زموږ زوړ، پوخ او ځوان قشر داسې یوه حالت ته تقریباً رسیدلی چې د بحران و جنجال تر ۸۰ سلنه حال په خبرو او ناسته کې ویني، نه د ټوپک ډز او په کوتکونو وژنه کې ! کیسه دا ده چې څو ورځې وړاندې کونړ ولایت کې یوه سیمه ییز شاعر په خپل لیکلي شعر کې لږ له پولو واوښت او یو شمیر مشرانو ته یې سپکاوی وکړ. … نور ولولئ

افغانستان

طالبان: حکومت سره خبرې نه کوو. صدیقي: طالبان د هیڅ قوم استازولي نه کوي

راپور: بشر درویش د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وايي، طالبان دې جګړه پای ته ورسوي. هغه په خپله ټویټر پاڼه لیکلي؛ طالبان باید د ننني افغانستان واقعیتونه درک کړي او جګړه ودروي. نوموړي وړاندې لیکلي: «د طالبانو لپاره دا غوره ده چې نن ورځ د افغانستان واقعیتونه درک کړي. د دوی اصلي لوری د افغانستان د اسلامي جمهوریت حکومت دی، چې د افغانانو د اکثریت استازیتوب کوي. له بدمرغه د طالبانو وروستۍ … نور ولولئ

افغانستان

نړۍ ته د غني خبرداری: که سوله ناکامه شي، ټولو ته به مرګونې پایلې ولري

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر محمد اشرف غني خبرداری ورکړی چې که له طالبانو سره د سولې خبرې ناکامې شي، نو دا به په مرګوني قیمت تمام شي. نوموړي یوه مقاله کې چې واشنګټن پوسټ ته یې لیږلې ویلي چې که پخلاینې له ماتې سره مخ شي، نو دا به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ته په ډیر لوړ قیمت پریوزي. ښاغلي غني لیکلي؛ د لویې جرګې پریکړې له مخې د ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې … نور ولولئ