سپورټ

ویسټ انډیز لیګ د افغان لوبغاړو په شتون کې پیلیږي

لیکنه:محمدصابر حمیدي ټاکل شوې د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ تجارتي سیالۍ«CPL» راتلونکې سې شنبه د ۶ افغان لوبغاړو په شتون کې پيل شي. د ویسټ انډیز هیواد دا لیګ راتلونکې سې شنبه د اګسټ میاشتې په ۱۸مه نېټه پيلیږي او د سیپټمبر میاشتې تر ۱۰مې نېټې پوري دوام کوي. په دې لیګ کې ۹ افغان لوبغاړي اخیستل شوي وه، خو درې لوبغاړي د ویزو نه درلودلو له امله پاته شول او اوس به ۶ … نور ولولئ

سپورټ

په وزن پورته کولو کې د ټولې اروپا اتله مسلمانه شوه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د ټولي اروپا په سطحه د وزن پورته کولو ښځينه لوبغاړې ربکا کوها وروسته له هغه د خپل ورزشي مسلک سره مخه ښه وکړه، چې مسلمانه شوه. هغې پر خپل انسټاګرام ویلې، چې د اسلام په مبارک دین مشرفه شوه او له دې وروسته به نور د اسلامي حجاب مراعتولو په موخه د وزن پورته کولو په سیالیو کې ګډون ونکړې. هغې لیکلي: «ملګرو! ما نن د خپل ژوند په اړه یوه … نور ولولئ

سپورټ

اشیش نهرا: راشدخان به په IPL سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني نامتو چټک توپواچونکي اشیش نهرا د راشدخان ارمان په ګډون د هغو لوبغاړو نومونه په ډاګه کړي، چې سږ کال به په آی پي ایل سیالیو کې ښه ولوبیږي او د لوبډلو په ګټه به خورا مثبت تمام شي. هغه د راشدخان ارمان ترڅنګ د ویسټ انډیزي کیرون پولارډ او د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې سلو توپ اچونکي عمران طاهر یادونه کړې، چې … نور ولولئ

سپورټ

په ښځينه نړيوال کريکټ کې نوی ريکارډ!

خبريال: مدثر دعوت انورادا ډوډابالاپور په ښځينه نړيوال کريکټ کې نوی ريکارډ جوړ کړ. د جرمني ښځينه کريکټ لوبډلي نيمه تېزي توپ اچوونکي انورادا ډوډابالاپور د اسټريا په وړاندې څلورمه نړيواله شل اووريزه لوبه کې په يوه اوور کې څلور پرلپسې ويکټې واخيستې او د ۱۳۷ منډو په توپير يې خپله لوبډله ګټونکې کړه. دا لومړی ځل دی چې په ښځينه نړيوال کريکټ کې په څلورو توپونو څلور پرلپسې ويکټې اخيستل کېږي. جرمني لوبډلي ټاس … نور ولولئ

سپورټ

بابراعظم باید آی پي اېل کې و اوسي

د پاکستاني مخکښ توپوهونکي بابراعظم په اړه نوې څرګندونې د انګلستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي او اوسني کرکټ مبصر ناصرحُسېن کړي دي. هغه ویلي چې بابراعظم یو وړ کرکټ لوبغاړی دی او باید اوس آی پي اېل کې وای. د پاکستان کرکټ لوبغاړو ته د هندوستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي کړکېچ له امله د لوبېدو اجازه نه ورکول کېږي. ۲۰۰۸ کال کې چې د یاد لیګ لومړی پړاو و، پکې پاکستاني کرکټ لوبغاړي لوبېدلي … نور ولولئ

سپورټ

نن شپه د فوټبال خورا مهمه او جذابه سیالي!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د اروپا د اتلانو فوټبال لیګ د درېیم پړاو په سیالیو کې نن شپه ۱۱:۳۰ بجې بارسلونا فوټبال لوبډله د بایرن مونیخ فوټبال لوبډلې سره د لوبې ډګر ته کښته کیږي. دې سیالیو ته اسپانوۍ لوبډلې بارسلونا او جرمنۍ لوبډلې بایرن مونیخ دواړو د پوره چمتوالي خبر ورکړی. ددې ترڅنګ پر همدې وخت منچسټر سیټي فوټبال لوبډله د لیون سره لوبیږي. دا د اروپا اتلانو لیګ د درېیم پړاو لوبې دي، چې … نور ولولئ

سپورټ

مسلمان فوټبالر: نړیوال باید په دې پوه شي، چې مسلمانان تر ټولو مهم دي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د جرمني هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او ارسنال کلب تکړه مسلمان لوبغاړي مسعود اوزیل په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، چې نړیوال باید پوه شي مسلمانان تر ټولو مهم دي. هغه دا څرګندونې د ایغوري مسلمانانو په وړاندې د روان ظلم په مخالفت کي کړې. مسعود اوزیل زیاته کړې، چي د ایغوري مسلمانانو په وړاندې روان ظلم ډېر ناراحته کړی او «د مسلمانانو ځانونه مهم دي» شعار د نړیوالو لپاره مهم … نور ولولئ

سپورټ

اسټرالیا او انګلستان هیوادونه راتلونکې میاشت سیالۍ لري

لیکنه محمدصابر حمیدي د اسټرالیا او انګلستان کرکټ بورډونو تازه خبر ورکړی، چې په راتلونکې سیپټمبر میاشت کې دا دوه هیوادونه درې شل اوریزه او درې بیا یو ورځنۍ لوبې ترسره کوي. د کرکټ نړیوالي شورا راپور ورکړی، چې انګلستان او اسټرالیا لومړی د شل اوریزه سیالیو لړۍ او له هغه وروسته بیا د یو ورځنیو لوبو لړۍ ترسره کوي. ددې شورا د راپور له مخي لومړۍ شل اوریزه لوبه د سیپټمبر په ۴مه نېټه، … نور ولولئ

سپورټ

پاکستانی فواد عالم؛ له ۱۱ کلونو راستنېدو وروسته په صفر وسوځېد

لیکنه: محمدصابرحمیدی د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستی توپوهونکی فوادعالم له ۱۱ کلونو وروسته په ټیسټ کرکټ کې پاکستانۍ لوبډلې ته راستون شوی وو، خو پرون پنجشنبه پرته له کومې منډې جوړولو په صفر وسوځېد. فواد عالم په ۲۰۰۹م کال کې د پاکستانۍ لوبډلې سره یوځای خپله وروستۍ ټیسټ لوبه د نیوزیلینډ کرکټ ملې لوبډلې په وړاندې ترسره کړې وه، چې له هغه وروسته پاکستاني بورډ د انګلستان په وړاندې دریو ټیسټ لوبو … نور ولولئ