سپورټ

شکیب الحسن به ډېر ژر بیا نړیوال کرکټ ته راستون شي

Advertisements لیکنه: محمدنسیم حمیدي د بنګله دیش کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر او پیاوړی الراونډر لوبغاړی شکیب الحسن له یو کلن بندیز وروسته بیا نړیوالو لوبو ته راګرځې. د کرکټ نړیوالې شورا پر شکیب الحسن د فساد پر ضد د ناغیړۍ او دغې شورا سره د نه همکارۍ له امله پوره یو کال له هر ډول کرکټ څخه بند کړ. ICC یا د کرکټ نړیوالې شورا تیر کال د اکتوبر میاشتې په ۲۹تمه نیټه یوې اعلامیې … نور ولولئ

افغانستان

حامد کرزی (لنډه بیوګرافي)؛ وايي پر اس سپریدل مې خوښيږي

Advertisements ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري حامد کرزی د عبدالاحد کرزي زوی او د خیر محمد کرزي لمسی دی. پلار او نیکه یې دواړه د پوپلزي قام منتفذین وو. عبدالاحد کرزی په شپېتمې زېږدیزې لسیزه کې د افغانستان د ولسي جرګې د رییس مرستیال و. د شپېتمې میلادي لسیزې په پای کې یې پلار طالبانو په کوېټه کې وواژه. د حامد کرزي نیکه د افغانستان د خپلواکۍ جګړو او تر هغې وروسته مبارزو کې ډېر … نور ولولئ

خواړه

درملو ته څنګه نوم ټاکل کېږي؟

Advertisements ژباړه: عایشه حیدري  تاسو ارومرو د خپل ژوند په اوږدو کې درمل کارولي دي او یا مو لږ تر لږه د کورنۍ غړو ته د روغتیاپالانو په سلا مشوره درمل پېرلي او لیدلي مو دي، خو د درملو د پېژندنې او نوم اېښودنې په اړه به ممکن ډېر مالومات ونه لرئ. له تاسو سره به ارومرو دا پوښتنه هم وي چې ډاکټران څنګه او څه ډول په نسخه کې د درملو نوم لیکي او … نور ولولئ

مخکښان

د ارواه پوهنې بنسټ ګر، زېګمنډ فرویېډ؛ له نیکونو ورته دا درې میراثه پاتې وه

Advertisements ژباړه: ملیحه ناصري  فرویېډ د ارواپوهنې بنسټګر (نا خود آګاه/ لاشعوري) دی چې په ۱۸۵۶ز کې په چک جمهوریت کې وزېږېد. ده ته له نیکونو درې خویونه میراث پاتې و، یو یې له علم سره مینه، بل د علم زده‌کړه، درېیم د  رخې او کینې پر وړاندې ډېره پیاوړتیا او مقاومت و. له علم او پوهې سره مینې، فرویېډ اړ کړ چې له همغه کوچنیوالي طبي علومو ته مخه کړي، بوټي، کیمیاوي توکي، څاروي، … نور ولولئ

سپورټ

ښايي درې افغان لوبغاړي د ویسټ انډیز سوداګریزو لوبو کې ونشي لوبېدلای

Advertisements سپورټ یاران د کرېک بز وېبپاڼې لیکلي، چې ښایي رحمان الله ګربز، قېس احمد او نور احمد د ویسټ انډیز سوداګریزو لوبو کې د پاسپورټونو او وېزو د ستونزو له امله به ونه شي کولای، چې د سي پي اېل اتم پړاو سوداګریزو لوبو کې برخه واخلي. رحمان الله ګربز له بربادوس ټراېډېنټس لوبډلې سره تړون لاسلیک کړی و، قېس احمد له ګویانا امازون لوبډلې سره لوبېدلی دی او نور احمد هم په دغه … نور ولولئ

افغانستان

عبدالرب رسول سیاف (ژوندلیک)؛ هغه څنګه د کمونیستانو له زندانه ووت؟

Advertisements ژباړه: ملیحه ناصري استاد سیاف د فقیر محمد زوی په ۱۳۲۳ل. ل کې چې له ۱۹۴۵ز سره برابر دی د کابل په پغمان ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. شپږ کلن و چې پلار یې ومړ. لومړنۍ زده‌کړې یې د پغمان په ابتداییه ښوونځي کې په اووه کلنۍ پیل کړې. ۱۳۳۵ل کې یې لومړنۍ زده‌کړې همدلته پای ته ورسولې. تر دې وروسته ابن سینا لیسه کې شامل شو، دوه کاله یې دلته تېر کړل. … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

اندېښنه د انسان په بدن کې د کيمياوي بدلونونو سبب کېږي

Advertisements ليکنه او راټولونه: شپنه سلګۍ اندېښنه د احساساتو د تجربې څخه عبارت ده چې د ورځني ژوند يوه برخه جوړوي، او هر څوک هغه په خپل ژوند کې يو ځل ازمايي. اندېښنه د يوه سيستم په حيث سړي ته خبردارى ورکوي، چې د خطر پر وړاندې ورسره مرسته وکړي يا د خطر سره مقابله وکړي او يا د خطر څخه تېښته غوره کړي. په هر صورت هر کله چې اندېښنه د انسان د ژوند … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د مدیرانو څو تېروتنې، چې په کاري چاپېریال کې د کارمندانو د خپګان سبب ګرځي

Advertisements ژباړه: عطا محمد میاخېل کار رامنځته کوونکي او مدیران د یوه بریالي کاروبار د لرلو لپاره، باید وکولای شي، د خپلو کارکوونکو اړتیاوې او لېوالتیاوې وپېژني. کارمندانو ته پاملرنه او له هغوی سره د اغېزناکې اړیکې رامنځته کول، ډېر زیات ارزښت لري. ډېری کار ښودونکي په کار کوونکو پورې په تړلو ځینو برخو کې، لکه: معاش، رخصتۍ او دغه راز د هغوی په لوړتیا کې عادلانه چلند نه کوي، خو باید په دې باندې … نور ولولئ

پوهنه

له ښوونځي څخه د زده‌کوونکو د تېښتې لاملونه

Advertisements لیکنه: پوهنیار نصیب الله ذکي سریزه له ښوونځي څخه د زده‌کوونکو تېښته یو له هغو عمده ستونزو څخه شمېرل کېږي چې نن ورځ د افغاني ټولنې په شمول ډېری هېوادونه او ټولنې ورسره مخ دي. له ښوونځي څخه د زده کوونکو د تېښتې اصطلاح د لومړي ځل لپاره د نولسمې پېړۍ په پای کې د ښوونې او روزنې د جبري کېدو څخه وروسته په اروپا کې دود شوه. په ورته وخت کې دغې ستونزې … نور ولولئ

سپورټ

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ پنځه شل اوریزې لوبې لغوه شوې

Advertisements د زمبابوې کرکټ بورډ د شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له افغانستان سره یې پنځه شل اوریزې لوبې لغوه کړې. تمه وه چې افغان او زمبابوې لوبډلو د روانې میاشتې په اوږدو کې پنځه شل اوریزې لوبې په زمبابوې هیواد کې ترسره کړې وای؛ خو دغه لوبې ځکه لغوه یا کېنسل شوې، چې په یاد هېواد کې د کورونا ویروس پېښې په ناڅاپي ډول زیاتې شوې. د زمبابوې حکومت خلکو ته لارښوونه کړې، … نور ولولئ