سپورټ

د امریکا په ټېنس سیالیو کې نامتو لوبغاړي ګډون نه کوي

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي ویل کېږي چې د امریکا متحده ایالاتو د ټینس آزادي سیالۍ به د ۲۰ قوي او نامتو لوبغاړو پرته په نیویارک ښار کې ترسره شي. زیاتره اروپايي هېوادونو دا پرېکړه کړې، چې بهرنیو هیوادونو ته له سفر څخه وروسته باید په اجباري توګه په یاد هېواد کې ۱۴ ورځې کرنتین وي. دا موضوع د دې سبب ګرځېدلې، چې د ټینس زیاتره لوبغاړي تر نامعلومې مودې پوري په سیالیو کې برخه وانخلي. … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

زمریان هم د انسان د مینې پر ارزښت پوهېږي + ویډيو

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي د ځنګل یو اوسېدونکی، چې له زمریانو سره ډېره مینه لري، هر شپه ورسره یو ځای خوب کوي. د ځنګل هغه اوسېدونکی، چې ډېر وختونه به یوازي و، اوس هره شپه څو زمریان ورسره یو ځای خوب کوي او غېږې ته یې ورځي. د دې خبري د اثبات لپاره د یاد سړي او زمریانو څخه د شپې ویډيو شوې چې تاسو یې لاندي لیدلای شئ. https://twitter.com/MRMOBHAM2/status/1291488304039432194

بریا او پرمختګ

د نړۍ تر ټولو پياوړی موبایل

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي د «Oppo» په نامه موبایلونه د ۲۰۲۰م په جولای میاشت کې د نړۍ تر ټولو پیاوړي موبایلونه پېژندل شوي او د پیاوړو موبایلونو په سر کې راغلي. د «Antutu» خبري اژانس د راپور له مخې د ۲۰۲۰م په جولای میاشت کې د نړۍ تر ټولو پياوړي موبایلونه «Oppo Find X2 Pro » د ۶۱۳ نمرو په خپلولو سره وټاکل شول. د یاد خبري اژانس د راپور له مخې دا موبایلونه ۱۲ ګیګابایته عملیاتي … نور ولولئ

سپورټ

د تازه پرېکړې له مخې د کرکټ دوه نړیوال جامونه او کوربه هیوادونه یې!

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي د جمعې په ورځ د کرکټ نړیوالې شورا تر یوې غونډې وروسته پرېکړه وکړه، چې د ۲۰۲۱م د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به په هند او د ۲۰۲۲م د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به بیا په اسټرالیا هیواد کې ترسره شي. ددې ترڅنګ یاده غونډه کې د ښځینه وو ترمنځ د کرکټ نړیوال جام چې په راتلونکې ۲۰۲۱م کال ترسره کېدی، ۲۰۲۲م کال ته د نیوزیلینډ هیواد په کوربتوب … نور ولولئ

پوهنه

د بلخ عیاران برج؛ اته ضلعي ودانۍ

Advertisements ژباړه او راټولونه: نسیمه محمدي عیاران یا د (ای یاران) برج، چې مخینه یې لومړۍ مېلادي پېړۍ ته رسېږي، د هېواد یو له تاریخي ځایونو څخه دی، چې د کوشاني دورې څخه راپاتې دی. د بلخ ولایت او د نوبهار دروازې ته په رسېدلو، چپ لور ته دا برج لیدل کېږي. دا مدوره/ ګرد برج له پخو خښتو جوړ او اته کړکۍ/ چشم انداز د ښار څخه د ساتلو لپاره جوړ شوي دي او … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د نړۍ لس نامتو ژوبڼونه

Advertisements ژباړه: نجم الرحمن ناصري که تاسو د ژویو مینه‌وال یاست، حتماً به د هغه ښار د ژوبڼ په اړه پوښتنه کوئ، چې سفر ورته لرئ. د نړۍ تر ټولو ښه ژوبڼونه د نړۍ په ګوډ ګوډ کې جوړ شوي، چې د ډول ډول ژویو په ساتنه خلک د هغوی د ژوند له ډول سره آشنا کړي او د ژویو او انسانانو ترمنځ دوستانه اړيکې جوړې کړي. ډېر ژوبڼونه د نړۍ په کچه موجود دي، … نور ولولئ

ټیکنالوژي

ځمکه تر لمر چاپېره په یوه ساعت کې ۶۷،۰۰۰ میله واټن وهي

Advertisements راټولونه: صدیقه پوپلزۍ ښایي تاسې فکر وکړئ چې ځمکه یوه بشپړه دایره ده، خو دا په حقیقت کې یوه قطب لرونکې کروي بڼه لري. دا له دې کبله ده چې د ځمکې منځ او یا استوا سیمه د ځمکې د چورلېدلو له کبله لږ څه تبارز کوي. په ظاهري ډول خو موږ تر نورو سیارو له ځمکې سره ډېره اشنایي لرو. ځمکه د څلورو خاورینو سیارو تر ټولو لویه سیاره ده. نورې خاورینې سیارې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په رواني ناروغۍ د اخته کسانو درناوی

Advertisements ژباړه: شپنه سلګۍ په رواني ناروغۍ اخته کسان ستاسې کړنې او عکس العملونه درک کولى شي. د دې په خاطر چې خپله توجه مو ورته ښودلې وي لاندې نکتې په نظر کې ونيسئ. 1- په ډېرې پاملرنې سره يې خبرو ته غوږ ونيسئ، وخت ورکړئ چې خپلې ستونزې بې له ټينګار نه خپله بيان کړي. 2- ناروغ ته وګورئ، که چېرې لازمه وي د امکان تر حده ورسره د سترګو رابطه ورسره وساتئ. 3- … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

له ځانوژونکي سره مرسته

Advertisements لیکنه: شپنه سلګۍ که څه هم ځانوژنه له فرهنګي پلوه په هېواد کې د منلو وړ نه ده او اسلام ورته هم اجازه نه ده ورکړې، خو سره له دې هم د پېښو شمېر يې ډېرېږي چې په هېواد موږ ډېر ځله د ښځو د ځانوژنې مسئلې اورو. کورنى تاوتريخوالى، جګړې او پايلو يې ډېرو خلکو ته سخت ژوند ور په برخه کړى دى، ډېر کسان چې هڅه کوي ځان ووژني، هغوی په رښتيا … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

هارنام کوور؛ د اوږدې ږيرې لرونکې نجلۍ

Advertisements ژباړه: عایشه حیدري هرنام کوور Harnaam Kaurد هندي توکمه برېټانوۍ ده او اوس په بریټانیه کې اوسېږي. نوموړې د اوږدې ږیرې له امله خورا ډېره مشهوره ده او له همدې امله یې نوم د ګينس د نړیوالو ريکارډونو په کتاب کې ثبت شوی دی. هرنام کوور د ۱۹۹۰ زېږدیز د نومبر په ۲۹مه زېږېدلې ده او د ۲۰۲۰ زېږدیز د نومبر د میاشتې په ۲۹مه یې د عمر دېرش کلونه پوره کېږي. د هغې … نور ولولئ