بریا او پرمختګ

پنځه ارزښتمنې کلمې، چې موږ په یوه بریالي کار رامنځته کوونکي بدلوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل د نړۍ ټول میلیونران ګډ ټکي لري، هغوی په ښه توګه د بریا په تګلارو باندې پوهېږي او په خپل ځان کې یې مثبت عادتونه رامنځته کړي دي، ښایي بریا یې له بېلابېلو سرچینو څخه ترلاسه شوې وي او دغه راز شتمني یې هم له بېلابېلو لارو څخه لاسته راغلې وي، خو ټول میلیونران په دې ځانګړتیا کې ګډ ټکي لري. د دې لپاره چې یو خپله جوړ شوی میلیونر شئ … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

هغوی ته چې ویښتان یې نشته؛ د ګنجي سر ویښته څنګه رازرغونیدای شي؟

بلاخره ساینسپوهانو  تر ټولو اسانه لار وموندله چې د انسان په سر څنګه ویښته رازرغونه کړي او دا د ویښتو مینه والو ته یو خاص زیری هم بللی شو . د نیویارک (  CSU)  ویب پاڼه لیکي چې د  امریکا متحده ایالاتو د نارته ګیرولینا  ایالت پوهنتون  ساینسپوهانو د انسان په وجود کې هغه وړې میکرو ذرې MicroRNA پیدا کړي دي، چې د انسان په وجود کې د ویښتو د زرغون والي سبب جوړیږي . … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

لړۍ؛ اوومه برخه: یو څوک باید ولرې!

یو څوک باید ولرې چې په سترګو کې سترګې دروګنډي او درته ووایي: که زه سل و زر نرینه / ښځینه ملګري ولرم، پیل او پای مې یوازې ته یې! …له تا شروع په تا تمامېږم. یو څوک باید ولرې! چې د لوبې سیالۍ درسره ولګوي او بیا ستا د بریا لپاره ځان درته وبایلي. یو څوک باید ولرې! چې ته ډوډۍ خورې, دا/دی داسي په ځیر ځیر درته وګوري لکه ځان چې په هینداره … نور ولولئ

په زړه پورې

فیسبوک د کرونا په اړه د ټرمپ ویډیو ډیلیټ کړه

د مجازي نړۍ تر ټولو لوی پادشاه فیسبوک د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه دروغجنه ویډیو  پاکه کړله، چې پکې ټرمپ دعوا کړي وه، چې د ماشومانو دفاعي سیستم د کرونا پر وړاندي پیاوړی دی. فیس بوک ادارې ویلي دي، چې دا لمړی ځل دی چې موږ د یو ولسمشر خپور شوی پوسټ پاکوو. ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خپله اوونیزه وینا کې له کړو خبرو دفاع کړې ده، او ویلي یې دي، هدف … نور ولولئ

سیاست

د ایران دښمن (سعودي پاچا) له لبنان سره د پراخو مرستو امر وکړ

راپور: بشر درویش د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز السعود د سه شنبې په ماښام د بیروت په بندر کې له یوې چاودنې وروسته ، د پاچا سلمان د مرستې او بشري مرستو مرکز له لارې لبنان ته د بشري مرستو د سمدستي لیږلو امر وکړ. د سعودي رسمي خبري اژانس (واس) په وینا ، د لبنان سره د همکارۍ او ودریدو په ډول ددې هیواد پاچا د مرستو د لیږلو حکم کړی دی. د … نور ولولئ

افغانستان

کروندګرو میرمنو سره مرسته؛ د ننګرهار په شېرزاد کې ۶۶ شنې خونې جوړې شوې

راپور: بشر درویش د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ننګرهار په شېرزاد ولسوالۍ کې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو د دودولو او د کوکنارو د کرکېلي او تولید د مخنیوي په پار ۳۰ لویې شنې خونې نارینوو او ۳۶ کوچنۍ شنې خونې ښځینه بزګرو ته جوړې کړي دي. د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په كرنيز سيسټم كې له شنو خونو څخه لاسته راغلي حاصلات ګټور، خوندور او په بازار كې هم … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

له خپلو ځورونو سره مینه وکړه

کوم څه چې لیونۍ تلوسه دراچوي په حقیقت کې ستر فرصتونه دي. کوم خلک چې نوکارې درلګوي او پر حساسو رګونو مو ګوتې درږدي هغوی مو تر ټولو لوی ښوونکي دي. کومه موضوع چې مو غوسه درپاروي، هماغه مو ډېره ستره ډالۍ ده. له امله یې شکر وکاږئ او مینه ورسره وکړئ. هغه کسان یا حالات چې ځواک مو در اوبه کوي خورا ارزښتناک دي. ځکه هغوی ستاسې د تنګو باورونو، وېرو او درواغجنو خیالاتو … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

دغه سړي په ۹۶ کلنۍ کې لوړې زده‌کړې بشپړې کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدی د ایټالیا هېواد یوه ۹۶ کلن سړي په پوهنتون کې تر ازموینو وروسته بریالی اعلان شو او د پوهنتون له لوري ورته د فراغت سند ورکړل شو. د جوزپه پاترنو په نامه دا سړی اوس په نړۍ کې تر ټولو زوړ سړی وپېژندل شو، چې لوړې زده‌کړې بشپړوي. جوزپه پاترنو له رسنیو سره په خبرو کې وویل: “زده‌کړه داسي څه ده، چې هر څوک یې هر وخت او په هر عمر کې … نور ولولئ

ژوند بڼه

لبنانۍ ناوې چې چاودنې يې واده ګډوډ کړ، خوشحاله ده چې ژوندۍ ده+ويډيو

خبريال: مدثر دعوت لبنانۍ مېرمن چې د واده پرمهال يې په بېروت کې ستره چاودنه وسوه خوشحاله ده چې ژوندۍ پاته سوې. ۲۹ کلنه اسرا سيبلايني په امريکا کې ډاکتره ده او خپل هيواد ته د واده لپاره راغلې وه خو دا هغه مهال مشهوره سوه چې د واده پر مهال يې لنډه يادګاري ويډيو جوړوله او په بېروت کې چاودنه وسوه. It was supposed to be the happiest day in her life. But then … نور ولولئ

سپورټ

ولایتي چلېنج کپ لوبې او د افغانستان کرکټ لپاره یې ارزښت

لیکنه: سمیع الله درانی افغان کرکټ بورډ د چهارشنبې پر ورځ د اګسټ په ۵ مه اعلان وکړ چې د اګسټ په ۱۳ مه نېټه به د خوست ولایت په دوو لوبغالو ملي او خصوصي مس عېنک باندې ولایتي چلېنج کپ لوبې ترسره کړي. دا لوبې شاوخوا لس ورځې دوام کوي او اته لوبډلې پکې برخوالې دي او د اګسټ په ۲۲ مه نېټه به یې پایلوبه په کابل کې ترسره شي. لوبډلو کې د … نور ولولئ