سپورټ

د انګلستاني لوبډلمشر «ایون مورګن» دا تازه ریکارډ!

لیکنه: محمدنسیم حمیدي د انګلستان کرکټ ملې لوبډلې پیاوړي توپوهونکې او لوبډلمشر ایون مورګن د ډوهنې هغه ریکارډ مات کړ چې د کپتانۍ په توګه یې ډیرې شپږیزې وهلې وې. د کرکټ په برخه کې نامتو ورزشي ویبپاڼې ایسفاین کرک اینفو پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې د ایون مورګن د دې ستر ریکارډ ستاینه کړې. ددې تر ځنک ایسفاین کریک اینفو ویلې، چې مورګن پرون د ایرلینډ په وړاندې لومړۍ شپږیزه ووهله، نو د لوبډلمشرۍ … نور ولولئ

په زړه پورې

لبنان کې چاودیدلي مواد څه ډول او څومره خطرناک دي؟

سرچینه: Independent ژباړه: نسیمه محمدي لبناني چارواکو ویلي، د بېروت پېښې لامل، نیټراټ آمونیم جامده کرستالي کیمیاوي ماده، چې ډېری په کود کې کارول کېږي او په تېره لسيزه کې د زیاتو چاودنو لامل شوې، وه. د لبنان لومړي وزير حسن دیاب ویلي، چې ۲۷۵۰ ټُنه نېټراټ آمونیم، چې د بېروت په بندر کې د کلونو راهیسې ساتل شوي وو، چاودنه کړې ده. پېښه د لسګونو تنو د مړینې لامل شوې او د لبنان پلازمينې … نور ولولئ

په زړه پورې

یوه امریکايي لاټري کې ګټلي ۲۲میلیونه ډالر له ملګري سره نیم کړل

که چیري تاسي ملیونونه ډالر په لاټري کې وګټئ، نو ایا حاضر یاست خپل ملګري سره یې وویشئ؟ د امریکا متحده ایالاتو کې یو مهربانه کس وړمه اوونۍ د “پاور بال” په لاترۍ کې ٢٢ ملیونه ډالر وګټل، او ١١ ملیونه ډالر یې  خپل ملګري ته وروبخښل. “جو فیني” او “ټام کوک “په ١٩٩٢ کال کې شرط سره ایښی وو. چې که چیرې کوم وخت د لاټرۍ ګټونکي شول نو دوی به یې سره ویشي. … نور ولولئ

په زړه پورې

نړۍ کې ولې یو شمیر انسانان ځان ځناور بولي؟

نړۍ کې داسي انسانان هم شته چې ځانونه  څاروې یا ځناور بولي او د حیواناتو خویونه او پیښې کوي . تر اوسه ٥٧ داسي قضیې  ثبت شوي دي . دا یوۀ ډېره نایابه او عجیبه غوندې عصبي ناروغي ده، چې انسان ځان د یو ځناور سره مقایسه کوي او د هغې خویونه او پیښې کوي. “برسلیز” (نیټ نیوز ) د راپور په حواله دې وروستیو کې بیلجیم کې یوه  ٥٤کلنه مېرمن په دې ناروغي اخته … نور ولولئ

افغانستان

ننګرهار کې میرمنو ته د کرنې په موخه ځمکې په اجاره ورکول کیږي

خبر: بشر درویش ننګرهار کې مېرمنو ته د کرنيزو فعاليتونو په موخه ځمکې په اجاره ورکول کيږي. د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ددې ولایت د وادې کرنيز شرکت رئيس عبدالقهار حيدري مېرمنو سره د يوې ناستې پر مهال وويل، چې ټاکل شوې مېرمنو ته د کرنيزو فعاليتونو په موخه ځمکې په اجاره ورکړي. نوموړی وايي، چې دا چاره د مېرمنو اقتصادي پرمختګ په موخه تر سره کيږي. د رسنیو دفتر … نور ولولئ

افغانستان

نورمحمد ثاقب څوک دی او د سولې په خبرو اترو څه اغېز لرلی شي؟

وحیده پيکان د منځنۍ اسیا د چارو شنونکې سرچینه: اینډیپینډینټ ژباړه: نسیمه محمدي – یاران میاشت وړاندې د طالبانو مشر ملا هیبت الله آخوندزاده، د افغان دولت سره د خبرو اترو لپاره څلور کسیز پلاوې وټاکه، چې د افغان حکومت سره د دې ډلې پلاوی دی. په دې ډله کې، د نورمحمد ثاقب نوم هم لیدل کېږي. خو ثاقب څوک دی او د طالبانو د سولې د خبرو اترو په ټيم کې یې شتون څه … نور ولولئ

افغانستان

افغان کمانډو: له بهره د داعشیانو د رالیږدولو مسوول مو ونیوه

راپور: بشر درویش د افغانستان ملي دفاع وزارت ویلي چې هيواد ته د باندنيو داعشيانو د ليږدولو مسوول، ونيول شو. یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په کنړ ولايت کې کمانډو ځواکونو د موخييز عملياتو په ترڅ کې، “محمد سعيد” د “محمد افضل” ځوي د داعشيانو يو له مهمو او ظالمو قوماندانانو څخه وو، تيره شپه په کنړ ولايت کې ونيول شو. خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړي کس، د بهر نه افغانستان ته … نور ولولئ

په زړه پورې

لبنان کې د ترټولو خونړۍ چاودنې لامل څه دی؟ وروستی حال یې ولولئ

راپور: بشر درویش د لبنان چارواکي وايي په بیروت کې د یوې خونړۍ چاودنې له امله د مړو شمیره شاوخوا ۷۸ کسانو ته رسیدلی دی. راپورونو کې ویل شوي چې په دې پيښه کې تر ۴ زرو پورې کسان ټپيان شوي هم دي. د الجزیرې نړیوالې ټلویزیوني شبکې ویلي چې ډیر خلک د چاودنې له امله رامنځته شوې اور لګیدنه کې ټپيان شوي دي. اټکل شوی چې د قربانیانو شمیر به خورا لوړ شي، ځکه … نور ولولئ

افغانستان

د ارګ او پارلمان جنجال؛ ولسي جرګې مشر وايي، لویه مشورتي جرګه نه منم !

راپور: بشر درویش د ولسي جرګې رییس د ملي شورا په شتون کې د هرې مشورتي جرګې جوړول غیرقانوني بللي دي. پرون ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ولسي جرګې رییس میر رحمان رحماني په ملي او مهمو مسلو کې د دوی د نظارت او مشورې لپاره د خلکو ملاتړ مهم بولي او پدې برخه کې د دوی د همکارۍ ډاډ ورکوي. په عین حال کې تازه د ولسي جرګې د رسنیو دفتر یوه … نور ولولئ

سپورټ

ایرلینډ ته ویاړ؛ انګلستان ته یې سخته ماته ورکړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د انګلستان او ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د انګلستان په کوربتوب د دریو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په وروستۍ لوبه کې ایرلینډ په ۷ ویکټو انګلستان ته سخته ماته ورکړه. په یاده لوبه کې لومړی انګلستان توپوهنه وکړه، چې د لوبې په ۴۹،۵ اورونو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ایرلینډ ته د ۳۲۹ منډو هدف وټاکی. د انګلستان لپاره ایون مورګن ۱۰۶، بینټون ۵۸، ویلي ۵۱ او … نور ولولئ