کرونا

الوتکه کې د ماسک نه کولو پر سر شخړه+ویډيو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د اسپانیا هیواد د ایبیزا ښار په یوې الوتکه کې وروسته له هغه مسافرو یو له بل سره شخړه وکړه، چې یوه مسافر ماسک نه وو کړی. په یوې ویډيو کې لیدل کیږي، چې خدمتګاران په دې لټه کې دي، چې مسافرین ارام کړي، خو بل پلوه بیا یو شخړه کوونکی په لوړ ږغ وايي، چې دلته ماشومان دي. Gewoon het internet gesloopt vandaag! Het nieuws over de wodka-drinkende Britse vechtersbaas aan … نور ولولئ

سپورټ

د هند IPL سیالۍ په رسمي توګه په متحده عربي اماراتو کې ومنل شوې

لیکنه: محمدصابر حمیدي پرون یکشنبه د هند حکومت په رسمې توګه د  IPL سیالیو ته اجازه ورکړه، چې دا سیالۍ دي د متحده عربي اماراتو په کوربتوب ترسره شي. اوس ددې لیګ ۱۳م پړاو په رسمې ډول د روان کال سیپټمبر میاشتې په ۱۹مه نېټه متحده عربي اماراتو کې پیلیږي او د نوومبر میاشتې په ۱۰مه نېټه به پای ته ورسیږي. د هند کرکټ بورډ ویلې، چې ددې لیګ لوبې به د ماښام په ۷:۳۰ … نور ولولئ

سپورټ

مخکې سویلي افریقا خو اوس ایرلینډۍ لوبډله کې لوبیږي

لیکنه محمدنسیم حمیدي د ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلې پیاوړی الراونډر لوبغاړی کورټیس کمپر هغه لوبغاړی دی، چې تر دې مخکې د سویلې افریقا ۱۹ کلنې کرکټ ملې لوبډلې لپاره لوبېدی. کمپر په ۱۹۹۹م کال د اپریل میاشتې په ۱۹مه نیټه د سویلې افریقا په جوهانزبرګ ښار کې زېږیدلی. کورټیس کمپر د سویلې افریقا ترڅنګ د ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلې تابیعه هم لري. داسې ویل کیږي، چې د هغه انا د ایرلینډ هیواد څخه وه. د … نور ولولئ

کرونا

د کرونا له برکته دوو خویندو نیمه پیړۍ وروسته سره وموندله

لیکنه: محمدصابر حمیدي دوې خویندې، چې ۵۰ کلونه یې یو له بل سره نه وه لیدلې د امریکا په نبراسکای ایالت کې یو ځلې بیا سره یو ځای شوې. د UPI خبري اژانس د راپور له مخې د کریپن په نوم یوه ۷۳ کلنه ښځه په تېره مې میاشت کې په کورونا ویروس اخته شوه. له هغه وروسته دا ښځه ۳۰ ورځې په یوه روغتون کې بستر شوه. تر بسترېدو وروسته جوړه شوه او د … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د ټینګو اړیکو جوړولو څو ساده چلونه

که هر څومره لوی ارواپوه وپوښتې هم به درته ووايي، چې د انسان یوه ډېره ژوره او بنسټیزه اړتیا له نورو سره تړښت دی. موږ هله تر هر بل وخت ډېر خوښ و خوشحاله یو، چې له نورو سره ځانونه نژدې او د یوې ټولنې برخه احساس کړو. د سوداګرۍ د اسمان ستوري له خپلو همکارانو او مشتریانو سره اړیکو جوړولو ته لومړیتوب ورکوي. دوی پر ځان له راتاو خلکو سره نژدې اوسېدونه د وخت … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

مه پرېږده!

دا یم خپل د مطالعې په خونه کې ناست یم، لیکل کوم، قهوه څښم او فکر کوم. نه  د ويښې خوب وینم، نه وخت ضایع کوم او نه هم اندېښمن یم. صرف ناست یم فکر کوم. همدا د خپلو بهترینو خویونو له ډلې څخه یو غوره خوی بولم. اکثره په ژوند کې د یوه ماموریت لرلو او بیا هغه ته د ریښتني پاتېدلو په هکله سوچ کوم. دا دومره هم ساده کار نه دی. دا … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د روغتیا نړیوال سازمان: د کورونا وایروس به د زیات وخت لپاره شتون ولري!

ژباړه: نسیمه محمدي د روغتیا نړیوال سازمان د بېړنۍ ناستې او د کورونا وایروس د کړکېچ د ارزولو وروسته، خبر ورکړ چې د کووید- ۱۹ ناروغۍ به د اوږدمهال لپاره وي. دې سازمان د تېرې جمعې په ورځ، د دې وایروس د خپرېدلو پوره شپږ میاشتې وروسته، اعلان وکړ، چې دا وایروس په لوړه کچه او نړیوال روغتیایي خدمتونو ته په اړ حالت کې دی، په جینیوا کې ترسره شو. دې سازمان د دوشنبې په … نور ولولئ

ادبیات

ارين خان: ځيني انسانان نه تکرارېدونکي دي!

خبريال: مدثر دعوت ارين خان وايي ځيني انسانان پدې خاوره بيا نه تکرارېږي. افغان فلمي ستوري ارين خان د پښتو ژبې د پياوړي ليکوال اکاډمېسن سلېمان لايق د مرګ په اړه خپل احساسات شريک کړي او نوموړی يې د افغانستان لپاره ستره ضايع بللې. خان وايي د انسان قدر بايد په ژوندينه وسي او وستايل سي، ځکه هيڅوک د خپل استعداد سره نړۍ ته بيا ځلي نه راګرځي او ترمرګ وروسته يې يادونه او توصيف … نور ولولئ

سپورټ

متحده عربي آمارات: IPL کې ۵۰ سلنه نندارچیانو ته زمینه برابروو

لیکنه:محمدصابر حمیدي د متحده عربي آماراتو کرکټ بورډ وايي، چې هڅه کوو د آی پي ایل په سیالیو کې ۳۰ او یا هم ۵۰ سلنه نندارچیانو ته په لوبغالي کې د شتون زمینه برابره کړو. د متحده عربي اماراتو د کرکټ بورډ چارواکو ویلي، چې یو ځلې له هند کرکټ بورډ څخه تایید ترلاسه کړو، له هغه وروسته دا هڅې پيلوو، چې په لوبغالي کي نندارچیانو ته له نژدې د لوبو لیدلو زمینه برابره کړو. … نور ولولئ

سپورټ

انګلستانیانو ته د مسلمان عادل رشید دا کارنامه!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې مسلمان تکړه او نامتو سلو توپ اچونکی عادل رشید په انګلستانۍ لوبډله کې لومړی سلو توپ اچونکی شو، چې په یو ورځنیو لوبو کې یې ۱۵۰ ویکټې پوره کړې. عادل رشید دا کارنامې ته د ایرلینډ په وړاندې په دوهمه لوبه کې ورسېد، چې دده خپله بیا ۱۰۲همه یو ورځنۍ لوبه وه. پرون انګلستان او ایرلینډ کرکټ ملې لوبډلې د دریو یو ورځنیو لوبو د لړۍ … نور ولولئ