سپورټ

تېر کال په همدې ورځ یې یو ورځنیو لوبو سره مخه ښه وکړه!

لیکنه: محمدنسیم حمیدي د سریلانکا کرکټ ملې لوبډلې تېز او پیاوړی توپ اچونکی لسیت ملنګا تیر کال په همدې ورځ «د جولا میاشتې په ۲۶مه» نیټه د نړیوالو یو ورځنیو لوبو څخه استفاء اعلان کړه. ملنګا د خپل هیواد لپاره ۲۲۶ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي، چې په دې ۲۲۶ لوبو کې یې ۳۳۸ لوبغاړي سوځولي دي، په یوه لوبه کې یې تر ټولو ښه توپ اچونه د ۳۸ منډو په ورکولو سره د … نور ولولئ

روغه سټه

د کرکټ نړۍ تر ټولو زیات وزن لرونکی لوبغاړی ټېسټ کرکټ کوي

سپورټ یاران رکیم کارنوال، چې پوره نوم یې راکیم راشان شېن کارنوال دی، په ۱۹۹۳م کې د ویسټ انډیز په انټېګوا سیمه کې زېږېدلی دی، په ښي لاس اف برېک توپ اچونه کوي. په لومړیو کې یې د لیو وارډ ایلېنډ یا جزیرې لپاره لوبه کوله، بیا د کارابین سوداګریزو لوبو برخه شو او بالاخره په ۲۰۱۹م کې د ویسټ انډیز لوبډلې ته راورسېد. د ویسټ انډیز د قهرماني جام لوبو کې د کال غوره … نور ولولئ

پوهنه

سلولوریس؛ د نړۍ تر ټولو ښکلی خو خطرناک حیوان

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري سلولوریس Slow loris وړوکی، خو زیان رسوونکی حیوان دی، هېر مو نه شي چې هېڅکله د دغه حیوان په ښایست دوکه نه شئ، سلولوریس یو زهري څاروی دی او کله چې د خطر احساس وکړي د لاسونو په پورته کولو سره له خپلې خولې څخه زهر شيندي. له تصور څخه لرې خبره ده چې دومره ښکلی او زړه راښکونکی حیوان چې تورې ګردې ګردې سترګې او نرم وړین پوستکی لري … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

دوه‌اړخيز درناوى

لیکنه: شپنه سلګۍ د خاوند او مېرمنې یو بل ته درناوی په ذهني روغتیا، د مینې په زیاتېدو او د کورنۍ په پیاوړتیا باندې لوی تاثیر لري. د دې درنښت پراخه کچه د یو بل شخصیتونو، نظرونو، افکارو او ذوقونو ته درناوی شامل دی، که چېرته همداسې وشي، نو د دوی د ژوند په ټولو اړخونو باندې به مثبت تاثیر وکړي. سړی باید خپلې مېرمنې ته درناوی ولري، د هغې د بدنامولو او سپکاوي څخه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

که نجونې پر ځان باور زیاتوي، دا لس ټکي دې ولولي

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ نجونې معمولاً د ژوند په پیل کې په ځان لوړ باور لري. دوی تېزې خبرې کوي، ډېرې ټولنیز کېږي، او په ټولګي کې مثالي زده‌کوونکې دي. مګر د وړکتون او ښوونځي ترمنځ په عمر کې، نوي ټولنیز فشارونه، په ټولګي کې لوړې تمې، او مخلوط ټولنیزې نښې (خپل کوښښ وکړئ، مګر ډېر یې مه کوئ) (تاسو هغه څوک اوسئ چې مینه لرئ، مګر ښکلی ښکارېدلو ته لومړیتوب ورکړئ)، کولی شي په نجونو … نور ولولئ

افغانستان

د افغان ملي اردو د لوړو زده کړو، ښوونې او روزنې پالیسي جوړه او وړاندې شوه

راپور: بشر درویش د هیواد د ملي اردو د لوړو زده کړو، ښوونې او روزنې د هر اړخیزې پالیسۍ د ښودلو مراسم نن ترسره شول. د افغانستان ملي دفاع وزارت د مطبوعاتو دفتر یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا مراسم د مارشال محمد قسیم فهیم په نظامي پوهنتون کې ترسره شول. یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال “شاه محمود میاخیل”، د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل مرستیالې “منیرې یوسف زاده”، د … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

کورنۍ ستونزې په نشه‌يي توکو د اخته کېدلو لامل کېږي

لیکنه: فرزانه زیار که د ځوانانو په منځ کې په نشه‌يي توکو د اخته کېدلو لاملونه ولټوو، نو وبه وينو چې تر ټولو لوی لامل يې په کور کې بې اتفاقي جنګ او جګړې دي. کورنې د ټولنې اساسي بنسټ دی چې ښه مديريت ته اړتیا لري. د يوې ټولنې، کلي، ښار، هېواد او حتا تر دې چې د ټولې نړۍ برخليک پر يوې ټولنې پورې تړلی دی. که يو ماشوم ښه وروزل شي، پر … نور ولولئ

خواړه

هغه خواړه چې په ګرمه هوا کې بدن ته تاوان لري

ژباړه او راټولونه: فرزانه زيار اوس د اوړي موسم دی او تر نورو موسمونو د اوړي موسم ګرم وي، نو ښه دا ده چې هغه خواړه وپېژنو چې په ګرمه هوا کې یې خوړل تاوان لري. ۱- هوګه هوګه، هغه سابه چې موږ یې د سرطان ضد پېژنو. هوګه په خپل خواص کې په پوره اندازه انتي بیوتيک لري، خو ولې بايد په توده هوا کې ونه خوړل شي!؟ دليل یې دا دی چې که … نور ولولئ

افغانستان

ننګرهار: لس زرو ښوونکو ته د مبايل او بانک له لارې معاشونه ورکول کيږي

راپور: بشر درویش د ننګرهار ولایت پوهنې رئيس حسيب الله شينواری وايي، چې په دې ولايت کې ۷ زره ښوونکو ته د مبايل او ۳ زره ښوونکو ته بانک له لارې معاشونه ورکول کيږي او ډاډ يې څرګند کړ، چې د معاشونو ورکړې سیستم کې به لا اسانتياوې رامنځته شي. نوموړي دغه څرګندونې د ولايت مستوفي نويد بشريار سره د ښوونکو د معاشونو سیستم کې د لا اسانتياو رامنځته کېدو په ناسته کې وکړې. د … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

داسې دستګا چې د انسان افکار مطالعه کوي

ژباړه: محمدمصور حسني څېړونکو یوه داسې دستګا جوړه کړې، چې د انسانانو د مغزي امواجو په تشخیصولو سره د انسانانو په افکارو پوهېدلای شي. د جاپان د تویوهاشي پوهنتون څېړونکي وايي، ۹۰ سلنه توانېدلي، چې دا دستګا بریالۍ کړي. د جاپان هېواد د یادو څېړونکو په وینا، دوی به په راتلونکو پنځو کلونو کې وکولای شي چې د دې دستګا سیسټم اپلکېشن ته تبدیل کړي. دوی تېره میاشت د مغز EGG امواجو په استفاده د … نور ولولئ