سپورټ

جوپرا ارچر به ډېر ژر بېرته لوبو ته راستون شي

لیکنه: محمد نسیم حمیدي د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی تیز توپ اچونکی جوپر ارچر به د کرونا د ټيست کولو او پنځه ورځني کرنتین وروسته بیا له ملي لوبډلې سره یو ځای شي. د تېرې جمعې پر ورځ د انګلستان کرکټ بورډ هغه د ناسمې روغتیا او د کرونا ویروس په شک پنځه ورځې له لوبډلې لرې کړ. اوس تازه یو ځل بیا د انګلستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې هغه به د ویسټ … نور ولولئ

سپورټ

د اسیا جام لغوه کېدل او پر افغان لوبډله یې اغېز

لیکنه: سمیع الله درانی د اسیا کرکټ جام مسوولینو د جولای په ۹ مه نېټه اعلان وکړ، چې ۲۰۲۰م کې د اسیا شل اوریز کرکټ جام نه شي ترسره کولای او د ۲۰۲۱م په جون میاشت کې به ترسره شي. د دغه جام په اړه پرېکړه وروسته له هغې وشوه، چې د ۲۰۲۰م نړیوال شل اوریز جام هم لغوه شو او د آې پي ایل سیالیو لپاره د ترسراوي وېنډو پرانیستل شوه. د هندوستان کرکټ … نور ولولئ

اقتصاد

ابراج البیت؛ اسمانڅکه ودانۍ

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري په عربي نړۍ کې نن سبا د دنګو ودانیو جوړول ډېر دود شوي دي، او عربي هېوادونه په دې برخه کې له یو بل سره سیالي کوي. سعودي چې د مسلمانانو قبله او دوه سپېڅلي جوماتونه، مسجد الحرام او نبوي جومات پکې پراته دي، هم د لوړو او دنګو ودانیو جوړولو ته مخه کړې ده، او د نړۍ درېیمه لوړه ودانۍ چې د مکې شاهي ساعت ټاور Makkah Royal Clock … نور ولولئ

سپورټ

اتلولي؛ شپږیزه کرکټ لیګ او اهمیت

لیکنه: سمیع الله درانی د افغانستان کرکټ بورډ په زیار شپږیزه کرکټ لیګ په ۲۰۱۳م کې تاسیس شو. د دې لیګ ټول پړاوونه په کابل کې ترسره شوي، او په ۲۰۱۳م کې یې اتلولي سپین غر پړانګان لوبډلې وګټله او حمید حسن یې لوبډلمشر و. دویم پړاو یې په ۲۰۱۴م کې ترسره شو، چې اتلولي یې مِس عېنک لوبډلې وګټله، لوبډلمشر یې نوروز منګل و. په ۲۰۱۵م کې یې درېیم پړاو ترسره شو او اتلولي … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

افغان فلم ۵۲ کلن سو!

خبريال: مدثر دعوت د افغان فلم سېنما ۵۲مه کليزه ولمانځل سوه. د افغان فلم ۵۲مه کليزه د د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير،د فرهنګ او هنر معين ،د سېنما تجربه کاره لوبغاړی ممنون مقصودي،د افغان فلم د رئيسي صحرا کريمي،د پوهنتونونو استادانو او سېنمايي لوبغاړو په شتون کې ولمانځل سوه. #افغان_فلم امروز پنجاه و دومین سال تاسیس این نهاد سینمایی کشور را جشن گرفت. در این جشن، وزیر اطلاعات و فرهنگ، معین فرهنگ و هنر، … نور ولولئ

په زړه پورې

اکسفورډ پوهنتون د کورونا وایروس واکسین جوړ کړل

د انګلستان “اکسفورډ” پوهنتون په پوره ډاډ سره ادعا کړي ده، چې یې د کورونا وایرس واکسین په بریالۍ توګه جوړ کړي دي. د لوديځو رسنيو د راپورونو له مخې د واکسین ازمایښتي پایلي چې په رضاکارانو باندې ترسره شوي، ظاهراً هېله بخښوونکي او د خوشالۍ وړ دي. د ازمایښتونو په پایله کې اکسفورډ ټیم ته څرګنده شوې، چې د دوی لخوا جوړ شوي واکسین د وجود پروتکشن یا د وجود مقاومت د کرونا وایرس … نور ولولئ

په زړه پورې

د بوسنیا د ۲۵ کاله پخوانۍ جګړې مړي لا هم موندل کېږي

د بوسنیا تر جګړې ۲۵ کاله وروسته هم د دې جګړې مړي موندل کېږي او خاورو ته سپارل یې دوام لري. د بوسنیا لوېدیځ ته سرپریميکا ښار پروت دی، د دې ښار وګړي مسلمانان دي. د بوسنیا او سربیا د جګړې پر مهال دا ښار یوازې لس ورځې د سربیانو لاس ته لوېدلی و؛ خو سربیانو په ډېره بېرحمۍ ګڼ شمېر مسلمانان وژلي دي چې تر پېښې ٢٥ کاله وروسته هم د وژل شویو پېژاند … نور ولولئ

سپورټ

شهزاد محمدي په نڅا کې هم خورا مخکښ دی+ویډیو

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې مخکښ توپوهونکي شهزاد محمدي د بل افغان لوبغاړي قیس احمد په واده کې خورا جالیبه ډانس کړی، چې د ډېرو خلګو پام یې ځانته راړولی. پر ټولنیزو رسنیو هغه ویډيو ډېره لاس پر لاس شوې، چې پکې شهزاد محمدي ډانس کوي. ویډيو:   د افغانستان د کرکیټ ملې لوبډلې تېز توپوهونکی او د پيل لوبغاړی شهزاد محمدي افغان کرکیټ ملې لوبډلې ته شاوخوا له یو کلن ځنډه وروسته بیا راستون … نور ولولئ

سپورټ

ملي راډیو ټلویزیون سره د شپږیزه لیګ سیالیو د خپرولو قرارداد لاسلیک شو

د افغانستان کرکټ بورډ کې د دغې ادارې او ملي راډیو ټلویزون ترمنځ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو د خپرولو قرارداد لاسلیک شو چې پر بنسټ به یې ملي راډیو ټلویزون د روان کال د سپټمبر له ۱۳مې تر ۲۵مې نېټې پورې د شپږیزه کرکټ لیګ د اووم پړاو ټولې سیالۍ په ژوندۍ بڼه خپرې کړي. کرکټ بورډ شیبه وړاندې یوه خبرپاڼه کې ویلي په دغو مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ او ملي راډیو … نور ولولئ

افغانستان

کندهار کې بزګران د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې زده کوي

راپور: بشر درویش د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مرکز په ګډون په څلورو ولسوالیو کې د بزګرانو د سیمه ییزو ښوونځیو «FFS» له لارې بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې ور زده کوي. افغان کرنې وزارت ویلي چې دا چاره د بزګرانو د لا ښې روزنې په موخه پيل کړې ده. په دې روزنیزو پروګرامونو کې د کندهار د کرنې ریاست د فني کارکوونکو … نور ولولئ