د ماشوم نړۍ

وړکتون او پر ماشوم یې اغېز

ژباړه: عصمت الله صالح پر دې سربېره چې وړکتون ټولنې ته د ننوتلو لومړی ګام دی، خو تر درې کلنۍ مخکې د ماشوم لپاره ډېر مهم نه دی او دا توصیه هم نه کېږي چې ماشوم باید تر درې کلنۍ مخکې وړکتون ته بوتلل شي. څرنګه چې ماشومان تر درې کلنۍ وړاندې د کورنۍ پاملرنې ته اړ دي، خو که وړکتون ته بوتلل شي، نو هلته یې پالوونکې/ پالوونکی مجبور دي چې خپله پاملرنه په … نور ولولئ

د ماشوم نړۍ

هغه فلم چې شاهرخ خان يې خپل اولادونو ته د کتلو اجازه نه ورکوي

خبريال: مدثر دعوت د باليووډ باچا په يوې نوې مرکه کې د خپلو ماشومانو سره د کورني ژوند په اړه خبري کړي. شاهرخ خان چې په نړۍ او افغانستان کې بې شمېره مينوال لري، يو له هغو مشهورو کسانو څخه دی چې نوم،شهرت او مال يې پر کورني ژوند منفي اغېز ندی کړی. خان د ژوند د بريا لپاره خورا سخت حالتونه تېر کړي، ستړياوي يې ګاللي او تر يوې اوږدې مبارزې وروسته يې د … نور ولولئ

افغانستان

عبدالرشید دوستم رسماً د افغانستان درېیم مارشال شو!

د ملي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم ته نن چهارشنبه په رسمي توګه د مارشالۍ رتبه په جوزجان ولایت کې ورکړل شوه. هغه مراسم چې نن په جوزجان کې جوړ شوي وه په ترڅ کې یې عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ مډال ورکړل شو. دې مراسمو کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله او ځینو سیاسي څېرو ګډون کړی وو. د ولسمشر غني د دفتر رییس شاکر ګارګر عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ … نور ولولئ

افغانستان

هلمندي بڼوالو ته د افتونو او ناروغیو د مخنیوي لارې چارې ور زده کیږي

راپور: بشر درویش د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت بڼوالو ته په فني ډول د انګورو بڼونو د ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې په عملي او نظري ډول ور ښیي. د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، په دې روزنیزه برنامه کې، بڼوالو ته د سپېرغوږې یا خاکسترک، قرغنه، شیري او نورو ناروغیو او دغه راز د حشراتو د مخنیوي په هکله هر اړخیزې زده کړې ورکول کیږي. ښاغلی … نور ولولئ

ژوند بڼه

تر مارچ وروسته په لومړي ځل بلجيم د کرونا وېروس مړينه ثبت نکړه

خبريال: مدثر دعوت بلجيم کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس له کبله هيڅوک ندی مړ سوی. د مارچ مياشتي را وروسته دا لومړی ځل دی چې بلجيم هيواد د کرونا وېروس له کبله د مړيني راپور ندی ورکړی، پداسي حال کې چې ياد هيواد د کرونا وېروس په پيل کې د مړيني په کچه کې د نړۍ تر بل هر هيواد مخکې وو. د مارچ او اپريل په مياشتو کې اکثريت اروپايي … نور ولولئ

افغانستان

د بادام ‌باغ څېړنیز فارم؛ د داخلې رغوونې چارې يې پیل شوې

راپور: بشر درویش په کابل کې د بادام‌باغ د څېړنیز فارم د ننه د سړکونو د قیراچولو چارې، پرون رسماً د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري په شتون کې پیل شوې. ښاغلی غفوري ددې، فارم د سړکونو د قیراچولو د کار په پیل غونډه کې وویل: «ددې فارم له جوړېدو تر دې دمه، د بادام‌باغ فارم د ننه د سړکونو شبکه په بنسټیز او ساسي ډول … نور ولولئ

سپورټ

د ملې لوبډلې پخوانی لوبډلمشر نوروز منګل ۳۶ کلن شو!

د افغانستان کرکټ بورډ پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې خبر ورکړی، چې د ملې لوبډلې پخوانی لوبډلمشر نوروز منګل نن د جولای میاشتې په ۱۵مه نېټه ۳۶ کلن شو. هغه ۳۶ کاله مخکې د افغانستان په کابل ولایت کې زېږېدلی. افغان کرکټ بورډ ویلې، چې افغان کرکټ ملې لوبډلې لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه په ۲۰۰۹م کال کې د نوروز منګل په لوبډلمشرۍ وګټله. نوروز منګل د افغان کرکټ ملې لوبډلې لپاره د ۲۰۰۱م کال … نور ولولئ

سپورټ

مخکښ توپ اچونکی راشدخان تمرینونو ته راوګرځېد+ویډیو

د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې مخکښ او نامتو لوبغاړي راشدخان ارمان له اوږډه ځنډه وروسته په راشدخان کرکټ اکاډومې کې تمرینونه پيل کړي دي. ۲۱ کلن راشدخان ارمان پر خپلې رسمې ټویټر پاڼې تمریناتي ویډیو خپره کړې او ورسره لیکلې يې دي، خوښ یم، چې له اوږده ځنډه وروسته بیرته کرکټ ته راستون شوم. Feeling good to be back after long break Rashid khan cricket Academy pic.twitter.com/m8MmSwYoli — Rashid Khan (@rashidkhan_19) July 14, 2020 د … نور ولولئ

سپورټ

د ټولو افغان لوبغاړو د کورونا ټیسټونه منفي وه!

افغان کرکټ بورډ خبر ورکوي، چې پرون چهارشنبه د ملې لوبډلو د ټولو لوبغاړو د کورونا ټیسټونه وشول، چې د ټولو لوبغاړو د ټیسټونو پایلې منفې وې. افغان کرکټ بورډ د یوې اعلامیې په خپرولو سره وايي، چې تر یوه میاشتني تمریناتي کمپ وروسته د احتیاط په خاطر ټول ۲۴ لوبغاړي ټیسټ شول. بورډ یاده اعلامیه کې ویلې، چې په تمریناتي کمپ کې ټولو ګډنوالو لوبغاړو ته یې د روغتیا وزارت په مرسته د کورونا … نور ولولئ