افغانستان

کرکټ؛ داځل ۶ افغان لوبغاړي په کارابین لیګ کي ۳ لوبډلو واخیستل

Advertisements فضل الله فضلي نن (دوشنبه) د ویسټ انډیز د ستر شل اوریز سوداګریز کرکیټ لیګ (کارابین) د لوبغاړو بولۍ ترسره سول او ۶ افغان لوبغاړي د ۳ لوبډلو لخوا رانیول سول. دا لومړی ځل دئ، چي ۶ افغان لوبغاړي په کارابین کرکیټ لیګ کي اخیستل کیږي او لوبیږي. راشدخان او رحمن الله ګربز بارباډوس ټریډینټس لوبډلي واخیستل. د لوبډلي نوملړ: محمدنبي او نوراحمد لکڼوال بیا سینټ لوشیا زووکس رانیول. د لوبډلي نوملړ: قیس احمد … نور ولولئ

ادبیات

ته بغاوت کولي شې…

Advertisements ژباړه: مهر تاج اې غوره نجلۍ! ایا ته ژوند پیژنې؟ ژوند یوازې د ساه ګانو تسلسل نه دی ژوند کله ناکله بغاوت ته هم ویل کېږي. غوره نجلۍ! دا اړینه نده، چې ټول دې له تا راضي اوسي د پلار په خوښه ځان قربانول جرم دی د ورور پر وړاندې بې وسه کېدل غداري ده. غوره نجلۍ! ته د خور هم منه او د مور خاطر هم ساته خو ستا لپاره، “ته” اړینه یې! … نور ولولئ

افغانستان

ننګرهار – رودات: د ښوونکو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو

Advertisements راپور: بشر درویش د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالی د ښوونکو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور شو د ښار جوړولو او ځمکو وزارت سرپرست وزیر محمود کرزی د ننګرهار والي سره په لیدنه کې د ننګرهار ولایت د رودات ولسوالۍ د ښوونکو د ښارګوټي تفصیلي پلان منظور کړ. یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ سرپرست وزیر د ښارګوټي جوړول یې د وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه وباله او زیاته یې کړه چې د یاد … نور ولولئ

افغانستان

د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند پلار مړ شوی

Advertisements خبر: بشر درویش د وسله وال طالبانو د قطر د سیاسي دفتر د ویاند سهیل شاهین پلار مړ شوی دی. دا خبر نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه ورکړی دی. هغه له خلکو مننه کړې چې له امله یې ورته د غمرازۍ پيغامو لیږلي دي. سهیل شاهین لیکلي: «له ټولو ملګرو، دوستانو او خواخوږو څخه چې زما د والد صاحب د وفات له امله یې ماسره  په شخصي توګه او په ټولنیزو رسنیو کې غمرازي … نور ولولئ

افغانستان

صالح: که یوه ښځه والي هم شي، بیا به یې هم بله ښځه مرستیاله ټاکل کیږي

Advertisements راپور: بشر درویش د افغان ولسمشر محمد اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، که چیرته یوه ولایت کې ښځه والي شي، نو د نوې پریکړې له مخې به یې بیا هم مرستیاله ښځینه وي. نن افغان کابینې تازه پریکړه کې ویلي چې د هر ولایت مرستیاله به ښځینه ټاکي. ښاغلي صالح پر ټویټر لیکلي له دې ګامه یې موخه دا ده چې اساسي جوړښت کې اصلاحات راشي او ښځینه قشر پياوړی کړي. نوموړي … نور ولولئ

افغانستان

د ننګرهار اوبدل شوې غالۍ د اروپا او امریکا تر بازارونو رسیدلي

Advertisements راپور: بشر درویش په ننګرهار کې اوبدل شوي غالۍ د اروپا او امریکا په بازارونو کې موندل کیږي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د میرمنو د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام WEE-RDP له لوري نږدې ۲۵۰۰ تنه د غالۍ اوبدلو په صنعت بوخت دي چې د دوی په لاس اوبدل شوي غالۍ او نور صنایع اروپا او امریکا کې په بازارونو کې موندل کیږي. د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه … نور ولولئ

پوهنه

افغان پاسپورټ د نړۍ تر ټولو بې ارزښته بلل شوی

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان پاسپورټ د پاسپورټونو ترمنځ په نړیواله درجه‌بندي کې یو ځلې بیا د نړۍ تر ټولو بې ارزښته پاسپورټ راغلی. د راپورنو له مخې د ۲۰۰ هېوادونو د پاسپورټونو نړیواله درجه‌بندي اعلان شوه، چې افغاني پاسپورټ پکې وروستي ځای خپل کړی او د نړۍ تر ټولو بې ارزښته بلل شوی. په دې نړیواله درجه‌بندي کې بیا د جاپان پاسپورټ په لومړي ځای کې راغلی او د نړۍ تر ټولو ارزښت … نور ولولئ

سپورټ

په روانه اونۍ کې د نړیوال شل اوریز جام ځنډېدلو په تړاو پرېکړه کېږي

Advertisements یاران سپورټس د کرکټ نړیواله شورا د نړیوال جام په اړه د اسټرالیا له کرکټ بورډ سره خبرې کړي او دوی دې موافقې ته سره نږدې شوي، چې نړیوال شل اوریز کرکټ جام به لغوه کېږي. د اسټرالیا ډیلي ټیلیګراف وېبپاڼې ویلي، چې د کرکټ نړیواله شورا او د اسټرالیا کرکټ بورډ سره موافقې ته رسېدلي، چې سږ کال به د کرکټ نړیوال شل اوریز جام نه ترسره کېږي، بلکې ۲۰۲۱م ته به وځنډول … نور ولولئ

سپورټ

بازمحمد مبارز او سخت تمرینونه؛ وايي پنځه کیلو مې وزن کم کړی+ویډیو

Advertisements د افغانستان د آزادې مبارزې تکړه لوبغاړی بازمحمد مبارز راتلونکې لوبې ته د ښه چمتوالې په موخه خورا په سختو تمرینونو بوخت دی. مبارز پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې تمریناتې ویډیو خپره کړې او ورسره یې لیکلې، چې راتلونکې لوبې ته يې سخت تمرینونه کړي او پوره چمتوالی یې ورته نیولی.   د مبارز په خبره، چې دې سختو تمرینونو کې توانېدلی، خپل ۵ کیلو ګرام وزن هم کړي. د مبارز په خبره: «هر … نور ولولئ

سپورټ

نړیوال جام لغوه کیږي، خو په ځای به یې IPL وشي!

Advertisements ټاکل شوې روانه اونۍ په رسمې ډول د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام لغوه شي او په ځای به یې د روان کال په وروستیو کې د هند آی پي ایل سیالۍ د هند پر ځای متحده عربې اماراتو او یا هم سریلانکا کې ترسره شي. د «Cricket Next» په نوم یوې نړیوالې ورزشې ویبپاڼې راپور ورکړی، چې د نړیوال جام لغوه کېدو په اړه راتلونکې جمعه د کرکټ نړیواله شورا کنفرانس ورکوې او … نور ولولئ