بریا او پرمختګ

تر ۲۲ کلنۍ وروسته د ځوانانو غوښتنې

لیکنه: ملیحه ناصري ۱ – فردي خپلواکي هر ځوان په تانده ځوانۍ کې یو حس لري چې په سینه کې یې په جوش وي، او هغه د فردي خپلواکۍ حس دی. په نوره نړۍ کې کورنۍ هڅه کوي چې په ماشوم کې تر ۵/ ۶ کلنۍ وروسته فردي خپلواکي وروزي. ماشومانو ته دا لارې هواروي چې ځان د انسان په توګه مناسب واکمن وګڼي، خو په افغانستان کې ټولنیزو ناخوالو ته په کتو تر ډېره … نور ولولئ

اقتصاد

بیل ګیټس او د هغه د بریالیتوب قوانین

ژباړه: نجم الرحمن ناصري بیل ګیتس د خپلې نړۍ تر ټولو بریالی او بډایه کس دی. د ده نوم تل د نړۍ د بډایه کاسانو ترمنځ د فوریس په فهرست کې تر ټولو لومړی وي. دی چې کله له مایکروسافت شرکت څخه تقاعد شو، وروسته له دې څخه یې خپل ټول وخت د بیل او ملیندا ګیتس په خیریه موسسه کې انسان دوستانه کارونو کې مصرف کړ. دلته یې په ژوند کې د بریالیتوب قوانین … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

نارینه له خپلې مېرمنې څخه لس غوښتنې لري

ژباړه: عطا محمد میاخېل نارینه تل له خپلې مېرمنې څخه ځینې تمې لري، چې په خوله یې نه راوړي، خو دلیل نه شي کېدای، چې دا تمې او غوښتنې دې په زړه کې هم ونه ساتي. په دې مقاله کې هوډ لرو، چې دا غوښتنې تاسو ته ووایو. ښاغلي له خپلې مېرمنې څخه څه غواړي په دې کې هېڅ شک نه شته، چې جنسي اړیکه د نارینه‌وو لپاره فوق‌العاده مهمه ده. ډېری وخت نارینه په … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

کوېنټن ډیکاک د افریقا غوره کرکټ لوبغاړی شو

یاران سپورټ د سویلي افریقا کرکټ بورډ د جولای په ۴مه د شنبې په ورځ د خپل هېواد نارینه او ښځینه کرکټ لوبډلو څخه د کال غوره کرکټ لوبغاړي اعلان کړل، چې په نارینه لوبغاړو کې ځوان وېکټ‌ساتونکی توپوهونکی کوېنټن ډیکاک هم راغلی. هغه د افریقا د کال غوره کرکټر جایزه هم اخیستې او د کال د ټېسټ لوبو کرکټ لوبغاړی هم اعلان شوی. کوک د افریقا د کرکټ په تاریخ کې شپږم لوبغاړی دی، … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

کوسال مېنډس د پولیسو لخوا ونیول شو

یاران سپورټ د سریلانکا کرکټ لوبډلې ښي لاسی توپوهونکی کوسال مېنډس د جولای په ۵ مه د پولیسو لخوا ځکه ونیول شو چې په خپل موټر یې ۶۴ کلن سړی وهلی او وژلی دی. نوموړي د سریلانکا په پاناډورا سیمه کې موټر کې تګ کاوه چې ترافیکي حادثه ترې وشوه. د پاناډورا سیمې پولیسو هغه نیولی او محکمې ته به یې ورسوي. اوس د هغه ملامت معلومولو لپاره پولیسو څېړنې پیل کړي. پولیس وایي دا … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

له کرونا ويروس سره د مخامخ کېدلو پنځه صحي لارې

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ د کورونا ویروس خپرېدلو نوي راپورونه پراخه شوي، چې د ځینو خلکو ترمنځ اندېښنې راپورته کوي. دلته ځینې لارښوونې دي چې له تاسو سره ستاسو د اضطراب په اداره کولو کې مرسته کوي، خبري راپورونه په پام کې ونیسئ، او مثبت نظر واخلئ. ۱ـ لاندې مواردو ته پام وکړئ ژوره سا واخلئ او خپل ځان ته یاد کړئ، زیاتره خلک چې له کورونا سره مخ شوي لږې نښې تجربه کوي. له هغو … نور ولولئ

خوندیتوب

د خوب اروايي اغېزې

ژباړه: نسيمه محمدي خوب د انسان د ژوند او روغتيا د اړينو او مهمو برخو څخه دي، چې بايد ورته جدي پاملرنه وکړو. هغه پېښې، چې د خوب پر وخت واقع کېږي، هم بايد وڅېړل شي، که نه نو فزيکي، عصبي او اروايي ستونزو سره مخ کېږو. ټول پوهېږي، چې انسان د ژوند يو پر درېيمه په خوب تېروي. خو کومه پروسه دې حالت سره ملتيا کوي؟ د اسپوتنېک په حواله، ټول پوهېږو چې انسان … نور ولولئ

خوندیتوب

د ژورې سا ایستنې حیرانونکې ګټې

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري وړاندې تر دې چې د ژورې سا اخیستو د ګټو په تړاو وغږېږو لومړۍ باید سا وپېژنو. د اکسیجن اخیستل او له بدن څخه د کاربن ډای اکسایډ ایستل د سا (تنفس) په نامه یادېږي، او یا په دودیزه اصطلاح، له بدن څخه د ککړې هوا ایستل او د پاکې هوا اخیستلو ته سا ویل کېږي. د نړۍ هر ژوندی موجود سا اخيستلو ته اړتیا لري او پرته له سا … نور ولولئ

ژوند بڼه

په افريقا کې ۲۷۵ فيلان په ناڅاپي ډول مړه سوي.

خبريال: مدثر دعوت په افريقا کې ۲۷۵ فيلان په ناڅاپي ډول مړه سوي پداسې حال کې چې ښکار يې غير قانوني دی. د ځنګلي ژوند خيريه کارپوهانو اندېښنه څرګنده کړې چې په د افريقا په سويلي هيواد بوټسوانا کې تر ۲۰۰ ډېر فيلان په نامالوم ډول مړه سويدي . د می مياشتې د پيل سره په اوکاوانګو پانډليل سيمه کې ليوان ليدل سوي وه خو حکومت تر اوسه دا نده روښانه کړې چې څه پېښ … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

جالبه؛ هندي وګړي ځانته د سرو زرو ماسک جوړ کړی + ویډیو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان هېواد یوه وګړي خپل ځانته په ۴ زره امریکايي ډالرو باندې د سرو زرو ماسک جوړ کړی، چې له کورونا ویروس څخه په امان کې اوسي. د راپورونو له مخې د هندوستان مهاراشترا ایالت کې د شانکار کوارده په نامه یوه سړي ځان ته دا جالبه ماسک جوړ کړی، چې د نورو هېوادونو ترڅنګ یې د ډېرو افغانانو پام هم ځان ته را اړولی. شانکار کوراده له رسنیو سره په … نور ولولئ