ژوند بڼه

هغه سپی چې ۲۶ توپونه يې خوړلي وه

Advertisements خبريال: مدثر دعوت په انګلستان کې يو الماني نسله سپي د ګلف لوبې ۲۶ توپونه خوړلې وه. دا سپی الفي نومېږي او پر خاوند يې خورا ګران دی، د ګلف لوبې لوبغالې کې د تمريناتو په مرکز کې يې ۲۶ توپونه خوړلي وه نو ځکه يې ژوند ژغورنې ته اړتيا درلوده. الفي لس کلن دی ، د توپونو تر څنګ يې دستکشې او د لرګيو ډېرې ټوټې يې خوړلې وې. دا ټول مالومات هغه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د جنسي تېري په جرم تر ۳۰ کلن بند وروسته کورونا وواژه

Advertisements خبريال: مدثر دعوت يو جنسي تېری کوونکی چې د مرګ په سزا محکوم شوی و، تر ۳۰ کاله زندان تېرولو وروسته د کورونا وایروس له امله مړ شو. امريکايي ريچارډ سټيليټ د سان کوينټن په زندان کې وروسته له هغې ومړ چې د دولت لخوا يې د مرګ انتظار کاوه. د کلفورنيا ايالت د اصلاحاتو او بيارغونې رياست په وينا، د ريچارډ مړينه د کورونا وایروس له امله رامنځته شوې، ځکه د دې ايالت … نور ولولئ

سپورټ

حضرت الله ځاځي په څلوریزه سوپر اوور وګاټه او اصغر افغان ته یې ماتې ورکړه

Advertisements یاران سپورټ د کرکټ بورډ د کنټرول تر چتر لاندې شل اوریزو تمریناتي سیالیو په ترڅ کې نن افغان ځوانانو د سوپر اوور په پنځم توپ د حضرت الله ځاځي د څلوریزې په پایله کې د اتلانو له لوبډلې څخه په پرله‌پسې توګه درېیمه بريا هم خپله کړه. د روانو شل اوریزه تمریناتي سیالیو په ترڅ کې نن افغان ځوانانو د سوپر اور په پنځم توپ د حضرت الله ځاځي د څلوریزې په پایله … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د نړۍ لس ډوله حیرانونکي بوټونه او څپلۍ

Advertisements ژباړه: عایشه حیدري بوټونه او څپلۍ د جامو یوه اړینه برخه ده او هر انسان که زوړ وي او که ځوان، ښځه وي او که نارینه، د بوټونو او څپلیو په پښو کولو ته اړتیا لري او د نړۍ هېڅ داسې وګړی به ونه مومئ چې پرته له بوټونو او څپلیو څخه ژوند وکړي. د تاریخ په اوږدو کې ډېرو کسانو داسې بوټونو او څپلۍ جوړې کړي او ګټه یې ورڅخه اخیستې چې خورا … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

مېمله باغ ته سېلانیان ور مات شوي

Advertisements لیکنه سمیع الله درانی د مېملې یا نېملې باغ، چې په هېواد کې له تاریخي ځایونو بلل کېږي، په دې وروستیو کې د ننګرهار خوګیاڼو ولسوالۍ د مېملې په سیمه کې د امنیت له نسبي ښه‌والي سره دې بڼ ته د سېلانیانو ورتګ زیات شوی دی. هغه کسان چې خوګیاڼو ولسوالۍ ته له ښار او یا هم نورو سیمو او ولایتونو څخه ځي، د مېملې باغ لیدل یې ارمان وي او خامخا د ورتللو … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

له مشهورې، خو بېوزله سندرغاړې سره د افغان حکومت مرسته

Advertisements خبريال: مدثر دعوت افغان حکومت د پښتو ژبې له مشهورې سندرغاړي زرڅانګې سره نغدي مرسته وکړه. زرڅانګه د هنر هغه نوم دی چې په پښتو ژبه يې ورته په خپل خواږه غږ کلونه کلونه خدمت کړی چې په لر او بر کې بې شمېره مينه‌وال لري. خو د څو کلونو راهيسي زرڅانګه له خپلې بېوزلۍ څخه ځورېږي او په يوه کنډواله کورکې ژوند کوي. که څه هم دې د خپلې ځوانۍ په موسم کې … نور ولولئ

سپورټ

په انګلستان کې ولې لا هم تفريحي کرکټ ته اجازه نشته؟

Advertisements خبريال: مدثر دعوت په انګلستان کې لا هم تفريحي کرکټ ته اجازه نشته. انګلستان به د جولای په اتمه نېټه د کورونا وايروس تر بنديزونو وروسته يو ځل بيا د نړيوال کرکټ کوربه وي، خو لا هم په دې هېواد کې بېله رسمي کرکټه نور تفريحي کرکټ ته اجازه نه ده ورکړل شوې. د انګلستان لومړي وزير په يوې مرکې کې د کورني کرکټ د نه پيلېدلو په اړه تشريح ورکړې او د تفريحي … نور ولولئ

افغانستان

د افغان، اذربایجان او ترکمن ولسمشرانوګډه غونډه؛ د سوداګریزو بندرونو د معیاري کیدو ژمنې وشوې

Advertisements راپور: بشر درویش د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان هیوادونو د جمهوررئیسانو ترمنځ درې اړخیزه ناسته د افغان ولسمشر محمداشرف غني په نوښت پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه. ارګ وايي، په دغه ویډیو کنفرانس کې جمهوررئیس غني د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف او د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره د اذربایجان او ترکمنستان د هر اړخیزو همکاریو او لاجورد دهلېز … نور ولولئ

افغانستان

په جمعیت ګوند کې تازه کشمکش؛ ایا د رباني لرې کول به د ګوند د ویش سبب شي؟

Advertisements ژباړه: نسیمه محمدي د افغانستان د جميعت اسلامي ګوند د مشرتابه پلاوي يو شمېر غړو د ګوند د اجراییه رییس عطا محمد نور په مشرۍ په جوړه شوې غونډه کې اعلان کړه، چې دوی صلاح‌الدین رباني د ګوند له ریاست څخه لرې کړی دى. صلاح‌الدین رباني نېږدې یوه لسیزه د مخه د پلار(برهان‌الدین رباني) تر وژل کېدو وروسته د ګوند مشر وټاکل شو، چې د افغانستان پخوانی ولسمشر او د جميعت ګوند بنسټ ایښودونکی … نور ولولئ

سپورټ

په IPL کې د ډیویلرز غوره شوې لوبډله؛ یو افغان هم پکې شته!

Advertisements د سویلې افریقا کرکټ ملې لوبډلې مخکښ توپوهونکې اي بي ډي ویلرز د هندوستان په کورنیو آی پي ایل سیالیو کې خپل د خوښې یوه ۱۱ کسیزه لوبډله ټاکلې. په یاده لوبډله کې د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه سلو توپ اچونکی راشدخان ارمان هم شته، چې د ډيویلرز لخوا غوره شوی. یاده ۱۱ کسیزه لوبډله په دې ډول ده: وریندر سیواګ، روهیت شرما، ویراټ کوهلي، اي بي ډیویلرز، بین سټوکس، ایم ایس … نور ولولئ