ټیکنالوژي

اروپا کې پر پاکستان نړيوال هوايي شرکت باندې بنديز ولګېدی

Advertisements خبريال: مدثر دعوت د پاکستان د دولتي هوايي شرکت د کيرير د خرابېدو له امله د ۶ مياشتو لپاره اروپا ته د ياد شرکت پر الوتونو بنديز ولګېدی. د اروپايي اتحاديې د هوايي خونديتوب ادارې(اياسا) د جولای د لومړۍ نېټې څخه تر راتلونکو شپږو مياشتو پورې د پاکستان نړيوال هوايي شرکت (PIA) څخه د “دريم هيواد د چلونې” اختيار بيرته واخيستی،چې دا بنديز به په انګلستان کې هم پلی کيږي. دا پرېکړه وروسته تر … نور ولولئ

سپورټ

سیداجمل: پاکستان له انګلستان څخه ټېسټ لوبه نشي ګټلای

Advertisements لیکنه: سمیع الله درانی د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني اف برېک توپ اچوونکي سید اجمل ویلي چې انګلستان په ټېسټ لوبو کې ښې تجربه لري او پاکستان به درې واړو ټېسټ لوبوکې مات کړي. د هغه د خبرو یوه برخه د پي ټي سپورټ راخیستې او د هغه له قوله یې لیکلي، چې که پاکستان له انګلستان یوه لوبه هم وګټي، دا به د پاکستان لپاره ستره توره وي. پاکستان کرکټ لوبډلې د جون … نور ولولئ

افغانستان

د جوجیتسو نړیواله درجه بندي؛ افغان لوبغاړی بیا هم لومړي مقام کې راغلی!

Advertisements د افغانستان د جوجیتسو تکړه لوبغاړی حسین بخش صفري د جوجیتسو په نړیواله درجه بندي کې سږنی کال هم په لومړي مقام کې راغلی. د راپورونو له مخې د جوجیتسو نړیوال فدراسیون د جوجیتسو لوبغاړو ترمنځ نړیواله درجه بندي خپره کړه، چې پکښې افغان لوبغاړی حسین بخش صفري یو ځلې بیا لومړی ځای خپل کړی. د جوجیتسو یاد نړیوال فدراسیون د فول کانتکت په رشته کې د ازادې مبارزې افغان لوبغاړې ته ۲۰۰ نمرې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

دېرش ټولنیز نزاکتونه

Advertisements  ژباړه او زياتونه: مليحه ناصري ټولنیز نزاکتونه او عادتونه له کورنیو عادتونو سره توپیر لري. هغه کار چې کور دنننه امکان لري، شوني نه ده چې هغه د دباندې هم وشي. ځينې ټولنیز عادتونه شته، چې د انسان خپل دریځ خرابوي، باید پام ورته وشي او اصلاح شي. ۱- نورو کسانو ته ځير کتل؛ په ځانګړي ډول د ډوډۍ خوړلو پر وخت ښه کار نه دی، باید تکرار نشي. ۲- د نورو خبرې په … نور ولولئ

پوهنه

کرونا وایروس او د زده‌کونکو ستونزې

Advertisements لیکنه: عایشه حیدري د تېر ۲۰۱۹ زېږدیز په ډېسمبر کې د کرونا وایروس یا کووېډ ۱۹ لومړنۍ پېښې د چین په وهان ښار کې ولیدل شوې، او تر هغه وروسته دغه وبا په چټکۍ د افغانستان په ګډون د نړۍ کابو ټولو هېوادونو ته خپره شوه چې تر دې مهاله په دغه وایروس تر لس میلیونو ډېر انسانان اخته شوي او تر ۵ لکه تنو زیات انسانان یې وژلي او د نړۍ اقتصادي، روغتیايي … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د کوچني عکس د دې لامل شو، چې خلک پر اروا عقیده پيدا کړي

Advertisements ژباړه: نسیمه محمدي د Reddit یوه کاروونکي، د خپل زوی یو انځور خپور او د دې لامل شو چې نور کاروونکي پر اروا عقیده پيدا کړي. د FizzyDrink113 په نامه کاروونکي په Raddit وېبپاڼه کې، د خپل زوی یو انځور خپور کړ او دا چاره د دې لامل شوه، چې نور پر اروا عقیده پيدا کړي. هغوی د ټلوېزیون پر پرده د ماشوم د انځور له خپرېدلو ووېرېدل. په انځور کې، ماشوم په پټو … نور ولولئ

سپورټ

په یو ورځنیو سالیو کې ډېر د لوبو غوره ټاکل شوي لوبغاړي

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي  د کرکټ په سیالیو کې د لوبې غوره لوبغاړي جایزه هغه چا ته ورکول کېږي، چې د خپلې لوبډلې لپاره ډېر ګټور تمام شي او لوبو د ده په وسیله وګټل شي. کله چې یوه لوبغاړې ته دا جایزه ورکول شي، هغه هڅه کوي په راتلونکو لوبو کې هم له ځانه ښې وړتیاوې وښیي او تل په دې هڅه کې وي، چې یو ځلې بیا خپلې لوبډلې ته لوبه وګټي او … نور ولولئ

سپورټ

په شل اوریزو لوبو کې تر ټولو زیات بولډ اوټونه

Advertisements لیکنه: سمیع الله درانی د کرکټ نړۍ کې کرار یا سپېن بالرانو او فسټ بالرانو د نورو ډولونو اوټونو سربېره بولډ اوټونه هم کړي دي. تر نورو اوټونو یا سوځولو د کرکټ مینه‌وال له بولډ اوټ څخه زیات خوند اخلي. دلته هغه سپېن یا کرار توپ اچوونکي درپېژنو چې تر نورو یې په شل اوریزو لوبو کې زیات بولډ اوټونه کړي دي. په دې ډول اوټونوکې د بنګله‌دېش غوره الراونډر شکېب الحسن ډګر ګټلی … نور ولولئ

افغانستان

ویاړ؛ راشدخان شل اوریزه سیالیو کې د نړۍ تر ټولو ارزښتمن لوبغاړی راغلی!

Advertisements د ویزډن په نوم یوې هندۍ نړیوالې ورزشي ویبپاڼې د خپلې میاشتنۍ مجلې په خپرولو سره افغان لوبغاړی راشدخان ارمان شل اوریزه لوبو کې د ۲۱مې پيړۍ تر ټولو ګټور او ارزښتمن لوبغاړی اعلان کړی. یاده ورزشې ویبپاڼه د کرکټ په نړۍ کې ډېر لیدونکې او لوستونکې لري، چې د هر لوبغاړي لوبې یې څېړلې او د هغه کارکردګۍ ته په کتلو سره یې نمرې ورکړې. د یادو نمرو په اساس افغان لوبغاړی راشدخان … نور ولولئ

افغانستان

هلمند کې د کب او هېلیو روزنه؛ دوه ستر فارمونه یې ورغول شول

Advertisements راپور: بشر درویش د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کب او هېلیو روزنې فارمونه ورځ تر بلې ډېریږي او په دې برخه کې د خلکو لېوالتیا ډېریږي. د افغانستان د کرنې وزرات یوه خبرپاڼه کې د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو له قوله ویلي، چې د هلمند د کرنې ریاست له خوا تېر کال ددې ولایت په څېړنیز فارم کې د کب روزنې دوه … نور ولولئ