ټولنیز ژوند

د وینې ورکولو په اړه ۱۰ لارښوونې

ژباړه: ملیحه ناصري هر وخت مو چې د وینې ورکولو تکل درلود، باید دا لارښوونې هرومرو په پام کې ونیسو: ۱- تر وینې ورکولو مخکې اوبه څښل ځینې وخت تر وینې ورکولو وروسته، سړی د ګیچوالي او کمزورۍ حس کوي، حتا ځينې کسان بې هوښه کېږي. د دې خبرې اصلي لامل د وینې د فشار ټيټېدل دي. که تر وینې ورکولو دمخه یو ځل د شپې او بیا د وینې ورکولو پر سهار ډېرې اوبه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په دې وختونو کې د نجونو ژوند هم د کرونا ښکار شوى

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ داسې ډېرې کورنۍ شته چې خپل لور یا خپل خور یا هم د کورنۍ هر غړی چې وي په کم عمر کې ودوي. دا ودونه ځینې یې دلیلونه لري، لکه د دښمني لپاره یا هم وایي چې د هغه په نامه ده، ښه دی چې ژر یې واده کړو یا هم د خراب فکر له امله خپل لور ژر ودوي، چې یې له خپلې غاړې خلاصه کړي، نه یې مکتب ته پرېږدي … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د اروايي سکون او خوښۍ راز

ژباړه: عایشه حیدري ژوند کول دومره هم اسانه نه دي چې مونږ فکر کوو، ځکه ځینې وختونه ژوند دومره ستونزمن کېږي چې مونږ هیله لرو چې کاش تر زېږېدو وړاندې مو د خپل ژوند یو تجربوي پړاو هم درلودلی، تر څو د ژوندانه د ستونزو او ناخوالو جاج مو له وړاندې اخیستی وای، خو دا چې دغه چاره ناشونې ده نو بویه چې د ژوند لپاره ځانګړي اصول، تګلارې او منظم پلان و لرو، تر … نور ولولئ

پوهنه

ذهن او يوگاه

لیکنه: شرف الدین عظیمي نن د جون ۲۱مه د یوګاه ورزش نړیواله ورځ وه، دا ورځ له ۲۰۱۴م څخه وروسته د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې نمانځل کېږي او د هند په وړانديږ نړیوالې ټولنې وړاندیز شوې وه او نړیوالې ټولنې هم منلې چې یوه نړيواله ورځ شي او اوس په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي. یوګاه ته د یوه طراحي شوي علمي سیسټم په سترګه کتلی شو، چې په بدن او ذهن کې راټول … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د ژوند انقلاب د خدای حکمت دی

ژباړه: نسیمه محمدي ژوند ډېر ساده دی، له هماغه لاس څخه چې یې اخلو، بېرته یې له هماغه لاسه ورکوو. د ځان په اړه چې هر ډول فکر/ اندېشه ولرو، راته په واقعیت بدلېږي. زه باور لرم، هر څوک زما په شمول، د ټولو هغه څیزونو لپاره چې په ژوند کې رامنځته کېږي، مسوول دي. هر فکر/ خیال چې زموږ له ذهن څخه تېرېږي، راتلونکې مو جوړوي. د خپل او نورو د ژوند په اړه … نور ولولئ

سپورټ

په یو ورځنیو لوبو کې د زیاتو هېټریکونو ترسره کوونکي بالران

لیکنه: سمیع الله درانی په یو ورځنیو لوبو کې هېټرېک کول یا پرله‌پسې درې وېکټې اخیستل ډېر کم واقع کېږي، ځکه یو ورځنیو لوبو کې توپوهونکي په پوره حوصلې سره لوبېږي. خو بیا هم ځینې توپ اچوونکي شته چې یو په ورځنیو او نورو لوبو کې یې هېټرېکونه کړي دي. لسېت ملېنګا له ۲۰۰۷م څخه تر دې دمه په یو ورځنیو لوبو کې په زیاتو هېټرېکونو کې میدان ګټلی دی. هغه په یو ورځنیو لوبو … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

تر رسمي دندې وروسته د روسیې د ولسمشر پوتین کارونه!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغو کارونو نومونه واخیستل، چې له خپلو رسمي کارونو څخه یې وروسته د فراغت پر مهال کوي. ولادیمیر پوتین د روسیې له یوه ټلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د فراغت پر وخت ورزش، مطالعه او یا هم موسیقي اوري. تر دې مخکې ډېر داسې راپورونه ورکول کېدل، چي پوتین د فراغت پر وخت یوازې ورزش کوي. پوتین ویلي وو، چې د سامبو … نور ولولئ

سپورټ

مجیب: توپ په «لاړو» نه کول راته زیاتې ستونزې جوړوي

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سلو توپ اچونکې مجیب الرحمن ځدران د آی سي سي یا کرکټ نړیوالې شورا پر هغې پرېکړې خواشیني ښودلې، چې له مخې یې توپ اچوونکې نور نشي کولای چې توپ په لاړو کړي. مجیب ځدران د طلوع نیوز سره په مرکه کې ویلي، په ځینو وختونو کې توپ هېڅ په ګوتو کې نه نیول کېږي، نو بیا ښه توپ اچونه په ډېرې سختۍ سره ترسره کېږي. … نور ولولئ

سپورټ

د پاکستاني لوبغاړو معاینه؛ د کرونا مثبت ټیسټ لرونکي، له لوبډلې پاتې کیږي

لیکنه: محمدصابر حمیدي ټاکل شوې پاکستان او انګلستان کرکټ ملي لوبډلې له اوږده ځنډه وروسته یو د بل پر وړاندي درې شل اوریزه او درې بیا ټیسټ لوبې ترسره کړي. انګلستان او پاکستان هېوادونه لومړی درې ټیسټ لوبې د جولای له ۳۰ مې بیا د اګسټ میاشتې تر ۲۴ مې نېټې پورې ترسره کوي. همدارنګه له هغه وروسته به دا دوه هېوادونه درې شل اوریزه لوبې د اګسټ په ۲۹مه، د اګسټ په ۳۱مه او … نور ولولئ

افغانستان

ساده خوشحالۍ؛ ICC دا جمله دې افغان ماشومانو ته کارولې!

آی سي سي یا د کرکټ نړیوالې شورا پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې د دریو افغان ماشومانو هغه انځور خپور کړی، چې د کرکټ په لوبه بوخت دي. دې انځور کې درې افغان ماشومان د کرکټ کولو په حال کې دي، چي یو ماشوم توپوهنه، بل ماشوم توپ اچونه او درېیم ماشوم بیا ډګر ساتنه کوي. د کرکټ نړیوالې شورا د دې انځور سره د «ساده خوشحالۍ) جمله لیکلې، چي د ډیرو کورنیو او بهرنیو … نور ولولئ