بریا او پرمختګ

د ۲۰۲۱ز کال اسکار مراسم وځنډېدل.

خبريال: مدثر دعوت د ۲۰۲۱ز کال اسکار د ۹۳يم پړاو مراسم د دوو مياشتو لپاره وځنډول سوه. د سېنما د نړۍ د تر ټولو معتبرو جايزو مراسم چې د اسکار په نوم ياديږي د راتلونکې کال د فيبروري د ۲۸مې نېټې څخه د اپريل مياشتې ۲۵مې نېټې ته وځنډول سوه. د کرونا وېروس چې په نړۍ کې يې هر ډول فعاليتونو ته خنډونه پېښ کړه د سېنما نړۍ يې هم بې زيانه پرېنښوده. د نړۍ … نور ولولئ

سپورټ

عرفان پټان؛ که څلورم نمبر توپ وهونکی وای، نړیوال جام مو ګاټه.

د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني کیڼ لاسي چټک مسلمان توپ اچوونکي عرفان پټان له سټار سپورټ تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، که د ۲۰۱۹ ز کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې د هند کرکټ لوبډلې څلورم نمبر هیټر توپ وهونکی درلودای؛ نو هندوستان د دویم ځل لپاره نړیوال پنځوس اووريز کرکټ جام خپلاوه. عرفان پټان دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې د هندوستان کرکټ د ۲۰۱۹ ز کال نړیوال پنځوس اووریز … نور ولولئ

سپورټ

شهزاد محمدي له برېنډن مکالم سره یو شان روان دی

د کرېک ټرېکر وېبپاڼې په یو انځور کې د شهزاد محمدي او نیوزلېنډي برېنډن مکالم پرتله کړې او ویلي یې دي، چې شهزاد محمدي د وېکټ ساتونکي توپ وهونکي په توګه ۱۳ نیمه سلیزې وهلي، خو کله چې مو د شهزاد د کرکټ کریئر وکوت، هغه ۱۲ نیمه سلیزې جوړې کړي دي. برېنډن مکالم هم ۱۳ نیمه سلیزې او دوه سلیزې وهلي دي. شهزاد محمدي بیا شل اوریزو لوبو کې یوه سلیزه لري او ۱۱۸ … نور ولولئ

سپورټ

د فوټبال مسلمان لوبغاړی محمد صلاح ۲۸ کلن شو

د مصر هیواد د فوټبال ملې لوبډلې او انګلستاني کلب لیورپول تکړه بریدګر لوبغاړی محمدصلاح نن دوشنبه ۲۸ کلن شو. محمدصلاح په ۱۹۹۲م کې د جون میاشتي په ۱۵مه نېټه د مصر هیواد په بسیون ښار کې زېږېدلی. مسلمان محمدصلاح انګلستانۍ لوبډلې لیورپول ته د راتګ سره سم خپل د لوبو اوج ته ورسېد او زیات شمېر پلویان یې پیداکړل. محمدصلاح د لیورپول څخه مخکې د المقاولون العرب، بازل، چلسي، فیورنتینا او رُم کلبونو لپاره … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

بریا ته د رسېدلو پر مهال شته خنډونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل هرڅوک د بریا په لټه کې دی او هېڅوک په پروګرام‌جوړونې سره، د ماتې په لور نه ځي، بلکې د ځینو خنډونو شتون د دې سبب کېږي، چې بریا ته له رسېدلو څخه پاتې شو. ډېری کسان مشخصې موخې او پروګرامونه لري او خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره هڅه کوي. هغوی کلونه کلونه خپلو موخو ته د رسېدو په لاره کې ګامونه پورته کړي، خو څو کاله وروسته هغه پرمختګ … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د ژوند د ښه کېدلو لپاره شل ټکي

ژباړه: عطا محمد میاخېل د هر چا خوښېږي چې ښه ژوند ولري، څه له مالي او مادي پلوه او څه هم له اروایي او د دنننۍ آرامتیا له پلوه، زموږ ټولو خوښېږي، چې ښه ژوند ولرو. که هوډ لرئ، چې خپل ژوند ته بدلون ورکړئ او د خپل ژوند ښه کېدل ووینئ، نو بسنه کوي، چې لاندې شل ټکي هرومرو ولولئ او پلي یې کړئ. شک مه کوئ، په لږ تمرین سره تاسو دا کارونه … نور ولولئ

افغانستان

لوګر کې د کوچيانو لاسنيوی؛ هر وري ته ۲۵ کیلو ګرامه خوراکي توکي ورکول کيږي

راپور: بشر درویش افغان چارواکو ويلي چې په لوګر ولایت کې یې «د کوچیانو د وریو د مزي کولو» برنامه پیل کړې ده. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له لورې په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي؛ ددې وزارت اړوند د « CLAP » پروژه د «DCA» دفتر په تخنیکي همکاریو د لوګر په ولایت کې د کوچیانو د وریو د مزي کولو برنامه پیل کړی دی. ټاکل شوې، چې ددې برنامې په لړ … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ناکامي د بریا لپاره تمرین دی

لیکنه: حنیفه مومند د نړۍ ډېری کسان له ماتې وېره/ ډار لري. دوی پر دې باور دي چې تل باید انسان بریالی وي او که ناکام شو، نو د خلکو له نظره لوېږي، چې دا په خپل ذات کې د یوه انسان ستره تېروتنه ده که ناکامي/ ماتې نه وای، نو د بریالیتوب ماهیت به هم نه و. ټول به په یو مسیر روان وو، خو همدا پر ځمکه لوېدل انسان ته د بیاپورته کېدلو … نور ولولئ

خواړه

طالبي؛ کوچنی خو ګټور خټکی

ژباړه: نسیمه محمدي اوړى د رنګارنګ او خوندورو مېوو موسم ته دی. طالبي هم د دې فصل یو له ډېرو مينه‌وال لرونکو مېوو څخه دی. طالبي د کدوئیان(Cucurbitaceae) د کورنۍ له مېوو څخه، یو ډول کوچنی خټکی دی. د خوړلو تر څنګ یې په جوس او څاښتي خوړلو هم زیاتولی شو. دا مېوه د رنګ او خوند ترڅنګ ډېری وېټامینونه، معدني مواد او مهم انتي اکسیدانونه لري. په مطلب کې د دې خټکي په اړه … نور ولولئ

افغانستان

هلمند: بُست تصدۍ بیا فعالیږي او سږکال به ۶۵ زره او ۲۳۱ ټنه پنبه توليد شي

راپور: بشر درویش افغان بزگران له ډېر پخوا راهيسي پنبه دانه کري. یو وخت افغانستان په سیمه کې د پنبې او نخي کاليو ستر تولیدوونکی هېواد وو. په افغانستان کې د پنبې ډېرې کارخونې هم شتون درلود، چې په زرونو کسانو په کې کار کاوه. خو د څو لسیزو ناخوالو او جګړو یاد صنعت هم ټکنۍ کړ. په دې ورستیو کلونو کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې د پنبې کارخونې یووار بیا فعاله شوې … نور ولولئ