ادبیات

مورې ناروغه مورې! – شعر

شعر:شپنه سلګۍ مورې ناروغه مورې! زه دې د ځان سره ناروغه کړمه درته کتى نه شمه مورې!له کله نه چې ناروغه شوې يې ته ما له هغې ورځې نه ستا په هندارو ليونو سترګو کې ځان ته کتلې نه دي سترګې دې نه غړيږي ما له هغې ورځې نه ستا مهربانه سترګې د خپل اسمان د سپوږمۍ په پلوشو باندې مينځلې نه دي مور جانې يه مورجانې! اخر ته ولې ماته غږ نه کوې؟ سترګې … نور ولولئ

ځوانان او زده کړې

یو څوک باید ولرې (د لړۍ تحلیل و تاثر)؛ زموږ ژوند او پیغام

لیکنه: سعید خان صایم څو میاشتي کېږي په یاران وېب پاڼه کې داغلې مهر تاج د لیکنو یوه نوې لړۍ پیل شوې ده. دا لړۍ چې عنوان یې دی (یو څوک باید ولرې) د ډیریو پیغلو او ځوانانو د خوښې وړ ګرځېدلي. ما دا ټولې لیکنې له لومړۍ برخې تر اوسه له کمنټونو او د هېوادوالو له نظریاتو سره لوستي، غواړم دلته یې په لنډو کې له خپل لیدلوري تحلیل کړم. دا لیکني د یوې … نور ولولئ

خوندیتوب

د پرله‌پسې اېشول شوو اوبو زیانونه

ژباړه: عایشه حیدري عامه ذهنیت دا دی چې د اوبو اېشول، په اوبو کې موجود میکروبونه او مضرې بکټریاوې وژني، چې دا خبره تر یوې کچې سمه ده، خو کله مو فکر کړی دی چې د اوبو بیا بیا اېشول او ترې ګټه اخیستل څه زیانونه لري؟ د هارورډ د پوهنتون د څېړونکو په وینا، د اوبو په اېشولو سره په د اوبو په ترکیب کې ځينې ژور بدلونونه را منځته کېږي، په اوبو کې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

له ستونزو تېښته، د حل لاره نه ده

ژباړه: خالد دانشيار سيدي تاسې به له خلکو اورېدلې وي چې ژوند اسانه نه دی. هو رښتيا ده، که چېرې ژوند اسانه وای، خوندونه به يې نه و. ژوند له ټولو چارو سره د مبارزې په معنا دی، چې په يو وخت کې له مختلفو ستونزو سره مخ کېږو، خو بيا هم دا ځانګړی خوند لري. موږ ټول په ورځني ژوند کې ډېرې ستونزې لرو، او ورسره مخ کېږو. اکثره وخت راته ډېره ستونزمنه وي … نور ولولئ

خوندیتوب

مور او پلار باید د ماشوم د غوښتنو پر وړاندې ډېر حساس وي او مینه ورکړي

ليکنه: شپنه سلګۍ محبت د ماشوم او هغه چا ترمنځ چې ورڅخه ساتنه کوي د ارتباط يوه ګټوره وسيله ده او د ماشوم لپاره يو باارزښته رواني او ټولنيز فکټور دی. د يوه بنيادي اعتماد د لرلو لپاره د خوندي، ډاډمن ارتباط موجوديت، محبت او مهرباني ډېر ضروري دي. په لومړيو کې ماشوم دوه ډوله رفتار کوي، تمايل او رغبت له هغه چا سره چې ورسره نږدې دي او يا چې له هماغه شخص څخه … نور ولولئ

سپورټ

درېیم پاکستانی لوبغاړی هم په کورونا اخته شو

لیکنه: سمیع الله درانی  د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې ۴۰ کلن پښتون کرکټ ټولچاری شاهد افریدي په کورونا ناروغۍ اخته دی. هغه په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د تېرې پنجشنبې شپې راهیسې یې سخت سر درد او وجود درد درلود، چې کله یې د کرونا ټېسټ وکړ، نو پایله یې مثبته وه. نوموړي له خلکو غوښتي، چې د ژر رغېدلو لپاره د دُعا لاسونه لپه کړي. پاکستان کې د افریدي په ګډون درې پاکستاني کرکټ … نور ولولئ

اقتصاد

هغه تېروتنې، چې مدیران یې کوي او د کارمندانو انګېزه له منځه وړي

ژباړه: عطا محمد میاخېل کارمندانو ته د انګېزې ورکړه د مدیرانو له اصلي دندو څخه ګڼل کېږي، چې په پای کې د سازمان د بریا سبب ګرځي. ډېری مدیران دې مسئلې ته پام نه کوي، خو حقیقت دا دی چې د کارمندانو بې انګېزې اوسېدل، د دې سبب ګرځي، چې کارو بار یې په اوبو لاهو شي. لاندې د مدیرانو په هغو تېروتنو باندې رڼا اچول کېږي، چې د کارمندانو د بې انګېزې‌توب سبب ګرځي. … نور ولولئ

افغانستان

د سوک وهنې افغان لوبغاړي یما سعیدي خپل ګانايي سیال ته ماته ورکړه!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د سوک وهني تکړه لوبغاړي یما سعیدي تېره شپه د ګانا هیواد د تکړه لوبغاړي جي سپینسر سره د سیالي ډګر ته کښته شو، چي افغان لوبغاړي د ګانا هیواد یاد لوبغاړي ته ماته ورکړه او ګټونکی اعلان شو. د رسنیو د معلوماتو له مخي یما د جرمني په برلېن هیواد کي د جي سپینسر په وړاندي لوبه ترسره کړه، چي یما د لوبي په وروستي پړاو کي د زیاتو … نور ولولئ

سپورټ

فوټبال؛ له اوږده ځنډه وروسته د میسي لوبډله بارسلونا نن لوبه لري!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د اسپانیا هېواد لالیګا لیګ د ۸۹یم پړاو سیالۍ د کرونا وایروس له امله د مارچ میاشتې له ۱۰مې څخه درېدلې وې، چې یو ځل بیا د تیري پنجشنبې په ماخستن له مینه‌والو پرته پيل شوې. د لالیګا لیګ د ۲۷ اونیو سیالۍ ترسره شوې وې، خو د ۲۸مې اونۍ پر لوبو یې د کورونا ویروس له امله ځنډ ولګېد. د دې لیګ د ۲۸مې اونۍ لوبو کي نن ماخستن ۱۲نیمي بجې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د اسيا د ځغاستې اتله له څلور کلن بنديز سره مخ شوه

خبريال: مدثر دعوت د اسيا د ځغاستې اتله او د سرو زرو د مډال ګټونکې ګوماتي ماريماتو د څلور کلونو لپاره له هر ډول ورزشي فعاليت څخه منع شوه. ماريماتو چې له هندوستان هېواد څخه ده، دوه ځلې يې د ناقانونه درملو ازموينې مثبته پايله ورکړې. ويل کېږي، دې د ۲۰۰۱۹ز د ځغاستو په سياليو کې چې کوربتوب يې د قطر هېواد کوي، داسې درمل خوړلي چې د بدن قوت ډېروي او د لوبو پر … نور ولولئ