په زړه پورې

نړۍ او کرونا؛ تېره ورځ تر بل هر وخت ډېري ۱۳۶ زره پېښي ثبت سوي

خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کي په کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ د اخته سوو کسانو شمېر تر ۷،۵ مېلیونو اوښتی او هره ورځ تر یو لک ډېري مثبتي پېښي د نړۍ په لر او بر کي ثبتیږي. تېره ورځ بیا په نړۍ کي د ویروس په ریکارډ کچه لوړ شمېر ثبت سو، چي څه باندي یو لک او ۳۶ زره مثبتي پېښي وې. وړمه ورځ ۱۳۵ زره، تر دې وړاندي ۱۳۰ … نور ولولئ

پوهنه

د نوح (ع) د بېړۍ پاتې کېدل د قرآن کریم د عبرت هنداره

ژباړه: نجم الرحمن ناصري په ۱۹۵۹م یوه ترکي پیلوت د ورسپارل شوي ماموریت پر بنسټ د ترکیې د ژئودتیک موسسې لپاره له هوا څخه د ځمکې څو انځورونه پورته کړل. د انځورونو ترمنځ یو انځور و چې یوې وړې بېړۍ (قایق) ته ورته کېده. غټه بېړۍ (قایق) چې د یوې غونډۍ (تپه) پر سر د آرارت غرونو په شل کیلو مترۍ کې پرته وه. هوايي انځور له یوه غره سره د بېړۍ لګېدلو ښکارندویي کوله، … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د بریالیو کار کوونکو او کار رامنځته‌کوونکو د وخت مدیریت

ژباړه: عطا محمد میاخېل څو کاله مخکې مې په ټوله نړۍ کې د کارو بار د ۲۰ زره خاوندانو په اړه یوه نړیواله څېړنه ترسره کړه، ډېری کار رامنځته کوونکي، چې ورسره اړیکه مې لرله، میلیونران وو. هغوی په سترو او هوښیارانه نظریاتو (آیډیاوو)، سختو کوښښ او دغه راز د وخت د مدیریت عادت باندې په تکیه کولو سره، بریا ته رسېدلي وو. دا بریالي کسان په ښه توګه پوهېدل، چې څنګه له وخت څخه … نور ولولئ

پوهنه

د نړۍ تر ټولو وېروونکې سیمې

ژباړه: ملیحه ناصري ښايي د دې لیکنې په لوستلو او انځورونو په لیدو داسې وانګېرئ چې دا ډول ځایونه به اصلاً نه وي، ځکه هېڅ مو باور نه پرې کېږي چې نړۍ دې د ښکلو ځایونو تر څنګ خورا وېروونکې منظرې هم ولري. دلته مو ځینې درپېژندلي. ریسټارک پلایا دا سیمه کلفورنیا کې ده. د عجیبو لاملونو له امله د ګرځندویانو د پام وړ ګرځېدلې. دې ښویه دښته کې غټې درنې تیګې دي چې حرکت … نور ولولئ

ادبیات

څوارلس خورا انرژي بښونکې جملې

ژباړه: ملیحه ناصري ۱- په یوازیتوب سره نړۍ نشم بدلولای، خو کولی شم یوه تیګه سیند ته ور واچوم چې ډېرې څپې خورې کړي. (مادر ترزا/ د خیریه چارو فعاله) ۲- د اقدام پر اړتیا باور لرم. پوهېدل بسنه نه کوي، پوهه به کاروو. غوښتل بس نه دي، باید یو کار هم وکړو. (لیوناردو داوینچي/مخترع او هنرمند) ۳- ځان ته مو هیلې جوړې کړئ، ګڼې بل کس به تاسو د خپلو هیلو لپاره وکاروي. (فیرا … نور ولولئ

ادبیات

د مینې په اړه د لویانو خبرې

ژباړه: ملیحه ناصري مینه ګواښوونکی او پېچلی حس دی. کولی شي بد انسان په خورا ښه انسان بدل کړي، خو دا هم کولی شي چې ډېر ښه انسان په ډېر سپک انسان بدل کړي. (آګاتا کریستي) ژوند جنت دی! هغو ته چې خوږه مینه کوي، بې پروا محبت کوي او له نورو لږ تمه لري. (لیو بوسکالیا) پر دریو شیانو تکیه مه کوه: غرور، دروغ او مینه. انسان په غرور منډه اخلي، په دروغو یې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د خوشحاله کسانو لس ګډې ځانګړنې

ژباړه: ملیحه ناصري د مثبت‌پاله ارواپوهنې د پلار (مارټين سلیګمن) په اند ۶۰٪ خوښي جنیټيک او ۴۰٪ موږ پورې اړه لري. څېړنو ښودلې چې خوشحاله کسانو ترمنځ ځينې ګډې ځانګړنې شته چې دلته یې لس درته وایو: ۱- هغوی د ژوند له هرې شېبې خوند اخلي د ژوند ښایستونو ته وخت ورکول، خوښي زېږوي. د سرو ګلانو تر څنګ همداسې ساده مه تېرېږئ، ویې بویوئ. تر ټولو خوښ کسان د ژوند پر ډېرو وړو خبرو … نور ولولئ

سینما او موسیقي

چاپلېن؛ زه ډیرې ستونزې لرم، خو شونډې مې ترې خبرې نه دي او تل خاندي

ژباړه: ملیحه ناصري چارلي چاپلېن د ۱۸۸۹ز د اپرېل پر ۱۶ لندن – انګلستان کې وزېږېد. مور یې هانا چاپېلن وه. په انګلستان، سویس، امریکا کې اوسېدلی دی. کومېډي (خندنۍ) صامت فلمونه یې جوړول. څلور مېرمنې یې وې: میلدرد هاریس (۱۹۱۸ – ۱۹۲۰ز)، لیتا ګري ( ۱۹۲۴ – ۱۹۲۷ز)، ګدارد(۱۹۳۶ – ۱۹۴۲ز)، اونا اونیل(۱۹۴۳ -۱۹۷۷ز). دوه یې اولادونه و: سیدني چاپلېن (زوی)، ویکتوریا چاپلېن (لور). چاپلېن ډېر نامتو کومیډین، فلمي لوبغاړی، پروډيوسر، فلمنامه لیکونکی و … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د خوشحاله اوسېدلو اوولس لارې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري ۱- خوښي هېڅ وخت په بل څیز پورې مه تړئ! کله چې مو خوښي په دنده، زده‌کړو، بوختیاوو، اقتصاد… پورې تړو، له ستونزو سره مخ کېږو. خوښي یو دنننی حس دی نه بهرنی. ۲- د ځان پر وړادنې جدي مه اوسئ! د خپل ذهنیت له حده وتلي پېژندل اظطراب، سټرس او فشارونه راباندې ډېروي، نو نفس باید کنترول کړو او د ځان پر وړاندې بېخي جدي ونه اوسو. ۳- لاس … نور ولولئ

افغانستان

کرونا؛ هغه لیست چي د هر ولایت مثبتي پېښي پکښي لیدلای سئ

  خبریال: فضل الله فضلي په افغانستان کي په کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ یا کرونا وایروس باندي د اخته سوو کسانو شمېر ۲۳۵۴۶ ته پورته سو او هره ورځ تر ۵۰۰ ډېري مثبتي پېښي ثبتیږي. همداراز ۳۹۲۸ تنه له ویروسه روغ سوي، خو ۴۴۶ تنو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړئ دئ. دا هغه لیست دئ، چي په هر ولایت کي د کرونا د مثبتو، تداوي سوو او مړو سوو کسانو شمېر پکښي لیکل سوئ … نور ولولئ