افغانستان

ځلا ځاځۍ: کار مې وګورئ، بیا قضاوت وکړئ

Advertisements د خوست امنیه قومندانۍ د جنايي امریت د اداري چارو تازه ټاکل شوي امري مریم ځلا ځاځۍ په خپلي تازه مرکه کي ویلي، چي خلګ دي زما د کار په اړه اوس نه بلکي وروسته قضاوت وکړي. هغه وايي زه له ډېرو مشکلاتو سره دې دندې ته راغلې یم او غواړم خپل کار په داسي ډول وکړم، چي خلګ د ښځو له کارونو راضي اوسي. ځاځۍ زیاته کړه: «زما کورنۍ ډيره زیاته هڅولې یم، … نور ولولئ

سپورټ

په کابل کې د کرکټ لوبغاړو تمریناتي کمپ او د خلکو غبرګونونه

Advertisements لیکنه: سمیع الله درانی افغان کرکټ بورډ د جون په ۶ مه د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې افغان لوبغاړو په کابل کې د راتلونکو احتمالي لوبو لپاره تمرینات پیل کړل. په دغه کمپ کې ۲۲ لوبغاړي شامل دي، چې هره ورځ پکې پړاو په پړاو په نوبت پنځه پنځه لوبغاړي برخه اخلي. دغه کمپ تر یوې میاشتې دوام کوي. په دغه تمریني یو میاشتیني کمپ کې ځېنې لوبغاړي نه دي اخیستل شوي. … نور ولولئ

اقتصاد

د یوه نوي کار و بار د پیلولو لپاره شل کلیدي ټکي

Advertisements ژباړه: عطا محمد میاخېل د یوه نوي کارو بار پیلول او کار رامنځته کول، د ډېری کسانو موخه او هیله ده، خو دا موضوع ځانګړي تخنیکونه، اصول، قواعد، لارې چارې او تګلارې لري او له توپیري  فرصتونو، ګواښونو سره مل دی، چې باید هغو ته په دقت کولو سره، په دې کړنه باندې لاس پورې کړئ. د دې لیکنې په دوام  په شلو ټکو باندې رڼا اچول کېږي، له دې امله تاسو ته بلنه … نور ولولئ

افغانستان

د کندهار، ننګرهار، هلمند او کابل یو شمېر ځوانانو د ایران ظلم په سختو ټکو وغانده

Advertisements خبریال: فضل الله فضلي د ایران حکومت له پېړیو پېړیو راهسي افغانان نه خوښوي او په تاریخ کي یې د شدیدو ظلمونو یادوني سوي دي. له څه مودې راهسي یوځل بیا ایراني پولیسو ایران ته پر اوښتونکو افغان ځوانانو باندي سخت ظلمونه کړي دي. ایراني ځواکونو څو موده وړاندي د افغانستان لوېدیځ سرحد ته نږدې لسګونه افغان ځوانان د اوبو سیند ته واچول، چي له جملې یې تر ۱۶ ډېر کسان مړه سول. له … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

نړۍ او کرونا؛ په نړۍ کې د ویروس مثبتې پېښې له ۷ مېلیونو هم واوښتې

Advertisements خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کې د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ ورځنۍ مثبتې پېښې تر یو لک اوړي او د نړۍ په ډېرو زیاتو هېوادونو کې یې مثبتې پېښې ثبتېږي. اوس مهال د نړۍ په ۱۶ هېوادونو د کرونا وبا زرګونه مثبتې پېښې ثبتېږي، خو نن نیوزلینډ هېواد اعلان وکړ، چې د کرونا ویروس ته یې بشپړه ماته ورکړه او په هېواد کې يې ختم شوی دی. حکومت یې وايي … نور ولولئ

افغانستان

ولسي جرګې ته د ولسمشر ځواب؛ وزيران معرفي کوو، سرپرستي ژر پای ته رسوو

Advertisements راپور: بشر درویش د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، ولسمشر محمد اشرف غني نن مازیګر د ولسي جرګې رئیس میر رحمان رحماني او اداري پلاوي سره په ارګ کې وکتل. ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ په دې کتنه کې په پارلماني چارو کې د دولت وزیر ضیاالحق امرخېل وویل، په تېرو دوو اونیو کې مو د اړیکو جوړولو او همغږۍ زیاتولو لپاره ملي شورا سره کار کړی دی. د سیاسي اجماع هرکلی د … نور ولولئ

افغانستان

د کندهار ښار سټراټیژیک پراختیا پلان وروستی شو؛ دا پلان څو ګټې او موخې لري

Advertisements راپورونه: بشر درویش ښار جوړولو او ځمکو وزارت د ښار جوړولو معین روښان ولسمل په مشري او د کندهار ښاروال، یو شمېر ولایتي چارواکو، د ښار جوړولو او ځمکو وزارت په جوړښت کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ښارونو پراختیا پروژې مسوولینو او د وزارت یو شمېر نورو مسوولینو په ګډون د کندهار ښار سټراټیژیک پراختیا چوکات (SDF) پلان وروستي کېدو لپاره غونډه وشوه. د ښار جوړولو وزارت یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ … نور ولولئ

افغانستان

ګلبدین نایب: هڅه کوو له روان تمریناتي کمپ څخه ښه ګټه واخلو

Advertisements د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي ګلبدین نایب په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې هڅه کوي له روان تمریناتي کمپ څخه ښه ګټه واخلي. د ګلبدین نایب دا تازه څرګندونې افغان کرکټ بورډ په یوې ویډیو کې خپرې کړي. ګلبدین په نایب یادې ویډيو کې ویلي: «تر دې مخکې موږ دوې نیمې میاشتې کرنتین کې وو. دا تمریناتي کمپ زموږ لپاره ډېره ښه زمینه برابرولا شي. کومې لوبې چې دوې میاشتې … نور ولولئ

افغانستان

کرونا؛ په هیواد کي د ویروس اصلي شمېر تر رسمي هغې لوړ دی

Advertisements خبریال: فضل الله فضلي د عامي روغتیا وزارت مرستیال ډاکټر وحید مجروح رسنیو ته وویل چي په هیواد کي د کرونا وبا اصلي شمېر تر رسمي شمېر لوړ دئ. د رسمي شمېر له مخي په کرونا ویروس ککړ خلګ معاینات کوي او او پایله یې د عامي روغتیا وزار سره ثبتیږي، خو ډېر خلګ په کرونا وبا اخته دي، خو معاینات نه کوي. په هیواد کي د کرونا ویروس رسمي ثبت سوي پېښي تر … نور ولولئ

افغانستان

کونړ او بدليدونکې دودیزه کرنه؛ کروندګر له حکومت بازار موندنه کې مرسته غواړي

Advertisements راپور: بشر درویش په کونړ کې د باغدارۍ سکتور د ودې او د خلکو لیوالتیا په زیاتېدو اوس په دې ولایت کې ورځ تربلې دودیزه کرنه په سوداګریزې کرنې بدلیږي. دا ولایت چې کرنې لپاره ښه اقلیم لري او زیات شمېر وګړی یې د کرنې او مالدارۍ له لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي. د کونړ ولايت مقام د مطبوعاتو مسوولينو ويلي؛ د دولت له لوري د سربندونو او ویالو په جوړېدو، د لمریزې … نور ولولئ