خوندیتوب

د سولې په پروسه کې د ځوانانو رول

ليکنه: کامران ستانکزى په تاريخونو کې ذکر شوى، له کومې خاورې چې آدم جوړېده په هغې خاوره پوره څلوېښت ورځې د غم او يوازې يو ساعت د خوشحالۍ باران وورېده؛ سوله خوشحالي او جګړه يوه غميزه ده چې ټولنه د تباهۍ اوج ته رسوي. مخکې له دې چې د سولې په پروسه کې د ځوانانو د رول په هکله فکر په کار واچو او ليک وکاږو، اړينه ده چې سوله په جامع، مستند او مکمل … نور ولولئ

پوهنه

د کرونا له فشار (اسټرس) سره د محصلانو او زده‌کوونکو مقابله

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ د امریکایي ارواپوهانو ټولنه په ټوله نړۍ کې د مکتبونو تړل کېدو سره، زده‌کوونکي د یو ډول بې ساري بدلون سره مخ دي. ستاسې درسي صنفونه هم کېدای شي اوس مهال په انلاین ډول وي، امکان لري شرایط همداسې وي چې تاسې باید کور کې پاتې شئ، کور کې شاید زموږ زړونه د ملګرو پسې تنګ شي او زړه به مو ونه غواړي چې مطالعه وکړو. یا هم داسې ځای کې اوسېدو … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

په جنوبي کوريا کې بيرته ښوونځۍ پرانيستل سوې!

خبريال: مدثر دعوت د جنوبي کوريا زده کوونکي د يو لړ اصولو مراعتولو سره بيرته ښوونځيو ته ځي. که څه په نړۍ کې د کرونا ويروس وبا خپره ده خو په ځينو ولايتونو کې قرنطينونه له منځه ځي او ژوند بيرته عادي حالت ته ځي. په سويلي کوريا کې حکومت بيرته هغو ښوونځيو ته اجازه ورکړه چې مخکي تړل سوي وې که څه هم اوس هلته حالت تر ډيره عادي ندی. د ښوونځيو د فعاليدو … نور ولولئ

پوهنه

هغه جومات هغه چې نامسلمان یې هم سیل ته ورځي

ژباړه: حمیدالله حمیدي د شیخ زاید بن سلطان جومات د نړۍ د لویو او ښکلو جوماتونو په ډله کې راځي، چې له مسجدالحرام وروسته درېیم لوی جومات بلل کېږي. دغه جومات ته ځکه د شیخ زاید بن سلطان نوم ورکړل شوی، چې د اماراتو بنسټ اېښودونکی (شیخ زاید بن سلطان آل نهیان) د دغه جومات په شمالي برخه کې دفن شوی دی. د شیخ زاید جومات په رسمي ډول په ۲۰۰۷م کال کې د روژې … نور ولولئ

سپورټ

په سېنټ وینسي سیمه کې لس اوریز کرکټ لیګ پېلېږي

یاران سپورټس د ویسټ انډیز په ګاونډ کې د سېنټ وینسي په نامه ټاپو کې لس اوریز کرکټ لیګ د مې په ۲۲ مه نېټه پېلېږي او د مې تر ۳۱ مې نېټې پورې دوام کوي. په دغه لیګ کې شپږ لوبډلې شاملې دي، چې عبارت دي له ګرېناډینز ډایورز، سالټ پونډز برېکرز، لا سوفریئر هېکرز، ډارک ویوو ایکسپلورر، فورټ چارلاټ سټرایکرز او بوټانېک کارډینز رېنجرز څخه. د دغو لوبو لپاره بولۍ ترسره شوې او … نور ولولئ

افغانستان

طالبانو مشر: امریکا دې چاته اجازه نه ورکوي چې هوکړه له ناکامۍ سره مخ کړي

یاران May 20, 2020 – ولمه ځلا د طالبانو مشر پر امریکا غږ کړی چې له دوی سره پر شوې هوکړې ژمن پاتې شي، دی وايي چې دا کار به د ټولو خواوو لپاره ګټور تمام شي. د طالبانو مشر ملا هبت الله نن (۳۱ غويي) د کوچني اختر مبارکي په مناسبت په یو غږیز پیغام کې ویلي چې دوی له امریکا سره په شوې هوکړې کې ژمن دي، نو مقابل لوری دې هم کلک … نور ولولئ

سپورټ

فوټبال: هالند د میسي او رونالډو نړیوال ریکارډ مات کړ+انځور

د جرمني کلب بورسیا دورتمند تکړه بریدګر لوبغاړي ارلینګ براوت هالنډ د نړۍ د دوو قوي فوټبالرانو لیونل میسي او رونالډو ریکارډ ته ځان ورساوه او دا ریکارډ یې خپل په نوم کړ.  هالنډ د شنبې په ورځ د شالکې فوټبال لوبډلي په وړاندي ګولوهنه ترسره کړه، چي په یادي ګولوهني سره یې د میسي او رونالډو ریکارډ ته ځان ورساوه.  د راپورونو له مخي لیونل میسي د لومړي ځل لپاره وتوانېد، چي د فوټبال … نور ولولئ

سپورټ

روهیت شرما د شل آوریزه سیالیو تر ټولو غوره لوبغاړی راغی!

د کرکټ په برخه کې د نړۍ مشهوره وېبسایټ (ESPNcricinfo) د شل آوریزه سیالیو د غوره لوبغاړو ترمنځ سیالۍ اچولي وې، چې د ټولنیزو رسنیو له لارې د رایو په ورکولو سره غوره لوبغاړي ټاکل کېدل. دې ویب سایټ لومړی ۳۲ لوبغاړي، دوهم ۱۶ لوبغاړي، درېیم ۸ لوبغاړي، څلورم ۴ لوبغاړي او په آخر کي یې بیا دوه لوبغاړي سیالي ته واچول. پایلوبي ته د هندوستان کرکیټ ملي لوبډلي تکړه توپوهونکي روهیت شرما او د … نور ولولئ

په زړه پورې

پیزا برج؛ د ایټالیا مشهور منار

لیکنه: عایشه حیدري کله چې د پیزا نوم اورئ نو فکر به کوئ چې موخه خواړه دي، خو مونږ په دې لیکنه کې د خوړو په اړه نه، بلکې د پیزا په نامه د یوه مشهور برج یا منار په اړه غږېږو. پیزا کوږ برج (Leaning Tower of Pisa) د ایټالیې له مشهورو منارونو څخه دی، چې دغه هېواد ته د ورتلونکو ډېری ګرځندویانو پام یې ور اړولی دی. پیزا برج چې په ایټالیوي ژبه … نور ولولئ