پوهنه

دعا څه ده؟ الله تعالی ته د نږدې کېدلو مهمه وسیله

ژباړه: نجم الرحمن ناصري دعا خدای (ج) ته د بنده د زړه درد ویلو ته وايي. دعا خدای (ج) د ناراحتیو او ستونزو ویل دي. دعا هغه ځای ده چې بنده هلته ځان خدای (ج) ته ډېر نژدې بولي. دعا له ستونزو، اضطراب او پرېشانۍ څخه د خلاصېدو اصلي حللاره ده. راځئ چې په ډېرو دعا کولو خپل خدای ته لا نور هم نږدې شو، چې په خپل ژوند کې د زړه د ډېري راحتۍ … نور ولولئ

سپورټ

د پاکستان پخوانی فسټ بالر آی پي اېل کې ګټلی هېلمېټ خیراتوي

یاران سپورټس د پاکستانۍ کرکټ لوبډلې پخواني بالر او د نړۍ په کچه د سرعت څښتن شعیب اختر له غریبو خلکو سره د مرستې ټټر وهلی او تازه یې خپل هغه هېلمېټ یا کرکټ خولۍ خرڅون ته اېښې چې ده په لومړي پړاو آی پي اېل کې د کلکتې لوبډلې سره د ښې لوبې پر مهال له فلمي ستوري شاهرخ خان څخه ترلاسه کړې وه. دغه خولۍ طلایي رنګ لري او د ۲۰۰۸م په لومړي … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

پر ځان باور مو بري او نېکمرغۍ ته رسوي!

لیکنه: حکمت الله ریحان موږ له اعتماد او باور پرته ناکاره کېږو او هېڅ هم لاسته نه شو راوړی، خو بل لوري ته پر ځان باور مو نېکمرغیو ته د رسېدو کیلي ده او د بري دروازې او خزانې راته خلاصوي. پر ځان باور یا ډاډمنتیا (Self-confidence) په خپلو وړتیاوو او ځانګرتیاوو د یقین ساتلو احساس یا عقیدې ته وایي. مانا دا چې پر ځان باور ماته ځواک رابښي، چې یو کار په بشپر ډول … نور ولولئ

افغانستان

ملي امنیت شورا: موږ معلومات لرو، برید طالبانو او شریکانو یې کړی، ملاتړ دې ترې نه کيږي

ولمه ځلا – یاران May 16, 2020 د افغانستان ملي امنیت شورا وايي چې د افغان حکومت شریکان دې د طالبانو بریدونو او کړنو ته برائت نه ورکوي او پرده دې پرې نه اچوي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل نن (۲۷ غويي) د یوې خبرې غونډې پر مهال د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد خبرو ته په اشاره وویل، د افغان حکومت متحدين دې له داسې تبلیغاتو لرې … نور ولولئ

افغانستان

غني: له ایران سره وروستۍ پیښه د بین المللي اصولو له مخې څیړو

راپور: بشر درویش افغان ولسمشرمحمد اشرف غني نن سهار د هرات والي سید عبدالوحید قتالي او ایران سره پر پوله د یو شمېر هیوادوالو د وژلو د ژورې او هراړخیزې ارزونې لپاره د ګومارل شوي پلاوي مشر محمدحمید طهماسي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دغه غونډه کې د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست محمدحنیف … نور ولولئ

پوهنه

جومات الاقصی؛ د مسلمانانو لپاره درېیم مقدس ځای

ژباړه: حمیدالله حمیدي جومات الاقصی هغه پخوانی جومات، چې زرکلن تاریخ لري او د مسلمانانو لپاره درېیم مقدس ځای بلل کېږي. دغه جومات د (اورشلیم) په جنوب ختیځه برخه کې موقعیت لري. مسلمانان هغه سیمې ته چې (جومات الاقصی) او (قبته الصخره) په کې موقعیت لري درېیم حرم شریف هم وایي. ډېره کله خلک د قبته الصخره او د جومات الاقصی د ګنبدې توپیر نه شي کولی په داسې حال کې چې د جومات الاقصی … نور ولولئ

خواړه

هغه مېوې او خواړه چې له تږي‌کېدو مو ژغوري

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی هر وخت د روژې مبارکې میاشتې په ورځو کې د تودوخې درجه لوړېږي، ګرمي زیاتېږي او روژه‌دار خلک له تندې سره مخ کېږي، نو پکار ده چې په پيشنمي کې هغه خواړه وخوړل شي چې په روژه کې د تندې مخنیوی کوي. روغتیاپالان وایي چې په روژه کې تر ټولو غوره خواړه، هندواڼه، مستې او نور تازه مېوه‌جات دي. دوی زیاتوي: “هندواڼه چې یو د اوړي له مېوو څخه … نور ولولئ

سپورټ

پښتنو سره مینه؛ د هند مسلمان لوبغاړي خلیل احمد د منظور پښتین خولۍ په سر کړې!

د هندوستان د کرکیټ ملي لوبډلي چپ لاستي تېز توپ اچونکي خلیل احمد د خپل یوه استاذ سره یو ځای د هغه کلیزه په داسي حال کي نمانځلې، چي د منظور پښتین نوموتې سره خولۍ ئې په سر کړې. د هند کرکیټ ملي لوبډلي دې مسلمان لوبغاړي پر خپل ټویټرپاڼه باندي د خپل یوه استاذ امتیاز علي سره یو انځور خپور کړی، چي په یاد انځور کي ده د منظور پښتین خولۍ په سر کړې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

هغه لومړنی هېواد چې د کرونا ویروس پر وړاندې بریالی شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي اسلوونیا هېواد وتوانېد چې کرونا ویروس ته ماتې ورکړي او د دې ویروس په وړاندې، چې مبارزه ورسره کول سخت کار دی، بریالی شو. د کرونا ویروس له امله، چې په اسلوونیا هېواد کې کوم بندیزونه لګېدلي وو، حکومت یې ټول بندیزونه لیرې کړل او د کرونا ویروس په وړاندې یې د بریا اعلان وکړ. د اسلوونیا هېواد صدراعظم یامز یانش د کرونا ویروس په وړاندې د خپل هېواد د بریا اعلان … نور ولولئ

سپورټ

که IPL ونشي، د هند کرکټ بورډ ته تر ۵۳۰ میلیونه ډالره زیات زیان اوړي

د راپورونو له مخې، که د سږ کال آی پي آېل سیالۍ لغوه اعلان شي، نو د هندوستان کرکټ بورډ ته به تر ۵۳۰ میلیونه ډالره زیات زیان واوړي. د هندوستان کورنۍ تجارتي سیالۍ«IPL» په نړۍ کې تر ټولو سترې لوبې دي، چې هر کال د هندوستان په بېلابېلو ایالتونو کې د ۸ قوي لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي. خو د دې لیګ سږنی پړاو د کرونا ویروس له امله ځنډېدلی او داسې اټکل کېږي، ممکن … نور ولولئ