بریا او پرمختګ

شفیق الله شفق او په لوبډله کې یې اهمیت

یاران سپورټس د کرکټ بورډ د فساد پر وړاندې مبارزې څانګې د یکشنبې پر ورځ د مې په لسمه اعلان وکړ، چې شفیق الله شفق په افغانستان سوداګریز کرکټ لیګ کې د مېچ فېکسېنګ یا لوبه کې پر جوړجاړي خبرې کړې وې. پر دې سربېره یې په بي پي ایل یا بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ کې هم د فېکسېنګ غوږ جنګولی و. پر نوموړي نور تورونه هم شته، چې د کرکټ بورډ له د … نور ولولئ

په زړه پورې

نړۍ او کرونا؛ د ویروس مثبتي پېښي تر ۴ میلیونه ورسېدې

خبریال: فضل الله فضلي د نړۍ په مختلفو برخو کي لاهم د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي ثبتیږي او نن په ټوله نړۍ کي د مثبتو پېښو شمېر تر ۴ میلیونه ډېر سو. د جاهن هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخي، چي له یادي شمېرې څخه تر ۲ لکه ۸۰ زرو تنو ډېر مړه سوي او روغ سوي کسان بیا ۱،۴ میلیونو ته رسیږي. نړۍ تېره ورځ بیاهم تر ۸۸ زرو … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ښځه او په میراث کې یې حق

ليکنه: شپنه سلګۍ په لرې پرتو سیمو کې اوس هم دا دود له منځه نه دی تللی، چې نجونې، خصوصاً کونډې ښځې په ميراث کې پاتې مال او جايداد ګڼي. کونډې ته واک ورکول خپل سپکاوی او بې عزتي ګڼي. او د يوه مستقل انسان غوندې د هغې فردي او شرعي آزادۍ ته ارزښت نه ورکوي. په دې معنی که يوه ښځه کونډه شي (مېړه يې مړ شي) د مړ شوي کس ورورنه، ترونه، تره … نور ولولئ

افغانستان

کرونا؛ د هیواد په ۴ ولایتونو کي ګرځبندیزونه نرم سوي

خبریال: فضل الله فضلي په افغانستان کي د کرونا ویروس مثبتي پېښي ۴۴۰۲ ته لوړي سوې، چي دا پېښي په ټولو ۳۴ ولایتونو کي ثبت سوي دي. د عامي روغتیا وزارت د معلوماتو له مخي چي تراوسه له ویروسه ۱۲۰ تنه مړه سوي او ۵۵۸ تنه روغ سوي دي. نوي پېښي تر ټولو ورځو ډېري ۳۶۱ دي، چي په کابل، هرات، کندهار، بلخ، پکتیا، غزني، ننګرهار، لغمان، فراه، هلمند، بغلان، وردک، سمنګان، جوزجان، پنجشېر، پکتیکا، … نور ولولئ

خوندیتوب

 ډوني وایي په کرکټ کې رواني روغتیا ډېره مهمه ده

یاران سپورټس ایم ایس ډوني د رواني روغتیا پر موضوع خپل لیدلوری وړاندې کړ او د رواني وضعیت روزونکي اهمیت یې په ډاګه کړ. پخوانی هندي لوبډلمشر ایم ایس ډوني تل د حساب ورکونکو خطرونو اخیستو او د خرابو حالاتو په جریان کې د آرام ذهن ساتلو لپاره پېژندل شوی. پر دې سربېره ډوني خپل وطن ته وفادار او رښتیا ویونکی لوبډلمشر و. د هغه په خبره کله چې هغه لوبغالي ته کوزېږي او ذهناً … نور ولولئ

پوهنه

دولت او حکومت؛ دولت کُل دی، حکومت جز

لیکنه: رفیع الله ساحل په دې لیکنه کې پر لاندې مواردو بحث شوی: دولت څه ته وایي؟ حکومت څه ته وایي؟ د دولت او حکومت ترمنځ توپیرونه څه دي؟ زیاتره سیاسیون او ورته نور اشخاص د حکومت او دولت د کلمو په استعمال کې زیاتره وقت ګنګس او تاو بالا شان کېږي، حکومت د دولت او دولت د حکومت په مفهوم کاروي، خو داسې نه ده دغه هر یو یې بېله او مشخصه معنا او … نور ولولئ

خواړه

ځینې هغه شیان چې په څښلو یې په روژه کې له تندې ژغورل کېدای شئ

ژباړه: مریم شریفي د افغانستان په ځینو سیمو کې د اورښتونو له امله هوا اوس سړه ده، روژه‌تي د تندې احساس دومره نه کوي، خو هغه خلک چې په ګرمو سیمو یا هم د ورځې له خوا د فزیکي فعالیت له امله تږي کېږي، هغه ته په کار ده چې په روژه کې له دې څښاکو ګټه واخلي. له روژه‌ماتي تر پیشلمي پورې تر ټولو ښه وخت دی، چې د خپل بدن اوبه پوره کړئ. … نور ولولئ

پوهنه

په شرقي المان کې د مېشتو مسلمانانو په لاسونو لومړنی جوړ شوی جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدي د بي بي خدیجې جومات د المان په مرکز برلین ښار کې موقعیت لري، چې په ۲۰۰۸م کې د اکټوبر میاشتې په ۱۶مه نېټه یې د جوړېدوچارې پای ته ورسېدې او د لمونځ کوونکو پر مخ پرانیستل شو. دغه جومات په شرقي المان کې لومړنی جومات دی، چې د هغه ځای د مېشتو مسلمانانو په لاس جوړ شوی دی. د بي بي خدیجې جومات یوه لویه ګنبده لري، چې ۴،۵ متره لوړوالی … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

سورېش رېنا: بې قرارداده لوبغاړو ته باید لیګونو کې اجازه ورکړل شي

یاران سپورټس د هندوستان کرکټ لوبډلې پخواني کیڼ لاسي ځواکمن منځني توپ وهونکي سورېش رېنا له کرکټ بورډ غوښتي چې د هندوستان هغو کرکټ لوبغاړو ته دې په بهرنیو سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو اجازه ورکړي، چې د هندوستان د کرکټ بورډ رسمي مالي قراردادونه نه لري. په نوي قرارداد کې سورېش او یو شمېر نور لوبغاړي د هندوستان د کرکټ بورډ قرارداد کې نه دي شامل. سورېش رېنا وایي “موږ ته باید یو یا … نور ولولئ

خوندیتوب

ناروغان باید په روژه کې درمل داسې وکاروي

ژباړه: نسیمه محمدي هېڅکله په روژه کې په خپل سر درمل قطع یا بل وخت ته مه پرېږدئ. دا کړنه د درملنې په بهیر د اختلال رامنځته کوي. درمل د روغتیاپال په لارښوونه روژه‌ماتي/ پېشنمي ته لېږدوی شو. له روژې سره د درملو مهالوېش بدلون کوي او په دوه ډوله تقسیم‌بندي کېږي: مفرد ډوز: د دې ډوز مصرف د روژې په میاشت کې تغییر نه کوي، ځکه له روژې سره ټکر نه لري. که اړینه … نور ولولئ