په زړه پورې

نړۍ او کرونا؛ په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۴ میلیونه ته رسیږي

خبریال: فضل الله فضلي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي له امریکا او اروپا وروسته په آسیا کي یو ځل بیا ډېري سوي دي. دا ویروس چي لومړی ځل په آسیايي هیواد چین کي راپیدا سو، وروسته امریکا او اروپا لویو وچو ته انتقال سو او هلته ډېر ژر خپور سو او په میلیونونو کسان ورباندي اخته سول. له دوو اونیو راهسي د ویروس مثبتي پېښي یوځل بیا په آسیا کي … نور ولولئ

افغانستان

کرونا؛ افغانستان په ۵ ورځو کي د ویروس زر مثبتي پېښي لري

خبریال: فضل الله فضلي په افغانستان کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ تائید سوي مثبتي پېښي ۳۷۷۸ ته ورسېدې، چي په پنځو ورځو کي د می میاشتي له دوهمي نېټې تر ننه پوري له ۱۰۰۰ ډېري مثبتي پېښي ثبت سوي دي. د عامي روغتیا د وزارت د معلوماتو له مخي چي تراوسه له ویروسه ۱۰۹ تنه مړه سوي او ۴۷۲ تنه روغ سوي هم دي. نوي پېښي په هرات کي ۵۷، کابل … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د ګډژوند تر ډېرو غوره ملګری داسې وي؛ پر دې ځانګړنو یې پوه شئ

ژباړه: عطامحمد میاخېل آیا د ژوند مناسب شریک لرئ؟ له تاسو سره ډول چلند کوي؟ له چلند څخه یې راضي یاست او که نه؟ که د ژوند د غوره شریک په ځانګړتیاوو باندې نه پوهېږئ، نو لاندې لیکنه په ښه غوره او دقت سره ولولئ. ۱ ـــ تېرې تېروتنې مو هېروي د ژوند یو ښه شریک، ستاسو تېر نالیدلی نیسي او هغه تېروتنې، چې ستاسو اړیکې ته هېڅ ګټه نه لري، ترې یادونه نه کوي. … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

په هغه دنده کې چې ترې راضي نه یاست، انګېزه پیدا کړئ

ژباړه: عطامحمد میاخېل آیا له خپل کار څخه بېزاره یاست، خو په بېلابېلو دلایلو سره یې نه شئ پرېښودلای او په جبري توګه دوام ورکوئ؟ که تر دې دمه مو د مشهورو کار رامنځته کوونکو او یا په کار و بار کې د با استعداده کسانو کیسې لوستي وي، نو دې متوجه کېږئ، چې هغوی د یوې ګډې ځانګړتیا لرونکي دي. دې کسانو په کار ځای کې د لټۍ او ټنبلۍ احساس کاوه او بدلون … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

په روژه کې مو د مخ د ښکلا لپاره باید دا څو ګټور کارونه وکړئ

ژباړه مریم محمدي ځینې پېغلې او ځوانان د مخ پوستکي او ښکلا ته ډېره پاملرنه کوي، چې خراب نشي، خو د روژې په میاشت کې یې ورته اندېښنه یې ډېره وي، داسې فکر کوي، چې پر لوږې او تندې سربېره، د اوړي ګرمه هوا به یې مخ ضرور خراب کړي او د اختر په ورځو شپو کې به مېلمنو ته بدرنګه ښکاري. مخ ته د زړه هېنداره هم ویل کېږي، که چېرته د مخ پوستکي … نور ولولئ

پوهنه

د نړۍ نولسم لوی جومات، ټوله احاطه ۳۵۳۱۲ فوټه مربع ده…

ژباړه: حمیدالله حمیدي د طوبي جومات، چې په (ګل) جومات هم مشهور دی، د پاکستان په کراچۍ کې موقعیت لري. دغه جومات د نړۍ نولسم (۱۹) لوی جومات بلل کېږي. چت یې د یوې لویې ګنبدې په وسیله پوښل شوی دی، چې ۷۲ متره مربع پراخوالی لري. د طوبي جومات په ۱۹۶۹م کې جوړ شوی، چې په کلني ډول ترې په زرګونه کسان لیدنه کوي. د دغه جومات ټوله احاطه ۳۵۳۱۲ فوټه مربع ده، خو … نور ولولئ

افغانستان

په هند کې ۱۶ مهاجرين وژل سويدي.

خبريال: مدثر دعوت په هندوستان کې ۱۶ مهاجرین د ريل کاډۍ پر پټلۍ د خوب له کبله وژل سوي. د المان خبري اژانس ته په ورکړل سويو مالوماتو کې راغلي چې تيره شپه ۲۰ کسان د ريل ګاډۍ پر پټلې ويده سوي وه چې سهار مهال ورباندې باروړونکې ريلګاډۍ راغلې ۱۶ کسان یې وژلي او يو تن ټپي دی. دا پيښه د ممبی په ۳۹۰ کيلومترۍ کې رامنځته سوې. د ممبی د پوليسو وياند ويلي: … نور ولولئ

افغانستان

د سره صلیب نړیواله ورځ؛ ولې جوړ شوی او په افغانستان کې څه کوي؟

لیکنه: نسیمه محمدي د سره صلیب نړیواله کمېټه(International Committee of the red Cross) یو نا دولتي بشر دوستانه، سازمان/ ټولنه ده. اصلي مقر یې د سويس هېواد په جینوا ښار کې دی. په لومړیو وختونو کې یې یوازې د جنګي ټپیانو سره مرسته کوله، خو وروسته د بشر هر ډول درد ته درمان شو. نېږدې په ټولو هېوادونو کې د سره صلیب سازمان شته او له هر ډول توکم پالنې پرته بې پناه وګړو ته، … نور ولولئ

افغانستان

د ښاروال بې بارانه چتري، تاوده غبرګونونه او د سلطانزوی ځواب؛ دا څه مانا لري؟

د کابل نوي ټاکل شوی ښاروال، داود سلطانزوی یوې خپرې شوې ویډیو او انځورونو پر افغان ټولنیزو شبکو تاوده غبرګونونه راپارولي دي. دې خپره شوه ویډیو او انځورونو کې ښکاري چې داود سلطانزوی د کابل ښار کې یوه نانوي ته ورغلی، یو بل کس یې ددې لپاره پر سر چتر نیولې او ورسره ګرځي چې ښکاري یا یې د لمر وړانګې یې ونه وهي یا هم له باران پناه شي، خو دغه تشریفاتو خلک غوسه … نور ولولئ

افغانستان

دولت احمدزی؛ افغانستان ته یې په شل آوریزه لوبو کي لومړۍ ویکیټه اخیستې وه!

د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي پخوانی تېز توپ اچونکی او د غوراوي کمېټې اوسنی غړی دولت احمدزی هغه افغان لوبغاړی وو، چي د افغان کرکیټ ملي لوبډلي لپاره یې په لومړۍ نړیواله شل آوریزه لوبه کي لومړۍ ویکیټه واخسیتله. د افغانستان کرکیټ بورډ د کرنټین دې شپو او ورځو کي د افغان مینوالو د خوښ ساتلو لپاره پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د لوبغاړو د ریکارډونو او تمرینونو یادونه کوي، چي دا ځلي یې د … نور ولولئ