افغانستان

نړۍ او کرونا؛ د ویروس مثبتي پېښي د افغانستان په ټولو ولایتونو کي ثبت سوي

خبریال: فضل الله فضلي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي د هیواد په ټولو ۳۴ ولایتونو کي ثبت سوي دي، چي نن یوه پېښه په پاتي نورستان ولایت کي هم ثبت سول. په افغانستان کي ددې ویروس ټولي مثبتي پېښي ۳۳۹۲ ته ورسېدې، چي له دې جملې یې ۱۰۴ تنه مړه سوي او ۴۶۰ تنه رغېدلي دي. د نن ثبت سوي مثبتي پېښي ۱۶۷ دي، چي په کابل کي ۷۶، هرات … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

هديرې؛ د انسانانو مړینه، زوال او د جلال غورځېدل…

لیکنه: کامران ستانکزى ژوند د حقيقت او واقعيت پر پېژندلو، منلو او خوښولو ښکلى کېږي، نو ځکه ښکلى او د کامرانۍ ژوند هغه ګڼو چې د حقيقت او واقعيت پر بنسټ ولاړ وي. ځينې داسې څيزونه هم شته چې د حقيقت او واقعيت پر محور څرخي، مګر ډېرى خلک ترې وېره لري او د وېرې له امله ترې نفرت او کرکه هم کوي، ځکه طبيعي ده؛ له کومو څيزونو چې وېرېږو خامخا ترې کرکه لرو، … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د ژوند مثبت بدلون؛ له منفي افکارو سره د مقابلې اووه لارې…

ژباړه: عطامحمد میاخېل له منفي افکارو سره د مقابلې لپاره باید له ذهني پلوه پیاوړي شو. غوره ده، دا واقعیت ومنو، چې په بشپړه توګه له امنفي افکارو څخه ډډه نه شي کېدای. منفي افکار په ژوند کې زموږ د نا امنیو پایله ده او موږ نه شو کولای، چې منفي افکار په بشپړه توګه لرې کړو، خو کولای شو زده کړو، چې پر وړاندې یې په اغېزمنه توګه مبارزه وکړو. په بېلابېلو افرادو کې … نور ولولئ

پوهنه

جان سينا خپل هغه مينه‌وال حيران کړ چې له وژونکې ناروغۍ سره په جګړه اخته دی

خبريال: مدثر دعوت د رسلينګ ستوري جان سينا د خپل هغه مينه‌وال کور ته ورغلی چې د سرطان په ناروغۍ مبتلا دی. د مرګ هسې هم نېټه نه ده معلومه او انسان د راتلونکې يوې شېبې په اړه هم معلومات نه لري چې څه به پېښېږي خو ځينې ناروغۍ د دې شاهدي ورکوي چې د يوه چا ژوند ډېر کم وي، انسان يې درک کولای او طبابت اټکل کولای شي. ۷ کلن ډيويډ کيسل د … نور ولولئ

پوهنه

په ترکیه کې د سلطان احمد جومات، چې هره مناره یې درې بالکنه لري

ژباړه: حمیدالله حمیدي د سلطان احمد جومات، چې په ترکي ژبه کې ورته «Sultanahmet Camii» وایي، د دغه هېواد په استانبول ښار کې موقعیت لري. استانبول ښار له ۱۴۵۳ څخه تر ۱۹۲۳ کال پورې د عثماني امپراتورۍ پر وخت د ترکیې پایتخت و. دغه جومات د ۱۶۰۹ او ۱۶۱۹ کلونو ترمنځ د سلطان احمد اول په امر جوړ شوی، چې جومات هم د نوموړي په نامه نومول شوی دی. دا چې د سلطان احمد په … نور ولولئ

خواړه

په روژه کې د خوړو غذایي ارزښت ته پام وکړئ نه، ډېروالي ته!

ژباړه: حمیدالله حمیدي د روژې مبارکه میاشت، د خدای پاک د مېلمستیا میاشت ده. دا چې دغه میاشت د کلونو په تېرېدو سره په بېلابېلو فصلونو کې راځي، نو څومره چې ورځې اوږدېږي او ګرمي زیاتېږي، نو غذایي ارزښت هم پکې دوه برابره کېږي. په دې ورځو کې په افغانستان کې ۱۶ نیم ساعته، په ناروې کې شل ساعته او لس دقیقې او په مسکو کې بیا ۱۹ ساعته روژه نیول کېږي. نو د دې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

له ښځې سره د تاوتریخوالي څو مثالونه…

لیکنه: ولمه ځلا له اسلام څخه مخکې نجونې د منحوس ګڼل کېدلو له امله تر خاورو لاندې کېدلې. د جهالت له امله زرګونه نجونې تر خاورو لاندې، غږونه یې خپ او د سترګو اوښکې یې د قبر د ‌خاورو اوبه شوې دي. خو کله چې د اسلام مبارک دين ظهور وکړ او د الله تعالی رسول (ص) د بشريت د لارښوونې لپاره راولېږل شو، ورسره سم د ښځې د والا مقام څرګندولو او ثابتولو بې … نور ولولئ

افغانستان

امنیتي غونډه؛ غني ولې د طالب ځپلو پرځای، سرتیرو ته د کرونا ځپلو امر کوي؟

لیکنه: بشر درویش ارګ وايي، د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ امنیتي غونده جوړه او ترسره شوه. د ارګ خبرپاڼه کې ویل شوي؛ د هیواد د ولایتونو امنیتي مسوولینو سره د غونډو په لړ کې، د جمهوررئیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني په رهبرۍ په دوه جلا غونډو کې د ننګرهار او میدان وردګ، غزني، لوګر او بامیان ولایتونو عمومي امنیتي وضعیت وارزول شو. په دغو غونډو کې چې … نور ولولئ

افغانستان

د اریانا افغان هوایي شرکت د سوداګریزو مالونو د لیږد طرحه نهایي شوه

راپور: بشر درویش ولسمشر اشرف غني اریانا افغان هوایي شرکت کې د بنیادي اصلاحاتو په برخه کې دې عملي اقدامات وشي. ارګ وايي، د افغانستان جمهوررئیس محمداشرف غني پرون له غرمې مخکې د اریانا افغان هوایي شرکت مسوولینو سره په یاد شرکت کې د اصلاحاتو د تطبیق او د اړوندو الوتکو کې د اموالو د لېږد په اړه د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې. نهايي شوې طرحه په دغه ویډیو کنفرانس کې چې په … نور ولولئ

افغانستان

د افغان تولید د ضایع مخنیوی؛ کابل کې انګورو لپاره ممیزخونې جوړیږي

خبر: بشر درویش د اوبولګولو او طبیعي سرچینومرستیال وايي، کابل کې په کافي اندازه ممیزخونې، زېرمتونونه او سارک سړې خونې جوړیږي. د افغانستان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویلي؛ په هغه غونډه کې، چې د کابل والي، د کابل یوشمېر ولسوالانو، د پراختیایي شوراګانو یوشمېر غړي او بزګرانو په شتون کې د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې په لاره اچول شوې وه حشمت‌الله غفوري د کرنیزو محصولاتو دمدیریت د طرحې او د کرنې وزارت … نور ولولئ