په زړه پورې

نړۍ او کرونا؛ یو شمېر هیوادونه د ویروس پر وړاندي بریا اعلانوي

خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کي په کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ باندي د اخته سوو کسانو شمېر تر ۳،۵ میلیونو ډېر سو. له دې وبا له امله تراوسه د نړۍ په لراوبر کي تر دوه نیم لکو پوري کسان مړه سوي، خو د روغ سوو شمېر له ۱۱ لکو څخه اوړي. د کرونا ویروس ورځنۍ پېښي لاهم په نړۍ کي په خپل اوج کي دي او هره ورځ تر ۷۰ زرو … نور ولولئ

افغانستان

کرونا؛ په افغانستان کي د ویروس مثبتي پېښي ۳۰۰۰ ته رسیږي

خبریال: فضل الله فضلي په افغانستان کي په کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ یا کرونا ویروس باندي د اخته سوو کسانو شمېر ۲۸۹۴ ته ورسېد. نن ۱۹۰ تازه پېښي په پکتیا  کي ۴۱، هرات ۳۰، کندهار ۲۵، کابل ۲۴، بلخ ۱۷، ننګرهار ۱۳، لغمان ۱۱، فراه ۹، سرپل ۶، کنړ ۵، زابل ۳، پکتیکا ۲، خوست، ارزګان، هلمند او نیمروز کي بیه یوه-یوه پېښه ثبت سوې ده. ۵ تنه له ویروسه تازه مړه سوي او ۵۲ … نور ولولئ

سپورټ

عثمان خواجه له اسټرالیا کرکټ بورډ څخه خپه دی

یاران سپورټس د اسټرالیا مسلمان کرکټ لوبغاړی عثمان خواجه چې اصل د پاکستان د پلازمېنې اسلام اباد څخه دی او په اسټرالیا کې اوسېږي، د اسټرالیا کرکټ لوبډله کې یو مطرح لوبغاړی دی. خو اوس دغه غوره لوبغاړی د اسټرالیا کرکټ بورډ څخه خپه دی او وایي چې د ۲۰۲۰م په اوږدو کې یې ورته قرارداد نه دی ورکړی. څو ورځې وړاندې د اسټرالیا کرکټ بورډ د ۴۵ نارینه او ښځینه کرکټ لوبغاړو نوملړ خپور … نور ولولئ

افغانستان

کرکیټ بورډ: د خوست کرکیټ لوبغالي رغنیز کارونه ۹۹ سلنه بشپړ شوي- انځورونه

د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي د خوست کرکیټ لوبغالی به په راتلونکو دوو اونیو کي د ۷ زره نندارچیانو لپاره چمتو شي. افغان کرکیټ بورډ پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، چي د خوست په کرکیټ لوبغالي کي د زیاتو نندارچیانو د ځای برابرولو چاري په چټکۍ سره رواني دي. بورډ وایي، چي اوس یې چاري ۹۹ سلنه بشپړي شوي. د خوست ولایت په دې کرکیټ لوبغالي کي پخوا درې زره نندارچیان ځایېدل، چي … نور ولولئ

افغانستان

د حکومت له لوري بار بار د اوربند غوښتنې خو طالبان به یې دا ځل ومني؟

لیکنه: ولمه ځلا حکومت یو ځل بیا له طالبانو څخه د کرونا ویروس سره د مبارزې په‌پاره د تاوتریخوالي د کمښت او د اوربند غوښتنه وکړه. د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن (غويي ۱۵ مه) د یو خبري کنفرانس له لارې وویل چې طالبان دې نور له تاوتریخوالي لاس واخلي او اوربند دې ومني، چې حکومت ته د کرونا ویروس سره مبارزه اسانه شي. دی وايي چې له کرونا سره مبارزه به افغان حکومت … نور ولولئ

خواړه

هغه خوراکونه چې په روژه کې مو د پوستکي ښکلا ساتي

راټولونه: شپنه سلګۍ ډېرې پېغلې او ځوانان د پوستکي ښکلا ته پام کوي، چې خراب نه شي، خو د روژې په میاشت کې ورته ډېر اندېښمن وي، داسې فکر کوي چې د لوږې، تندې سربېره، د اوړي ګرمي به یې د پوټکي ښکلا له منځه یوسي او د اختر په ورځو کې به بدرنګ ښکاري. تاسې به خبر یاست چې مخ ته د زړه هنداره هم ویل کېږي، که چېرته د مخ پوستکی مړاوې، ګونځې … نور ولولئ

پوهنه

په لبنان کې د محمد امین جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدي د محمد امین جومات د لبنان په مرکز بېروت ښار کې د شهدا میدان ته نږدې موقعیت لري، چې تر ډېره یې لمونځ کوونکي اهل سنت دي. دغه جومات د ۲۰۰۲ او ۲۰۰۷ کلونوو ترمنځ جوړ شوی دی. د دغه جومات د پرانیستې په مراسمو کې د اسلامي نړۍ ګڼ شمېر مشرانو، سیاستمدارانو او زرګونه لبناني وګړو ګډون کړی و. د محمد امین جومات اصلي بنسټ اېښودونکی د لبنان پخوانی لومړی وزیر … نور ولولئ

خواړه

په پېشلمي او روژه‌ماتې کې دا لارښوونې له پامه مه غورځوئ

ليکنه: ډاکتر عبدالرحمن حمید ژباړه: محمد عزيز پردېس روژه د انسان د نفس د تزکيې او د بدن د روغتيا لپاره تر ټولو غوره ډالۍ ده. معمولاً انسان د يوولسو مياشتو په اوږدو کې له خوراک او څښاک سره طبيعي شوی وي، کله چې روژه راورسېږي، نو د انسان د هاضمې سيستم د نه خوړلو او څښلو له وجې له ځینو ستونزو سره مخامخېږي. د همدې ستونزو د لرې کولو په موخه دا لاندې په … نور ولولئ

سپورټ

شعیب اختر له کلکتې لوبډلې هیله کړې، چې د چټکې توپ اچونې روزونکي په توګه یې ومني

یاران سپورټس د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني چټک بالر شعیب اختر د هیلو اپ له لارې په خبرو کې د کلکتې لوبډلې مشرانو ته ویلي، ایا تاسې غواړئ، چې ما د فسټ بالېنګ یا چټکې توپ اچونې د روزونکي په توګه ومنئ؟ شعیب اختر چې د پاکستان د راولپنډۍ اوسېدونکي دی، ۲۰۱۱ م کال کې له کرکټ څخه رخصت شو، دی د نړۍ په کچه یو له چټک‌ترینو توپ اچوونکو څخه و، چې لا یې … نور ولولئ

افغانستان

د وچې ډوډي ویش؛ جلال اباد کې هم څه باندې ۱۵زره کورنیو ته پيل شو

د ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې ۱۵۴۶۲ کورنيو ته د وچې ډوډۍ وېشلو لړۍ د درېيمې او څلورمې ناحيو څخه پيل شوه، چې په ترڅ کې به يې تر شپږو مياشتو هرې کورنۍ ته لس ډوډۍ وويشل شي. د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، د وچې ډوډۍ پروګرام د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې د پنځلس زره څلور سوه دوه شپيته کورنيو يو سل اته ديرش … نور ولولئ