ټولنیز ژوند

د احمدشاه بابا کنډواله کور – انځورونه

لیکنه: محمدصابر حمیدي لوی امپراطور احمدشاه بابا او د افغانستان بنسټګر، چې د امپراتورۍ لمن یې نږدې ۳۰۰ کاله مخکې د سویلي لوري څخه تر هنده، لوېدیځ خوا ته تر اصفهانه او د شمال خواته یې بیا تر بخارا پورې غځولې. خو اوس یې په کور کې څوک نه اوسېږي او کور یې د مسوولینو او چارواکو د بې غورۍ له امله په بشپړ ډول په کنډواله بدل شوی. د لوی امپراتور احمدشاه بابا کور … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

اسټرالیا ټوخېدونکي کسان ۱۳ زره ډالره جریمه کوي!

لیکنه: محمدصابر حمیدي  په اسټرالیا کې د کوویینزلنډ چارواکو اعلان کړی چې له دې وروسته به په یاد ایالت کې قصدي ټوخېدونکي کسان سخته جریمه پرې کوي. د اې بي سي نیوز (ABC Nеws) د راپور له مخې که څوک په ټولنیزو کارونو بوختو کسانو ته په قصدي ډول ور وټوخېږي؛ وپرنجېږي او یا هم لاړې ور باندې تف کړي، نو ۱۳ زره ډالره به جریمه شي. دا قانون وروسته له هغه د آسټرالیا په … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

رونالډو د فوټبال لوبغاړو ته؛ قوي پاتې شئ هلکانو!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د پرتګال فوټبال ملي لوبډلي او یوونټوس کلب تکړه او نوموتي لوبغاړي کریسټیانو رونالډو د فوټبال له ټولو لوبغاړو څخه غوښتني چې قوي پاتې شي. رونالډو پر خپل انسټاګرام یو عکس خپور کړی، چې په خپل کور کې تمرین کوي او له ټولو فوټبالرانو څخه یې غوښتي، چې قوي و اوسي. هغه له یاد عکس سره د فوټبال ټولو لوبغاړو ته لیکلي: “هلکانو قوي پاتې شئ او تمرینونه وکړئ.” د کرونا ویروس … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

کرېس ګېل ساروان ته؛ ته د لستوڼي مار یې

یاران سپورټس د ویسټ انډیز نامتو توپ‌وهونکي کرېسټوفر هېنري ګېل د ویسټ انډیز بل پخوانی لوبغاړی رامنارېش ساروان تورن کړی چې د ده د تخریب هڅې کوي. کرېس ګېل څور ورځې وړاندې د خپلې سیمې لوبډله جمېکا ټالاواس پرېښوده او د سي پي ایل سیالیو بلې لوبډلې سېنټ لوسیا زوکس لوبډلې سره مل شو. ساروان په سي پي ایل سیالیو کې د جمېکا ټالاواس لوبډلې مرستیال روزونکی دی او له کرېس ګېل څخه یې غوښتل … نور ولولئ

پوهنه

په فرانسه کې د (پاریس) لوی جومات

ژباړه: حمیدالله حمیدي د پاریس لوی جومات په فرانسه کې تر ټولو پخوانی او پېژندل شوی جومات او اسلامي مرکز دی، چې له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته، د هغو سل زره مسلمانانو د وینو په قدردانۍ کې جوړ شو، چې د فرانسې په دفاع کې یې خپل سرونه بایللي و. د دغه جومات د بنسټ ډبره په ۱۹۲۲م کې کېښودل شوه. پر فرانسه سربېره ګڼ شمېر هغه هېوادونو چې د فرانسې تر مستعمرې لاندې و، … نور ولولئ

خواړه

د روژه‌ماتي لپاره فرېني داسې تیاره کړئ

ژباړه: نسیمه محمدي د روژې په میاشت کې د روژه‌ماتي لپاره د فرېني پخول خاصو ټکو ته ضرورت لري. فرېني او خوږې وريجې یو له خوندورو او سپکو خوړو څخه دي. فرېني یو له سپکو خوړو څخه ده چې د روژه ماتې په وخت له خوړو مخکې وخوړل شي. اړین توکي • شیدې درې ګیلاسه؛ • د وریجو اوړه ۱ ګیلاس؛ • اوبه درې ګیلاسه؛ • بوره ۲/۳ ګیلاسه؛ • ګلاب ۳ د خوړو قاشقې؛ … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د دغو ټکو په پام کې نیول به مو یو فوق‌العاده رهبر کړي

ژباړه: عطا محمد میاخېل یو بریالی مسلک یا یوه بریالۍ دنده، یوازې یوې ښې آیډیا او کاري اخلاقو ته اړتیا نه لري، بلکې مناسب افراد هم له نورو تشکیل کوونکو عناصرو څخه دي. د دې لپاره، چې وکولای شئ په ښه توګه د نورو ترڅنګ کار وکړئ، باید په رهبرۍ او مدیریت کې خپلې وړتیاوې پیاوړې کړئ او په یوه مسلکي فرد باندې بدل شئ. د ډېرو کلونو په اوږدو کې، چې د تجربې د … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د مطالعې اړین اصول او شرایط

ژباړه: عطا محمد میاخېل ښایي تر دې دمه د سمې مطالعې د اصولو او تګلارو په مراعاتولو سره د خپلې خوښې پایلې ته نه یاست رسېدلي، نو باید پوه شو چې د مطالبو په زده کولو کې، یو له مهمو ټکو څخه د درس لوستنې د سمو او وړ شرایطو رامنځته کول دي چې د مطالعې د اصولو په اندازه ارزښت لري. په دې مقاله کې هوډ لرو چې د مطالعې لپاره مناسب شرایط په … نور ولولئ

پوهنه

د ټولنیزو رسنیو د استعمال پر مهال دغو ټکو ته توجه مهمه ده

لیکنه: خالد دانشيار سيدي په اوسني دور کې د ټولنیزو رسنیو کارول خلک روږدي کړي. ټولنیزې رسنۍ لکه ټویټر، فېسبوک، انسټاګرام، ټک ټاک او نور ډېری رسنۍ شته چې د خلکو لپاره یې مجازي نړۍ جوړه کړې. دا ټول هغه لارې دي، چې په وسيله يې موږ او تاسې له يو بل سره په مجازي نړۍ کې وصل کړي يو. له يادو ټولنيزو رسنيو استفاده کول ښه کار دی، خو پام مو وي چې دغه … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د افریقا کرکټ بورډ ډیویلیرس ته؛ لوبډلې ته ورشه او لوبډلمشري وکړه

یاران سپورټس د افریقا کرکټ لوبډلې مشر روزونکي او د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې پخواني لوبغاړي مارک بچر له ای بي ډیویلیرس غوښتي، چې بېرته خپلې لوبډلې ته ورشي او خپله لوبډله یو ځل بیا رهبري کړي. ډیویلیرس په ۲۰۱۸م  په جولای کې د سویلي افریقا کرکټ لوبډلې لپاره له نړیوالو لوبو استعفا وکړه. د ده په نشتون کې د سویلي افریقا کرکټ لوبډله د نړیوال پنځوس اوریز جام پرمهال له ستر کړاو سره مخ … نور ولولئ