بریا او پرمختګ

د کورنۍ د نېکمرغه کولو په خاطر

ليکنه: شپنه سلګۍ په دې ليکنه کې مو ځينو هغو اوصافو ته ګوتنيونه کړې چې د يوې کورنۍ د نېکمرغۍ سبب ګرځي. يوه نېکمرغه کورنۍ هغه ده چې له روحي او ټولنيز پلوه په يوه ښه حالت کې قرار ولري، لکه متقابل احترام، اتفاق، يو بل ته پاملرنه او همکاري، د ماشومانو ښوونه او روزنه، د يوې معقولې اقتصادي لارې پيدا کول او داسې نورو مسايلو مراعات کول د يوې کورنۍ د نېکمرغۍ ښکارندويي کوي. … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د داسې شخصیتونو په اړه به مو نه وي لوستي؛ دلته ولولئ

راټولونه: صدیقه پوپلزۍ د بشر په تاریخ کې داسې شخصیتونه هم تېر شوي: ۱ـ ناپلئون بناپارت: ـ د لوړ قد خاوند و، بې پروا خو ډېر زړه‌لرونکی (شجاع) انسان و او د هر څه او هر چا درناوی یې کاوه. ۲ـ فیدل کاسترو: ـ وړیا خدمتونه یې کول او له ناروغانو سره یې هم په درملنه او صحي برخه کې مرسته کوله. ـ قوم‌پرسته نه و، ټول خلک ورته یو ډول وو، پوهنتون یې له … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

کرونا وایروس؛ د بویولو او څکلو حس کورنۍ معاینه

ژباړه: نسیمه محمدي د کرونا وایروس د زیات پېژندلو لپاره، د کارپوهانو څېړنو په ډاګه کړې چې د بویولو او څکلو د حسونو له لاسه ورکول په کوويډ- ۱۹ ناروغۍ د اخته کېدو یو مهم عامل دی. د لندن د لینګز کالج د لومړنیو څېړنو پر بنسټ، دا نښې د تبه، وچ ټوخی او ستړیا په کرونا وایروس د ککړېدو لومړنیو انتاناتو څخه دي. څېړونکي په کووېډ- ۱۹ ناروغۍ د ۴۰۰ زرو شکمنو کسانو تر … نور ولولئ

افغانستان

د بندیانو خوشي کېدل، خو د طالبانو لخوا د دې پروسې نه منل

راپور: ولمه ځلا د افغانستان د ملي امنیت شورا مني چې نن هم د افغان حکومت له زندان څخه سل طالب بندیان خوشي شوي، خو طالبان بیا دغه پروسه نه مني. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته ویلي چې د طالب بندیانو د خوشې کېدو دغه لړۍ د دوی د هغې پروسې پر مطابق نه ده عملي شوې چې دوی یې د بشپړېدو غوښتنه درلوده. ده ویلي چې دوی د امریکا او طالبانو … نور ولولئ

ټیکنالوژي

د کرونا ځاني ټست؛ آیا غواړئ آنلاین ځان معاینه کړئ؟

په افغانستان کې د کرونا لپاره لمړني اپلیکېشن د درک له خوا جوړ سو، چې ویب ساټ یې د www.cocona.af او اپلکېشن یې د Darrak Health په نوم دی. د کرونا دا اپلیکېشن ګڼې ځانګړتیاوې لري چې هرڅوک یې وړیا کارولای سي، لکه د کرونا په اړه د ولایتونو، ولسوالیو، ملي او نړیوالي دقیقي شیمرې او ریل ټایم اپډيټ. د وقایې او تداوۍ حل لارې. له کلیو او لیرې پرتو سیمو څخه د کرونا د … نور ولولئ

افغانستان

افغانستان کې کروناویروس سره د مبارزې لپاره ځانګړی بیړنی تشکیل جوړیږي

راپور: بشیر درویش د ولسمشر محمد اشرف غني پرون مازیګر د عامې روغتیا وزارت رهبري پلاوي سره په غونډه کې کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د دې وزارت د ظرفیت لوړولو په اړه خبرې وکړې. ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې چې په ارګ کې وشوه، د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز کرونا ویروس سره د مبارزې په اړه د عامې روغتیا وزارت د ترسره شویو … نور ولولئ