افغانستان

نړۍ او کرونا؛ په افغانستان کي يې پېښي ۲۵۸ ته لوړي سوې

خبریال: فضل الله فضلي په تېرو ۲۴ ساعتونو کي په هرات کي ۴۱ (۱۷ ښځي او ۲۴ نارینه)، کابل کي ۹، دوې پکتیا او یوه – یوه په کندهار، بغلان او ډایکنډي کي ثبت سوي، چي ټولي پېښي ۵۵ نوي پېښي کيږي. لدې سره په هیواد کي په کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۵۸ تنو ته پورته سو. له دې جملې یې ۴ تنه مړه سوي او ۱۰ نور ځیني روغ سوي دي. تر اوسه … نور ولولئ

کرونا

د فیلیپين ولسمشر خپلو ځواکونو ته امر کړی، چي د قرنطین سرغړونکي په ډزو وولي!

د فیلیپین ولسمشر رودریګو دوترته خپلو ځواکونو ته امر کړی، هغه کسان په ډزو وولي، چي د قرنطین په دې شپو او ورځو کي لاریونونه کوي او د قرنطین اُصولو ته پام نه کوي. د فیلیپين ولسمشر وروسته له هغه دا ګام اخلي، چي د دې هیواد لسګونه غریبو اوسېدونکو د فیلیپين په کیسون سیټي ښار کي لاریونونه وکړه او له حکومت څخه ئې د خوراکي توکو غوښتنه وکړه. رودریګو پرون چهارشنبه په یوه ویډيويي … نور ولولئ

رسنۍ

کرکیټ بورډ: افغان لوبډلي ته اصغر افغان تر ټولو لوبډلمشرانو ګټور ثابت شوی!

د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي په یو ورځنیو لوبو کي اصغر افغان د ملي لوبډلي لپاره تر نورو لوبډلمشرانو ګټور تمام سوی او په ګڼو لوبو کي ئې د افغان کرکیټ ټيم لپاره بریاوي ورپه برخه کړي دي. افغان کرکیټ بورډ نن پنجشنبه پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه لیکلي، اصغر افغان د کرکیټ ملي لوبډلي د شپږو لوبډلمشرانو له ډلي هغه لوبډلمشر دئ، چي په یو ورځنیو لوبو کي ئې ډيري لوبي افغانستان لپاره … نور ولولئ

افغانستان

افغانستان: د نجارۍ دې فابریکې ۳۲ کاله وروسته بیا فعالیت پيل کړ

د ننګرهار کانال اړند د نجارۍ فابرېکې وروسته له ۳۲ کالونو يوځل بيا فعاليت پيل کړ. د یاد ولایت د رسنیو دفتر ویلي؛ د وادې کرنيز شرکت اړوند د نجارۍ فابريکه له ۳۲ کلن ځنډ وروسته يوځل بيا فعاله شوه او تمه ده، چې د پخوا په څېر به توليدات د هېواد بازارونو ته وړاندې کړي. جګړو درولې فابریکه ياده فابريکه کابو دوه ديرش کاله وړاندې د بهسودو ولسوالۍ اړوند ثمر خېلو سيمه کې په … نور ولولئ

افغانستان

ځوانان؛ له طالبانو سره په مذاکراتي ټيم کي تر ټولو ځوان خالد نور دئ!

څو ورځي وړاندي افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره خپل ۲۱ کسیزه ټیم اعلان کړ، چي په یاد ټيم کي ۲۵ کلن خالد نور هم شامل دئ او ښاغلی نور په یاد مذاکراتي ټيم کي تر ټولو ځوان کس شمېرل کیږي. خالد نور د بلخ د پخواني والي عطامحمد نور زوی دئ، چي د ۱۹۹۵م د مارچ په ۵مه نېټه په بلخ ولایت کي زېږېدلی او اوس د ۲۵ کلنو دئ. له طالبانو … نور ولولئ

افغانستان

هیواد کي مو په کرونا د اخته کسانو شمېر ۲۳۹ ته ورسېد!

په تیرو ۲۴ ساعتونو کي د هرات او کابل په لابراتوارونو کي لسګونه سمپلونه وکتل سول، چي هرات کي ۴۱ او کابل کي بیا ۲ مثبتي پيښي ثبت سوې او په دې سره هیواد کي په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۳۹ ته ورسېد. په هرات کي تازه ۴۱ ثبت سوو مثبتو پيښو کي ۱۷ ښځينه او ۲۴ ئې نارینه دي. تر دې دمه د کرونا ویروس له امله په ټول هیواد کي ۴ … نور ولولئ