بریا او پرمختګ

کرونا او اروايي مبارزه

کرونا په دې وروستیو کې په چین او نورو هېوادونو کې یو شمېر خلک اخته کړل، خو وېره یې پر ټوله نړۍ خوره کړه، په عامه مانا د کرونا ویروس په پرتله به له دې ویروس نه وېره ډېر خلک کمزوري او له پښو وغورځوي، ځکه زموږ اروا له بدن سره نېغ په نېغه اړیکه لري او هرکله چې اروایي روغتیا زیان ویني یاني وېره او اندېښنه پیدا کېږي، نو دا دوې پدیدې هره شېبه … نور ولولئ

خوندیتوب

ماشومان په کرونا نه اخته کېږي

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ څو نظرونه شته چې ولې په ماشومانو کې دا ناروغي لږ ده، خو متخصصان په دې هکله قطعي ځواب نه لري. د ردینګ پوهنتون ویروس پېژندونکي پروفیسور ایان جونز وویل: “د ځینو دلایلو له امله، چې تر اوسه روښانه نه دي، ویل کېږي چې ماشومان دا سخت ویروس نه نیسي. په بل عبارت ماشومان په کمزوري ناروغي اخته کېږي چې نښي نه لري او که په دې ویروس اخته هم شي، نو … نور ولولئ

کرکټ

کرونا د کرکیټ نړۍ ټولې دروازې وتړلې

لیکنه: بهار سمسور کرونا ویروس په نړیواله کچه ورزشي لوبې له منځه یووړې او د کریکټ لوبغالو ټولې دروازې يې تړلې او ټول لوبغاړي په کورونو ناست دي. د هندوستان او صوت افریقا ترمنځ د یو ورځينیو لوبو سیریز چې د روانه میاشت کېده، تر یوې لوبې وروسته چې هغه هم باران یوړه پاتې لوبې يې د کرونا له وجهې لغوه شوې. پاکستان سوپر لیګ چې لیګ لوبې يې پای ته ورسیدې، نیمه پای لوبې … نور ولولئ

په زړه پورې

عدنان سميع افغانانو ته: زه ستاسو سره مينه لرم!

خبريال: مدثر دعوت د هندوستان مشهور سندرغاړي عدنان سميع د افغانانو څخه غوښتي دي چي د کرونا ويروس څخه ځان وساتي او خپلي روغتيا ته پام وکړي. عدنان سميع چي په نوروز کي يې په پښتو او دري سندري وويلې ، پښتو ” بيا بيا ياديږي” سندره يې د ډيرو کسانو خوښه سوه او د عدنان نوښت يې فوق العاده ياد کړ. عدنان سميع له رسنيو سره په مرکو کي د افغانانو د ميني څخه … نور ولولئ

افغانستان

د افغان حکومت او د طالبانو درې کسییزه پلاوي ترمنځ خبرې روانې دي

لیکنه: ولمه ځلا د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې نن هم د حکومت  کاري تخنیکي ټیم او طالبانو درې کسییزه پلاوي ترمنځ د طالب بندیانو پر خوشې کېدو خبرې روانې دي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي د افغانستان تخنینکي کاري ټیم پرون د وري په ۱۲ مه کابل د طالبانو د درې کسییزه ټیم کوربه و، چې نن هم د دوی ترمنځ د طالب بندیانو پر خوشې کېدو خبرې روانې … نور ولولئ

په زړه پورې

د نړۍ دا لس هیوادونه ډیر ساړه او یخ دي + انځورونه

ژباړه او زیاتونه: خوشال درانی نړۍ ورځ تر بلې گرمېږي. د وگړو ډېروالی، غازات، کارخونې، موټرې او د جلا ـ جلا وسلو کارول هغه لاملونه دي، چې د نړۍ هوا ورځ تر بلې تودوي. ډېر کنگلونه ورځ تر بلې ویلې کېږي او د هغو هېوادونو هوا هم په دوبي کې گرمه وي، چې مخکې یې د تاوده لمر ارمان کاوه. د ژمي په موسم کې د سړو هېوادونو هوا ډېره سړه وي، چې کله ـ … نور ولولئ

رسنۍ

سعودي: مسلمانان دي سږ کال د حج لپاره چمتوالی نه نيسي

خبریال: فضل الله فضلي سږ کال د حج د فریضې د اداء کولو لپاره سعودي عربستان مسلمانانو ته اجازه نه ورکوي. د سعودي عربستان د حج وزیر ويلي چي د کرونا ویروس له خطره دي د نړۍ مسلمانان سږ کال حج ته د فریضې د ادایني لپاره چمتوالی وځنډوي. یوې عربي رسنۍ تېره ورځ د حج د وزیر په حواله پر ټویټر لیکلي: موږ د نړۍ د ټولو مسلمانانو څخه غوښتنه کوو، چي د حج … نور ولولئ

په زړه پورې

هندوان يووراج سينګ او هربجن سينګ ته سخت په غوسه دي!

ليکنه: مدثر دعوت د هندوستان کريکټ ملي لوبډلي پخوانيو لوبغاړو هربجن سينګ او يووراج سينګ د هندوستان له خلکو غوښتي چي د شاهد افريدي د خيريه بنسټ سره مرسته وکړي. دواړو لوبغاړو په جلا جلا ويډيويي ټويټونو کي د هندوستانيانو څخه غوښتنه کړې چي په پاکستان کي د کرونا ويروس د مخنيوي په خاطر د شاهد افريدي د خيريه بنسټ سره خپل تر توانه مرسته وکړي. دواړو سينګانو ويلي چي دا د ازمويني حالت دی … نور ولولئ

افغانستان

ایا طالبان به په خپل مرکچي پلاوي کې ښځو ته ګډون ورکړي؟

یوناما په داسې حال کې له طالبانو غوښتي چې بین الافغاني مذاکراتو کې ښځو ته ګډون ورکړي چې د طالبانو درې کسییزه پلاوی د طالب بندیانو د خوشې کېدو په موخه کابل ته رارسیدلي دي. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشې مرستیالې ځانګړې استازې انګرېډ هېډن له کابل څخه د ملي امنیت شوراغونډې ته د یو ویډیو کنفرانس له لارې وویل چې طالبان دې خپل مرکچي پلاوي کې ښځو ته ګډون ورکړي. هېډن … نور ولولئ

افغانستان

تورخم کې قرنطین او ورته تدابیر؛ هغوی چې کوزه پښتونخوا او پاکستان کې دي کوم انتخاب باید وکړي؟

لیکنه: غازي عابد د ننګرهار ولایتي ادارې د پریکړې پر اساس احتمالي را ستنیدونکي مسافرین به په تورخم ښارګوټې کې د ۱۴ څخه تر ۲۱ ورځو پورې قرنطین شي او چا ته یې د لیدو اجازه هم نه ورکول کیږي. وړمه ورځ والي شاه محمود میاخېل تورخم ښارګوټې ته د سفر پر مهال وویل: «د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه په احتمالي ډول د تورخم له لارې را ستنیدونکي مسافرین به د … نور ولولئ