ادبیات

کارونپوهنه (pragmatics)

لیکنه: مصطفی سمون لنډیز نامتو ټولنپوهانو د کارونپوهنې په برخه کې غوره کار کړی، چې د ډیالوګ تحلیل او مطالعې ته یې پام کړی. کتیکو پخوانی شکل دی، افراد له یو بل سره په ډیالوګونو کې ګډون کوي. مخکې له دې چې په رسمي خبرواترو کې ګډون وکړي، دا اړيکې له ځانه سره او په نا رسمي رامنځته کېږي. کارونپوهنه( pragmatics) له یوناني ( pragmatikos) کلمې څخه راوتې، چې د pragmat د کارونې او عمل … نور ولولئ

سپورټ

د آی پي اېل د پیل او نه پیل په اړه ضد او نقیضې خبرې

یاران سپورټس د آی پي اېل مسوولینو او د هندوستان کرکټ بورډ یو ځل بیا د آی پي اېل د پیل او یا هم نه پیل په اړه د مارچ په ۳۰ مه غونډه کړې ده. په دې غونډه کې بیا هم غوڅه پرېکړه نه ده، چې د آی پي اېل سیالۍ دې، لغوه او یا هم په دقیق وخت پیل شي. د هندوستان د کرکټ د کنټرول مشر سوراف ګنګولي ویلي، چې دوی به … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

غښتلی شخصيت

ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ خپله کاریزماتیک د جذابه او دلربا کلمو مترادفه کلمه ده. کاریزماتیک په اصطلاح کې د هغه چا ځانګړنو ته ویل کېږي چې د نورو پر وړاندې ښه رهبري او ځواک ولري. ویستون چرچیل وایي: “بدبینه انسان په هر فرصت او سختیو کې ستونزې ویني، خو خوش‌بینه انسان په هرې ستونزې کې فرصت ګوري.” کاریزماتیک شخصیت سبب کېږي چې انسان ځانګړی، متفاوته او جذابه ښکاره کړي. کاریزمایي انسانان ځینې ځانګړنې لري … نور ولولئ

سپورټ

مېچل سټارک او الېسا هیلي د کرونا له تهدید سربېره د ګلف لوبې کوي

یاران سپورټس دا چې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس وېره خپره ده، نو د ورزش نړۍ نږدې هر ډول لوبغالي خالي دي او لوبغاړي پکې نه لیدل کېږي. خو پر دې سربېره بیا هم ډېری لوبغاړو ځان ته د تشویش زمینه نه ده برابره کړې، بلکې په خوښۍ هغو ځایونو کې لوبو او تفریح ته دوام ورکوي، چې د کرونا ویروس تهدید پکې نشته. د هندوستان زیاتره لوبغاړي په کورونوکې د ورزشي تمریناتو … نور ولولئ

په زړه پورې

د کرونا ويروس له امله د امريکا د مړو شمير تر چين ډير سو

خبريال: مدثر دعوت په امريکا متحده ايالاتو کي د کرونا ويروس له کبله د مړو شمير تر چين واووښتی. د جان هاپکنز پوهنتون د معلوماتو له مخي په امريکا کي د کرونا له امله د مړو شمير تر ۳۴۰۰ اوښتی دی . د ياد پوهنتون د کرونا څانګي ويلي چي په امريکا متحده ايالاتو کي د کرونا ويروس له کبله د مبتلا سويو کسانو شمير ۱۷۶۸۱۷ تنو ته رسيدلی ،او د مړو شمير يې ۳۴۱۵ … نور ولولئ

افغانستان

نړۍ او کرونا؛ د روغتیا نړیوال سازمان وايي بې غوري مه کوئ

خبریال: فضل الله فضلي د روغتیا نړیوال سازمان یا WHO وايي:  د کرونا وبا پر وړاندي بې غوري مه کوئ. نوموړي سازمان په خاص ډول آسیايي هیوادونو ته ويلي دي، ځکه په جنوبي کوریا، هانکانګ او چاپان کي کرونا ویروس بیا راښکاره سوئ دئ. کرونا ویروس اوسمهال د نړۍ په ۱۷۹ هیوادونو او مختلفو سیمو کي خپور سوئ دئ. په نړۍ کي د کرونا ویروس وروستي جزیات: ټول تائید سوي پېښي: ۸۱۸۶۵۰ روغ سوي کسان: … نور ولولئ

په زړه پورې

په امريکا کي لومړنۍ خبرياله د کرونا له امله مړه سوه

خبريال: مدثر دعوت د سي بي ايس ټلويزيون خبرياله ماريا مرکاډر د کرونا ويروس له کبله مړه سوه. که څه هم په امريکا کي د کرونا ويروس له کبله د مړو شمير تر زرو اوښتی دی خو دا لومړنی ځل دی چي يوه خبرياله ددې ويروس له کبله مړه کيږي. ماريا د ۵۴ کلونو په عمر وه خو د CBS تلويزيون سره يې ۳۰ کلونه دنده اجرا کړې وه او تر ټولو ډير کار يې … نور ولولئ

اقتصاد

ختیځو ولایتونو ته ۱۱۰ میلونه افغانۍ ورکول کیږي او تورخم کې کرونا ضد لابراتوار جوړیږي

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر اشرف غني د ختیځ زون ولایتونو له والیانو سره کرونا ویروس سره د مبارزې د تدابیرو په اړه خبرې وکړې ارګ یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ ولسمشر محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې د ختیځ زون ولایتو له والیانو سره کرونا ویروس سره د مبارزې د تدابیرو په اړه خبرې وکړې. د وړاندیزونو شریکول په دغه ویډیو کنفرانس کې چې په ارګ کې جوړ شو، په … نور ولولئ

په زړه پورې

هند د کيرالا مهاجرينو ته د قرنطين پرځای نور تدابير هم نيولي

خبريال: مدثر دعوت د هندوستان د کيرالا ايالت مهاجرين که څه هم قرنطين کيږي خو يوه بله طريقه هم ورباندي تطبيقيږي. کيرالا د هندوستان هغه ايالت چي د هيواد په کچه د کرونا ويروس ترټولو ډيري پيښي پکښې ثبت سويدي. که څه هم په نړيواله کچه د کرونا ويروس د مخنيوي تر ټولو ښه لار وقايه او په کورونو کي قرنطين دی خو د هندوستان کيرلا ته بيرته هغه اوسيدونکي راځي چي په نورو ايالتونو … نور ولولئ

افغانستان

د ملي امنیت شورا غونډه؛ ځواکونه دې دفاعي حالت کې وي، طالبان بریدونه کوي

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ پرون ماښام د ملي امنیت شورا غونډه په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه. ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې غونډه کې، د هیواد په عمومي امنیتي وضعیت پر بحث سربېره، د امنیتي او دفاعي ارګانونو په لګښتونو په ځانګړي ډول په تېلو، ترمیماتو، خریداریو او سون توکو کې د لوړ لګښت د مخنیوي په موخه د برېښنا انرژۍ سره د امنیتي ځواکونو د ټولو … نور ولولئ