سپورټ

هندي رسنۍ؛ کېدای شي ای پي اېل لغوه شي

یاران سپورټس د هندوستان رسنیو د هندوستان د کرکټ بورډ له قوله راپور ورکړی چې د سه شنبې پر ورځ د یاد بورډ او د آی پي اېل د لوبډلو د مالکانو ترمنځ غونډه وشوه، خو سږ کال د کرونا ویروس خطر جدي دی او ښایي لوبډلې لغوه شي. بل پلو د هندوستان دولت ویلي، چې دوی پراخ شمېر کې خلکو ته د قرنطین امر کړی دی. د هندوستان د کرکټ بورډ ادارې مشر سوراف … نور ولولئ

سپورټ

د پاکستان سوپر لیګ له لکونو ډالرو تاوان سره مخ دی

لیکنه: فضل الله فضلي د پاکستان کرکیټ سوپر لیګ د ۵۲ لکه ډالره تاوان سره مخ دئ. د پاکستان کرکیټ بورډ لخوا د سږني فصل پاکستان سوپر لیګ نیمه پایلوبي او پایلوبه په دې هیواد کي د کرونا ویروس د خپرېدو وروسته، تر نامعلومي نېټې وځنډول سوې. همداراز د پي ايس ایل لیګ يا پاکستان سوپر لیګ وروستۍ څو لوبي بېله تماشاچیانو هم ترسره سوي وې. تېره دوشنبه د پاکستان کرکیټ بورډ اجرائیه مشر وصیم … نور ولولئ

افغانستان

د کرونا ضد درمل او د ویروس شمېر په افغانستان کي ۸۴ ته ورسېد

خبریال: فضل الله فضلي د افغانستان د عامي روغتیا وزارت وايي چي په دې هیواد کي د کرونا د مثبتو پېښو شمېر تر ۸۴ پوري ورسېدئ. نن ددې وزارت ویاند وحیدالله مایار په نیمروز کي د نوي یوې مثبتي پېښي او په هرات کي د ۴ نورو مثبتو پېښو پخلی وکړ. پدې سره په هرات ولایت کي ۵۷ پېښي، کابل ۷، سمنګان ۴، لوګر ۳، فراه، بلخ او زابل ۲-۲، کاپيسا، دایکندي، بادغیس، کندهار، غزني … نور ولولئ

په زړه پورې

کولمبیا کې یوه ښځه له قرنطین نه په سرغړونې په ۸ کاله بند محکومه شوه

په ” کولمبیا” کې یوه مېرمن د قرنطین خلاف قانون څخه په سرغړونه په اته کاله بند او تعزیري جزا محکومه شوه. د نړۍ حکومتونه پدې پوهېږي چې د کورونا وایرس یا کووډ ۱۹ څومره خطرناکه ناروغي ده ځکه یې جدي قوانین/ تدابیر ورته ونیول شو او په ملکي وګړو یې جدي تطبیقیږي هم. دا خورا خواشینونکي ده چې زمونږ ډیری افغانانو ته لا هم ټوکي ښکاري، د مرګ سره لوبې کوي جدي یې نه … نور ولولئ

سپورټ

میسي او رونالډو د خپلو هیوادونو سره یو ـ یو میلیون یورو مرسته وکړه!

د نړۍ دوو قوي فوټبالرانو لیونل میسي او رونالډو په جلا ـ جلا ډول د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د خپلو هیوادونو سره یو ـ یو میلیون یورو مرسته وکړه. د آرجنټاین د هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او بارسلونا کلب تکړه بریدګر لوبغاړي لیونل میسي د کرونا ویروس څخه د ساتني په موخه د خپل هیواد آرجنټاین او د اسپانیا هیواد بارسلون ښار سره د یو میلیون یورو مرسته وکړه. په … نور ولولئ

سپورټ

کرکیټ بورډ ځاځي ته د کلیزي مبارکي ویلې، خو یو کس ورته جالیبه کمینټ کړی!

وړمه ورځ د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډلي تېز توپوهونکی حضرت الله ځاځی ۲۲ کلن سو او کرکیټ بورډ هغه ته پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه د کلیزي مبارکي وویله، خو یوه کس ورته جالیبه کمینټ کړی. د بصیر رحیمزي په نوم یوه هیوادوال دا ډول کمینټ ورکړی((پنځلس کلن وم فکر کوم نهم صنف کې وم له مکتب څخه کور ته راتللم تقريبا د ورځې لس نيمې بجې وې د کابل د اتمې امنيتي حوزې … نور ولولئ

خوندیتوب

هارون باچا: زما لاليه په خپل کور کښينه!

ليکنه: مدثر دعوت د پښتو ژبي پياوړي سندرغاړي هارون باچا له خلکو غوښتي چي د کورونو را ونه وځي او د کرونا په وړاندي پوره چمتوالی ونيسي. هارون باچا پر ټولنيزو رسنيو يو ويډيويي پيغام خپور کړی چي هدف يې له خلکو غوښتنه ده تر څو بيله اړتيا له کورونو ونه وځي او کرونا جدي ونيسي. د باچا پيغام د څو بيتونو زمزمه ده چي پخپل خواږه ږغ کي يې ثبت کړيده. د ويډيو په … نور ولولئ

افغانستان

د حکومت او طالبانو دویم پړاو خبرې او د دریځونو نرمیدل؛ ایا دا به بین لافغاني خبرو ته دوام ورکړي؟

لیکنه: غازي عابد د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ که څه هم د نورو مسایلو په اړه خبرې نه دي شروع شوي، خو د بندیانو په اړوند سره تماسونه شوي دي. د مارچ د ۲۲مې خبرې د روانې مارچ میاشتې پر دویشتمه نیټه هم د افغانستان د حکومت او طالب استازو ترمنځ خبرې شوې دي. د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هغه وخت په خپل ټویټر لیکلي ول: «نن دورځې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

له وخته سمه ګټه اخیستل

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ زیاتره خلک له خپل وخت څخه سمه ګټه نشي اخیستلای او تل د بوختیا احساسا کوي. په داسې حال چې هېڅ کار یې هم نه وي کړی، نو باید پر دې پوه شو چې خپل وخت څخه په څه ډول ګټه واخلو: ـ وخت داسې یو څه دی چې ټولو انسانانو ته په مساوي ډول وېشل شوی. ـ له وخته په سمه توګه ګټه اخیستل پیسو ته اړتیا نه لري. ـ وخت … نور ولولئ

افغانستان

ځوان لوبغاړی عضمت الله عمرزی ۲۰ کلن شو!

د افغانستان کرکیټ ملي لوبډلي ته ټاکل سوی تازه او ځوان لوبغاړی عظمت الله عمرزی تېره ورځ ۲۰ کلن سو. د افغانستان کرکیټ بورډ پر خپلي رسمي فیسبوک پاڼه هغه ته د ۲۰م کلیزي مبارکي ویلې او د هغه ترڅنګ ئې د ۱۹کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام په یوې لوبه کي د هغه ځلېدلو ته اشاره کړې. کرکیټ بورډ لیکلي(( نوموړي په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د نیوزیلنډ ۱۹ کلنې لوبډلې پر وړاندې په … نور ولولئ