سپورټ

سعودي عربستان کي د ښځينوو لومړنۍ کريکټ لوبه ترسره سوه.

خبريال: مدثر دعوت د سعودي عربستان په جدې ښار کي د ښځينوو ترمنځ د کريکټ لوبه ترسره سوه او ريکارډ يې جوړ کړ. دا لومړی ځل دی چي په سعودي عربستان کي د انجونو له لوري کريکټ لوبه ترسره کيږي. دا لوبه چي ۱۰ اوورونو کي وه د ۸ بيلابيلو هيوادونو، هندوستان،پاکستان، سويلي افريقا،پلپين، اندونیزيا،سويډين،سعودي عربستان او اجپټ ښځينوو پکښې برخه اخيستې وه. دا سيالۍ د ابر په نوم روغتيايي ګروپ له لوري ددوی د … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

سعودي کې د طلاق زیاتوالی؛ په هر ساعت کې ۷ ښځې طلاق کیږي

د اسلامي نړۍ د پلازمینې سعودي عربستان څخه  د تیرو څو کلونو راهیسې؛ د ښځو د خپلواکه/خودکفا کولو او فامیلي حقوقو  (قانون) پوهې، تکړه او مخکښې مدافعي وکیلې “نسرین الغامدي” ویلي، چې په سعودي عرب کې؛ په کورنيو مسايلو کې مداخله د طلاق لوی لامل دی. نسرین الغامدي “دا وینا نوموړې هغه مهال وکړه چې په سعودي عرب کې د طلاق شمېر مخ په ډېرېدو دی، اوس مهال په سعودي عرب کې؛ په یوه ساعت … نور ولولئ

افغانستان

ملګري ملتونه ډاکټر عبدالله ته؛ د اساسي قانون درناوی باید وشي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي دفتر یوناما مشر تدامیچي یاماماتو نن د افغانستان پخواني اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي. د ښاغلي عبدالله په رسمي فیسبوک پاڼه لیکل شوي چې په دې ناسته کې د روان وضعیت او د سولې د پروسې په اړه بحث او نظرونو تبادله شوې ده. بل پلو د یوناما په رسمي ټویټر ددې ناستې پخلی شوی او د خبرو په اړه یې معلومات ورکړي. یوناما … نور ولولئ

ادبیات

ته څوک یې!؟

لیکنه: عصمت الله صالح  ماشوم وم د خپل کلي وروستی کور مې د نړۍ پای باله؛ د خپل کلي جومات راته د اسلام مرکز ښکارېده او هر لمونځ به مې ضرور پکې قبول احساساوه؛ د شنې‌ درېشي‌واله عسکر به راته پاچا ښکارېده؛ د سورلۍ له‌پاره تر خره او بایسکل بل ښه شی په نظر نه راتله؛ پلار راته د نړۍ تر ټولو قهرمان انسان معلومېده؛ د خوب له‌پاره مې نرمه توشکه او کمپله ډېره خوښېده؛ … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

انټرنټي ملګرتیا

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري د اړیکو کړکېجن حالتونه، یا ستونزمنې اړیکې، د ټولنیزو رسنیو او د کاروونکو ډېروالی، خصوصاً د انټرنټ د کاروونکو ډېرېدل د دې لامل شوي چې خلک له اصلي اړیکو څخه یا کورنیزو اړیکو څخه هاخوا انټرنټي اړیکې یا څېره په څېره یا هم د مسیج (چت) له لارې اړیکې ټینګې او سره ملګري شي. د همدې توکو له کبله چې خلک نه شي کولی د مقابل لوري هویت مالوم کړي … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

مینه د زړه کار دی که د ماغزو؟

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري وېره په ګېډه او معده هم حس کېدای شي، خو د مینې ځای زړه دی، نو کلکېږئ مه. د زړه هغه انځور ټولو لیدلی چې یو غشی یې پر لور راکاږل شوی وي. ارستو په دې اند و چې د ټولو احساساتو ځای زړه دی. په دویم زېږدیزه پېړۍ کې کلود ګالین نامتو روغتیاپال ویل چې د هر څه مرکز (ینه/ جیګر)  دی، خو پېړۍ وشوې چې خلک په زړه … نور ولولئ

روغه سټه

د هاليووډ مشهور اداکار ټام هانکس او ميرمن يې په کرونا اخته سوي.

خبريال: مدثر دعوت د هاليووډ سينما مشهور فلمي ستوری ټام هانکس او ميرمن يې ريتا ويلسن په اسټراليا کي د کرونا په ويروس مبتلا سوي. ټام هانکس نن پر خپل انسټګرام اکاونټ ليکلي :” زه او ريتا په اسټراليا کي يوو ، موږ د تبي، زکام او درد احساس درلودی کله چي مو د کرونا ازموينه ورکړه نو پايله يې مثبته وه. هانکس ليکي چي اوس موږ باید څه وکړو؟ ،طبي چارواکي خپل اصول لري … نور ولولئ

سپورټ

اصغر افغان: راتلونکي کي به افغان لوبډله د پلان سره سم ځلیږي!

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله د ایرلینډ په وړاندي درو شل آوریزه لوبو لپاره هند ته تللې وه، چي تر یادي لړۍ وروسته پرون د چهارشنبې په ورځ افغانستان ته راغله. د افغان او ایرلینډۍ لوبډلو ترمنځ د افغانستان په کوربتوب هند هیواد کي د یادو درو شل آوریزه سیالیو لړۍ افغانستان ۲ پر ۱ وګټله. د یادۍ لړۍ په لومړۍ لوبه کي افغانستان ـ ایرلینډ ته په ۱۱ منډو او په دوهمه لوبه … نور ولولئ

سپورټ

د هند کريکټ بورډ ټول بهرني لوبغاړي په تمه کړي!

خبريال: مدثر دعوت د هندوستان پريمر ليګ کي د لوبيدو لپاره ټول بهرني لوبغاړي لا تر اوسه انتظار دي چي کله به د ويزې اخيستلو اجازه ورکړل سي. د نوري نړۍ ترڅنګ په هندوستان کي هم د کرونا ويروس په خپريدو دی چي تر اوسه يې ۶۰ مثبتي پيښي ثبت سوي خو دې ويروس په نړيواله کچه تر ۴۰۰۰ ډير کسان وژلي دي. کرونا ويروس چي اوس په نړيواله سطحه يو ستر خطر دی د … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

يوه ښځه څنګه په لوی لاس ځان د تاوتريخوالي ښکار کوي؟

دا ورځې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مختلفې خبرې اورو خو راځئ يو څه متفاوت فکر وکړو! د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالی خپله له دوی پرته اصلاً امکان نه لري، په لاندې دلايلو: ښځه ځان د تاوتريخوالي ښکار کوي کله چې د ماشومتوب د مهال دا ذهنيت او باور مني چې ښځه ټيټ جنس دی. ښځه ځان د تاوتريخوالي ښکار کوي کله چې پر دې خبره باور کوي چې د ارزښتمن کېدو له پاره … نور ولولئ