بریا او پرمختګ

ښځې له تاسو یوازې اته غوښتنې لري

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري ځینې وړتیاوې شته چې مېرمنې غواړي خاوند یې هغه ولري. دومره ستونزمن کار هم نه دی، خو هر څوک دا وړتیاوې لرلی هم نه شي. ټول خلک یو کمی لري، هېڅوک نه شي کولی دا ټول خویونه یو ځایي ولري، خو دومره هرومرو کولی شي چې په دغو اوو وړتیاوو کې یو څو ولري چې خپله مېرمنه خوشحاله وساتي. د ښځې د زړه ګټلو اته لارې: ۱ – صداقت، خو … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ښځه څوک ده؟

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ هر څه ځانته ښکلا لري، خو د بشر ښایست له هېڅ ښکلا سره ورته نه دی. د الله ج په دې ښایسته خلقت کې ښځه د بشري تاریخ په اوږدو کې د بشریت تر ټولو مظلوم ترینه طبقه بلل کېږي، لطیفه، نازکه او د احساس څښتنه ده. زیاتره خلک ښځو ته په ټیټه سترګه ګوري، له دوی څخه د حیواناتو غوندې کار ورڅخه اخلي او د جنسي الې په سترګه ورته ګوري، … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د بریالي ګډ ژوند ۱۶ رازونه

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري موږ ټول له ځوانۍ را پر دېخوا په همدې سوچونو کې ډوب یو چې تر واده وروسته څنګه په زړه‌پورې، خوږ او بریالی ګډ ژوند ولرو. زیاتره وخت یوه جوړه د واده په لومړنیو میاشتو کې ښه سره خوشحاله وي، خو وروسته وروسته هر څه ګډ وډ شي، یا یو پر بل سخته مینه یې کمه شي. د همدې لپاره مو د بریالي واده او ګډ ژوند شل اړین ټکي … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

کتاب لوستنه مو په ژوند کې لید ته بدلون ورکوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل   د بل هر کار پر خلاف یوه ښه کتاب مو په ژوند کې بدلون رامنځته کولای شي، خو د ټکنالوژۍ په چټک پرمختګ سره، داسې ښکاري چې خلکو د کتاب لوستنې خوند هېر کړی دی. د کتاب لوستل موږ ته اجازه راکوي چې بلې نړۍ ته سفر وکړو او د میلیونو بېلابېلو شخصیتونو په رول کې ژوند وکړو. مهمه نه ده چې د څه ډول کتاب له لوستلو څخه خوند … نور ولولئ

سپورټ

د انډری رسل ۲۸ توپونه لوبول او ۷۵ منډې کول

یاران سپورټس انډری رسل به تاسې پېژنئ، چې د یو بې رحمه او هیټر توپ‌وهونکي رول ادا کول یې کرکټ د مینه‌والو زیاته خوښېږي. د ویسټ انډیز د کرکټ لوبډلې توپ‌وهونکي د ۲۰۲۰م مارچ په میاشت کې هم خپله بې رحمه توپ‌وهنه نندارې ته وړاندې کړه. هغه د جمعې پر ورځ د مارچ په ۶مه د سریلانکا خلاف دویمه شل اوریزه لوبه کې او له هغې وړاندې د چهارشنبې پر ورځ د مارچ په ۴مه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

پر مبايل او انټرنټ د ماشومانو روږدي کېدل

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ ماشوم د ټولنې بنسټ او راتلونکی دی، که چېرې یې د روغې روزنې لپاره منظم پلان ونه لرو، نو پر بېلابېلو چارو به ځان بوخت او دا بوختیا به د روږدتیا تر کچې ورسېږي او په راتلونکي کې به یې پر ذهن، اروا، هوښ او استعداد ناوړه اغېزه وکړي، له همدې ستونزو څخه د مخنیوي په موخه مو ارواپوه ښاغلی استاد شرف الدین عظیمي پوښتلی هیله ده، چې دا درنې خبرې تر … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

پر خپل ښایست باور ولرئ!

ژباړه: نسیمه محمدي که څه هم نارینه هغو مېرمنې ته، چې خپلې روغتیا او ښکلا ته ارزښت ورکوي، ډېرې خوښوي، خو د مېرمنې طبیعي ښکلاوې زیاته خوښوي، نسبت دېته چې د یوې سینګار شوې نانځکې چې لاس وروړل شاید د سر درد او ستونزې لامل شي. هغه مېرمنې چې په وسواسي بڼه د خپلې څېرې په اړه اندېښمنې دي، انګېري نارینه دوی ته لېواله نه دي، ځکه دا حالت د دروني ناامنۍ او عدم اعتماد … نور ولولئ

سپورټ

د پاکستان کرکټ بورډ د آسیا جام په کوربتوب ټینګار کړی

یاران سپورټس د پاکستان کرکټ بورډ ویلي چې دوی به د آسیا جام کوربتوب په پاکستان کې کوي، نه دوبۍ کې! د پاکستان د کرکټ بورډ چېئرمېن یا مشر ویلي، چې تر اوسه په پاکستان کې د آسیا جام کېدل یقیني دي او دوی چمتو دي، چې د دې جام کوربتوب په بریالیتوب سره وکړي. احسان ماني زیاته کړې چې د هندوستان لخوا په پاکستان کې د آسیا جام ردول دوی اندېښمن کړي. د هند … نور ولولئ

افغانستان

اووه ۷ سوه دیني علماوو د افغانستان جګړه ناروا وبلله؛ ایا د افغان انسان وژلو ته دلیل شته؟

لیکنه: غازي عابد د ختیځ په کچه ۷ سوه علماؤکرامو د یوې غونډې په ترڅ کې روانه جګړه ناروا وبلله او په ښکیلو خواو یې د تل پاتې اوربند غږ وکړ. د ننګرهار د رسنیو دفتر وايي، علماؤ کرام چې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د کب په ۱۷مه را ټول شوي وو، په افغانستان کې د افغانانو ترمنځ جګړه پردې وبلله او په ښکیلو خواو یې د افغان وژنې د مخنیوي په … نور ولولئ

افغانستان

ولسمشرغني: د مخامخ مذاکراتو په اړه توافق شوی؛ ۴۰ کلنه غمیزه پای مومي

راپور: غازي عابد افغان ولسمشر محمدا شرف غني نن د ملي شوار ۱۷مې تقنینې دورې د دویم کال پرانیسته. هغه په دې مراسمو کې وینا وکړه. اجرایه رییس عبدالله عبدالله، د ملي شورا مشران او غړي او د کابینې یو شمیر وزیرانو هم په دې مراسمو کې ګډوند درلود. افغانستان پخوانی نه دی ! ولسمشر اشرف غني وویل د افغانستان اوسنی ولس نه د تېرو ۹۰ کالو ولس دی او نه هم د تېرو څلوېښتو … نور ولولئ