ټولنیز ژوند

آیا نارینه او ښځينه، معمولي دوستان/ ملګري کېدای شي؟

ژباړه: نسیمه محمدي Men and women friendship آیا نارینه او ښځینه ګټوره معمولي دوستانه اړیکه لرلای شي؟ دې پوښتنې ته ډېر ځوابونه ویل شوي، چې په دې مطلب کې یې په اړه خبرې کوو. زموږ د حافظې او ذهن ډېره برخه له هغو فېلمونو او سریالونو څخه ډکه ده چې سراسر خالي او افسانوي مینه وړاندې کوي. د ځوانۍ په لومړیو کې یو هلک، یوه نجلۍ ویني او په یو زړه نه، بلکې په سلو … نور ولولئ

روغه سټه

خندا دا جسمي، ذهني او ټولینزې ګټې لري

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري اورېدلي مو دي چې خندا د ژوند مالګه ده. په ټولیزه توګه خندا یوه کس ته د زړه سکون او موقتي آرامتیا ور بښلای شي، خو تر هغه ځایه خندېدل ښه وي چې انسان د خدای له یاده ونه باسي او منحرف نه شي. سره له دې خندا هم روح او هم فزیک ته ګټه لري. اړیکې مو سره ټینګوي او د ژورو ملګرتیاوو لامل هم کېدای شي. کله چې … نور ولولئ

په زړه پورې

ولې د فبرورۍ ۱۴مه په ولنټاین (مینانو ورځ) ونومول شوه؟

ژباړه: نسیمه محمدي څو کلونه کېږي چې د فبرورۍ څوارلسمه زموږ په هېواد کې هم د مینانو د ورځې په نامه نمانځل کېږي او بازارونه د ګلانو، نانځکو، د مبارکۍ کارتونو او کېکونو د پېر او پلور له امله ګرم او تاوده وي. ولې د فبرورۍ ۱۴مه؟ دا چې دې نېټې ولې د مینانو د ورځې نوم خپل کړی، ډېرې کیسې روایت شوي دي. یو له دې له مشهورو داستانونو څخه، د میلاد درېیمې پېړۍ … نور ولولئ

سپورټ

د ښځینوو نړیوال شل اوریز کرکټ جام

د روانې میاشتې په ۲۱مه یعنې ۸ ورځې وروسته د اسټرالیا هېواد د ښځينه کرکټ شل اوریز جام کوربتوب ته چمتو دی. سږ کال د ښځينه شل اوریز جام اووم پړاو دی، چې لس لوبډلې پکې ګډون لري. اسټرالیا، نیوزیلېنډ، انګلستان، ویسټ انډیز، سویلي افریقا، هندوستان، پاکستان، بنګله‌دېش، سریلانکا او تایلېنډ لوبډلې به په ښځينه نړیوال جام کې خپلې لوبډلې ولوبوي. د ښځينه‌وو شل اوریز نړیوال جام د فبروري په ۲۱مه د جمعې پر ورځ … نور ولولئ