ادبیات

د کرن خان ”مینه او مننه“ شعري ټولګه خپره شوه

له پښتو شاعرۍ سره زموږ وتلي او خوږ ژبی سندرغاړي کرن خان اشنايي پخوانۍ ده . خو کرن خان په لر و بر کې پر خپلو خوږو سندرو دومره مشهور دی چې دده د خوږه شاعري یې تر سیوري لاندې راوستې. اوس کرن خان ” د مینې او مننه“ په نوم خپله شعري ټولګه خپره کړې. په دې شعري ټولګه د کرن خان راټول شوي شعرونه دده د سندرو او ټپه ایزو په څېر خواږه … نور ولولئ

سپورټ

د ایرلینډ خلاف د یو نوي افغان لوبغاړي په شمول افغان لوبډله اعلان سوه.

خبریال: فضل الله فضلي افغانستان د روان کال په مارچ میاشت کي له ۶ نېټې سره سم د ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلي خلاف درې شل اوریزي لوبي په خپل کوربتوب د هند په ګریټر نویدا کرکیټ لوبغالي کي ترسره کوي. نن د افغانستان کرکیټ بورډ د یادو سیالیو لپاره لاندي ۱۵ کسه افغان لوبغاړي اعلان کړل: لوبډلمشر اصغر افغان، ویکیټ ساتونکی رحمن الله ګربز، حضرت الله ځاځی، کریم جنت، نجیب ځدران، ګلبدین نایب، محمدنبي، مجیب … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

مېرمنو! د دغو کارونو لپاره بښنه مه غواړئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل نن په دې خاورینه کرُه کې ډېرې ځواکمنې ښځې وینو، خو سره له دې، بیا هم کوچنۍ ستونزې شته او دا هغه چلند دی، چې ډېری مېرمنې یې د نورو په وړاندې ترسره کوي: بښنه غوښتل. که په رښتیا مو تېروتنه کړې وي، نو ښه ده، چې بښنه وغواړئ، خو د ځینو عادتونو لپاره، بښنه غوښتل، دلیل او منطق وړاندې کول، ناسم کار دی. مېرمنې کله وخت په دې دلیل، چې … نور ولولئ

سپورټ

غفاري: ډېر خوشحاله یم، چي دریم ځل لپاره بیا غوره لوبغاړی شوم!

د افغانستان د کرکیټ ملي لوبډله د اوو مقام ګټلو په موخه تېره ورځ د کوربه سویلي افریقا کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي ولوبېده، چي یادي لوبډلي ته ئې په ۵ ویکیټو سخته ماته ورکړه. په یاده لوبه کي افغان سلو توپ اچونکي شفیق الله غفاري یو ځلي بیا ښه توپ اچونه وکړه او د سویلي افریقا ۴ لوبغاړي ئې وسوځول، چي د لوبي غوره لوبغاړی هم وټاکل سو. هغه د سویلي افریقا څخه تر … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د ماشومانو د اروایي فشار (سټرس) د کمښت لپاره ۹سپارښتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل له شل سلنه څخه زیات ماشومان، په اروایي فشار باندې اخته دي، خو والدین د څو ټکو په مراعاتولو سره دا موضوع په ښه توګه مدیریت کولای شي. ښایي د ځینو والدینو لپاره یې باور کول سخت وي، خو باید ومني، چې ماشومان د والدینو د دودیز تصور پر خلاف اروایي فشار تجربه کوي. ډېری والدین د ماشوم نړۍ له شور، خوښۍ او خوشالۍ ډکه او دغه راز له هر ډول … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

له اولاد سره د مور او پلار مینه؛ دغو ټکو ته باید پام وشي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري د هر اولاد او مور و پلار یوه هیله دا ده چې په خپلو کې مینه ناکې اړیکې سره ولري او ژوند یې له خپګانونو سېوا تېر شي. د ماشوم او اولاد لومړنۍ اړیکې له خپلې کورنۍ سره وي او همدا اړیکې یې پر نورو اړیکو هم اغېز ښندي. دا چې له اولاد سره مینه ناکه اړیکه ولرو په هغوی کې د خپلواکۍ، مثبت اندۍ او ځواکمنتیا حس پیاوړی کوي. … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ولې د نورو عیبونه پلټو؟

د عیبونو پلټل یو له اخلاقي ناروغیو څخه ده چې له هر ډول فکرونو څخه پیدا کېږي، دلته یې څو ډولونو ته اشاره کوو: ۱- د کمترۍ احساس کول: د عیب لټولو یو لامل د کمترۍ احساس کول دي، هغه څوک چې هر ډول عیبونه لري او د کمۍ احساس کوي، نو غواړي چې د نورو خلکو عیبونه فاش کړي او د هغه په وسیله خپل عیب پټ کړي. مثلاً یو زده‌کوونکی د دې لپاره … نور ولولئ