سپورټ

فريد هوتک: موټر د راشدخان ندی!

ليکنه: مدثر دعوت د افغانستان د کريکټ بورډ وياند محمد فريد هوتک وايي هغه موټر چي راشدخان ورسره انځور نيولی د راشدخان نه بلکي د لوبډلي او شرکت دی. فريد هوتک ياران ته وويل: (( موټر د راشد خان نه بلکې د (ایډلیډ سترایکرز) او (میتسوبیشي) موټرشرکت ترمنځ د ګډې همکارۍ له مخې لیلامۍ ته وړاندی کیږي. ددې کار موخه د سویلي اسټرالیا اورځپلو له پاره ۴۷ زره اټکل شوې مرسته راټولول دي.)) په ټولنيزو … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

فېسبوک ۱۶ کلن سو، په اړه یې معلومات دلته ولولئ.

خبریال: فضل الله فضلي فېسبوک یوه ټولنیزه رسنۍ (ویب پاڼه) ده، چي په ۲۰۰۴ مېلادي کال د فبروري په څلورمه یې د مارک زوکربرګ (Mark Zuckerberg)  او په هارورډ (Harvard) پوهنتون کي د هغه د کوټې ملګرو Eduardo Saverin,  Andrew McCollum, Dustin Moskovitz, Chris Hughes  په مرسته یې په کار پیل وکړ. د فېسبوک په لومړیو کي د دې وېب پاڼي غړي یوازي د هارورډ (Harvard) پوهنتون محصلین وه، وروسته یې نورو پوهنتونو ته لار … نور ولولئ

سپورټ

افغان ۱۹ کلنو په نړیوال جام کي اووم مقام خپل کړ!

افغان ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ په نړیوال جام کي د اووم مقام ګټلو په موخه نن چهارشنبه د سویلي افریقا ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي ولوبېده، چي افغانستان ـ سویلي افریقا ته په ۵ ویکیټو ماته ورکړه او په یاد نړیوال جام کي ئې اووم مقام وګاټه. د یادي لوبي پچه یا ټاس سویلي افریقا وګاټه او خپله ئې د توپوهني پرېکړه وکړه. افغان توپ اچونکو … نور ولولئ

په زړه پورې

د نوي کورونا وایروس د خپریدو مخنیوی ولې ستونزمن دی؟

ژباړه: مهرتاج ۲۰۱۹ ناول کورونا وایرس له یو شخص څخه بل ته هغه مهال هم لیږدول کېږي چې په اخته ناروغ کې یې هېڅ نښې ښکاره موجودي نه وي. دا خبره د چین حکومت تیره اونۍ کړې وه، چې ساینسپوهانو په جرمني کې د یوې تازه پېښې رامنځته کیدو په مرسته اوس ومنله. یوه طبي جریده ” ډی نیو انګلینډ آف میډیسین ” د یو ۳۳ کلن شخص په حواله لیکي چې، نوموړی شخص روغ … نور ولولئ

روغه سټه

د معدې ټپ او لس مهمې نښې یې

ژباړه: عطا محمد میاخېل د معدې ټپونه هغه دردونکي ټپونه دي چې د معدې په دنننۍ (داخلي) برخه کې رامنځته کېدای شي او دا شرایط هر کال په نړۍ کې پر میلیونونو کسانو اغېز کوي. روغه او سالمه معده د یوه دننني ساتونکي پوښ لرونکې ده، چې د تېزابونو د شیرو او د ټپ د رامنځته کېدلو په وړاندې له دې حساس غړي څخه ساتنه کوي. سر بېره پر دې ځینې کسان د معدې په … نور ولولئ

سپورټ

میسي د خپل کلب ورزشي مدیر ابیدال خبري غندلي دي.

خبریال: فضل الله فضلي د بارسلونا کلب پخواني لوبغاړي او د دې کلب اوسني ورزشي مدیر ایریک ابیدال د سپورټس په یو مرکه کي وویل چي له هغه وروسته چي بارسلونا د ریال مادرید سره د الکلاسیکو لوبه مساوي کړه، ددې کلب د روزونکي والورډي د لیري کولو خبري مو پیل کړې. نوموړي په دې مرکه کي دا هم ویلي چي د بارسلونا لوبغاړي سم نه دي. د ابیدال د خبرو اصلي هدف دا وو، … نور ولولئ

په زړه پورې

جاپان د کرونا واکسین جوړولو ته یو ګام نیژدې شو!

ژباړه: نسیمه محمدي د جاپان د انتاني نارغیو ملي مؤسسې په بریالیتوب سره د کرونا په ویروس د اخته ناروغ کس له بدن څخه د دې ویروس د جدا کولو خبر ورکړ. د راپورونو پر اساس دا جلا شوی جن ۹۹،۹ سلنه د هغه ویروس سره چې د چینایي دولت له لوري وړاندې شوی، ورته والی لري. یوې جاپانۍ مؤسسې د کښت له محیط څخه د کرونا ویروس په بریالۍ توګه د جدا کولو سره، … نور ولولئ

سپورټ

سبا افغان کرکیټ بورډ د ایرلینډ په وړاندي لوبو ته لوبډله اعلانوي!

د افغانستان د کرکیټ بورډ ویاند فرید هوتک خبر ورکوي، چي سبا پنجشنبه غرمه ۱۱ بجې د یوې خبري غونډي په ترڅ کي افغان کرکیټ بورډ د ایرلینډ په وړاندي ۳ شل آوریزه سیالیو ته لوبډله اعلانوي. ټاکل سوې، چي د افغانستان او ایرلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د روان ۲۰۲۰م کال په مارچ میاشت کي درې شل آوریزه لوبي ترسره سي. دا لوبي تر دې مخکي د ایرلینډ په کوربتوب پلان سوي وې، خو … نور ولولئ

سپورټ

نیوزیلینډ د هند څخه د تیرو لوبو غچ واخیست!

د هندوستان او نیوزیلینډ کرکیټ ملي لوبډلو ترمنځ د نیوزیلینډ په کوربتوب تر شل آوریزه سیالیو وروسته نن چهارشنبه د درو یو ورځنیو لوبو لړۍ پيل سوه، چي په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کي کوربه نیوزیلینډ په ۴ ویکیټو میلمه هندۍ لوبډلي ته ماته ورکړه. د یادي لوبي پچه نیوزیلینډ وګټله او هندوستان ته ئې د توپوهني بلنه ورکړه. هندۍ لوبډلي په ټاکلو ۵۰ آورونو کي د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره نیوزیلینډ ته د … نور ولولئ

سپورټ

نن افغان ۱۹ کلنه لوبډله د اووم مقام ګټلو لپاره د سویلي افریقا سره لوبیږي!

ټاکل سوې نن چهارشنبه غرمه افغان ۱۹ کلنه کرکیټ ملي لوبډله د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ نړیوال جام په سیایلو کي د اووم مقام ګټلو په موخه د کوربه  سویلي افریقا ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي په وړاندي لوبه ترسره کړي. دا لوبه د سویلي افریقا په بینوني ښار کي نن غرمه ۱۲:۳۰ بجې پيلیږي. ملي سپورټ دا لوبه په ژوندۍ بڼه خپروي. افغان ۱۹ کلني کرکیټ ملي لوبډلي د ۱۹ کلنو په نړیوال … نور ولولئ