سپورټ

سبا افغان ۱۹ کلنه لوبډله د سخت سیال پاکستان سره لوبیږي!

ټاکل سوې سبا د جمعې په ورځ افغان ۱۹ کلنه کرکیټ ملي لوبډله د ۱۹ کلنو ترمنځ د کرکیټ په نړیوال جام کي د دوهم پړاو څلورمه لوبه د سخت سیال پاکستان ۱۹ کلني ملي لوبډلي په وړاندي ترسره کړي. دا لوبه د سویلي افریقا په بنو ښار کي سبا د جمعې په ورځ غارمه ۱۲:۳۰ بجې پيل سي. د افغانستان کرکیټ بورډ وايي، چي دا لوبه ملي ټلویزیون په ژوندۍ بڼه خپروي. د افغانستان … نور ولولئ

مخکښان

د نړۍ تر ټولو زړه ښځه مړه شوه!

د نړۍ تر ټولو زړه ښځه مړه سوه! د نړۍ تر ټولو زړه ښځه، چي تاجکستانۍ ده پرون د ۱۲۷ کلنو په عمر له دې دنیا څخه سترګي پټي کړې او مړه سوه. د فاطمې میرزاقول په نوم دې ۱۲۷ کلني زړې ښځي د تاجکستان هیواد په سغد ولایت کي ژوند کاوه. دا ښځه د ۱۸۹۳م کال د مارچ میاشتي په ۱۳مه نېټه دې نړۍ ته سترګي لغړولي وې.  راپورونه وايي، چي هغې اته زامن … نور ولولئ

سپورټ

د تکواندو افغان لوبغاړي متحده عربي آماراتو ته ولاړل!

د افغانستان د تکواندو افغان لوبغاړي د فجیره اوپن په نوم د تکواندو په نړیوالو سیالیو کي د ګډون په موخه پرون چهارشنبه متحده عربي آماراتو ته ولاړل. د افغانستان د المپيک ملي کمېټه وايي، چي په یاد سفر کي ۶ لوبغاړو، دوو روزونکو او یوه بیا پلاوي ګډون کړی. د یادي کمېټې د معلوماتو له مخي په یادو ۶ لوبغاړو کي څلور نارینه او دوې بیا ښځینه تکواندوکاراني شاملي دي. ټاکل سوې دا لوبي … نور ولولئ

رسنۍ

افغان ښځینه فوټسال لوبډلي په ۵ لوبو کي ۳۴ ګولونه وخوړل!

د مرکزي آسیايي هیوادونو ترمنځ د ۱۹ کلنو لوبډلو د فوټسال سیالۍ د تاجکستان په کوربتوب ترسره سوې، چي افغان ۱۹ کلني فوټسال لوبډلي په کښي په ۵ لوبو کي ۳۴ ګولونه وخوړل او یوازي ئې ۴ ګولوهني د مقابلو لوبډلو په وړاندي ترسره کړې. افغان ۱۹ کلني فوټسال لوبډلي د مرکزي آسیا هیوادونو ترمنځ په سیالیو کي ۵ لوبي ترسره کړې، چي له ډلي ئې ۴ وبایللې او یوازي ئې یوه لوبه مساوي کړه. … نور ولولئ

افغانستان

د زورواکو، غاصبینو او انحصارګرو ځپلو تازه ژمنې؛ ولسمشر وايي دوی ته افغانستان کې ځای نشته

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ملي بحث په دوام پرون له غرمې مخکې د پلازمینې کابل د سروبي، خاکجبار، موسهي او چهاراسیاب ولسوالیو او شلمې ناحیې د بېلابېلو اقشارو استازو سره په سلامخانې ماڼۍ کې، وکتل. ارګ یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشر غني په دې ناسته کې د ګډونوالو ستونزې واوریدې. د غصب او زورواکۍ ځپل د ارګ خبرپاڼه کې ویل شوي چې ولسمشر په ټینګار سره وویل، غاصب، زورواکانو او … نور ولولئ

روغه سټه

د وزن کمولو مجربه کورنۍ نسخه

راټولونه: شپنه سلګۍ هغه څوک چې وزن یې زیات وي یا خېټه لري، نو دا نسخه دې سمه په لیکل شوې ترتیب دقیقاً عملي کړي. د الله پاک په فضل به یې په میاشت کې هغه کم وزن ۵ کیلو ختم شي. دغه مجربه نسخه صرف په سم ډول عملي کول غواړي. د نسخې پرهیز له خوږو خوړو څخه به ځان ساتئ، لکه چاکلیټ پلمیټ شکولاتات او د هر بازاري او داسې نور. د یوه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

هغه ځانګړنې چې بریالي مور او پلار یې لري

ژباړه: عطا محمد میاخېل کورنۍ لومړنۍ ټولنه ده چې ماشومان پکې اړین مهارتونه زده کوي. په حقیقت کې تر ټولو لومړۍ بېلګې، چې هغوی یې په سترګو ویني، مور او پلار دي، له دې امله د والدینو چلند د ماشومانو په بریا او ناکامۍ کې تر ټولو ډېر اغېز لري. که د بریالیو والدینو له ځانګړتیاوو سره آشنا کېدل غواړئ، نو لاندې لیکنه په غور ولولئ. شوخ طبیعته واوسئ یو له غوره چلندونو څخه، چې … نور ولولئ

روغه سټه

خپله حافظه مو په دغو ګټورو لارښوونو سره پياوړې کړئ!

ژباړه: شپنه سلګۍ دا لارښوونې د زلمو او لويانو په ګډون په هر عمر کې د انسانانو لپاره ګټورې برېښي. د حافظي د ښه‌والي لپاره لارښوونې راسره په لاندې 7 ټکو کې ولولئ! ۱ – تر مطالعې لاندې توکو خپله پاملرنه متمرکزه کړئ! پاملرنه د حافظې يو بنسټيز جز دى، د دې لپاره چې ستاسو معلومات اوږدمهالي ولېږدي، نو د معلوماتو لپاره فعالې پاملرنې ته اړتيا ده. ۲ – يوازې د ازموينو لپاره په منظم … نور ولولئ

سپورټ

د افغان لوبډلې د توپ‌وهنې برخې نوی روزونکی او وړتیاوې یې.

دا چې افغانستان په نړۍ کې د جګړه‌ځپلي هېواد په نامه یادېږي او ترډېره پورې ورته د کرکټ په برخه کې پرمختللي، زیات باتجربه او وړ لوبغاړي نه راځي، چې د افغان لوبغاړو ښه روزنه وکړي، نو ځينې وخت منځنۍ تجربې او ځينې وخت د کمې تجربې پخواني بهرني لوبغاړي د لوړې تنخوا او مالي امتیاز په صورت کې زړه ښه کوي چې افغانستان ته راشي او د لوبغاړو روزنه وکړي. خو ډېری وخت د … نور ولولئ