بریا او پرمختګ

د خبرو اترو داسې انداز چې پر مسالو د دواړو لورو سر خلاص شي

لیکنه: هیریفورډ ژباړه: غازي عابد د ښو خبرو اترو او مفاهمې مهارتونه د ژوند د بریا، کار، ملګرتیا او اړیکو لپاره خورا مهم دي. پرته له اغیزمنې مفاهمې نه شي کیدای چې یو پیغام په سم ډول ورسول شي، ځکه له ستونزو، سوه تفاهم، خنډونو او ننګونو سره به مخ وي. د مفاهمې یا خبرو اترو په وسیله افراد یو له بله سره نظریات او مفکورې تبادله کوي او شریکوي. په دې پروسه کې هڅه … نور ولولئ

سپورټ

نن بارسلونا یوه سخته لوبه په مخ کي لري!

د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ د ۲۱مي اونۍ په لوبو کي نن ماښام ۷:۳۰ بجې بارسلونا د والینسیا فوټبال لوبډلي سره لوبیږي. دا لوبه د والنیسیا فوټبال لوبډلي په کورني لوبغالي مستایا کي ترسره کیږي. ننۍ لوبي ته دواړه لوبډلو پوره چمتوالی نیولی. والینسیا د بارسلونا په څېر د لالیګا لیګ په ټورنمنټ کي یوه تکړه لوبډله بلل کیږي. هاخوا د یاد لیګ په یوه بله مهمه لوبه کي سبا یکشنبه ریال ماډرید د لګانیس … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

داده ریښتینولي نو؛ یوه امریکايي ۲۷ زره ډالره تر پیداکېدو وروسته بانک ته تسلیم کړي!

د آمریکا د میشګان هیواد یوه ځوان د یوې لاري په تېرېدو کي داسي جابه پیداکړې وه، چي پکښي ۲۷ زره ډالره وه او ده دا پيسي په ښه صادقانه ډول بانک ته تحویل کړې. د ډیلي میل ورځپاڼي د راپور په بنسټ د جورج کانداش په نوم یوه ځوان د رواني جنوري میاشتي په ۲۱مه نېټه د امریکا په میشګان ښار د اې ټي ام په نوم یوه نژدې بانک ته څېرمه یوه داسي … نور ولولئ

سپورټ

افغان نولس کلنو کرکټ لوبډله د نړیوال جام سوپر دولس پړاو ته ورسېده

افغان نولس کلنو کرکټ لوبډله چې کابو میاشت وړاندې سویلي افریقا ته د نولس کلنو نړیوال پنځوس اوریز جام کې د لوبېدو لپاره ولاړه؛ دې لوبډلې په ډي ګروپ کې له سویلي افریقا کرکټ لوبډلې د جنوري په ۱۷ مه نېټه د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه وکړه، چې سویلي افریقا ته یې په ۷ وېکټو ماته ورکړه، د لوبې غوره لوبغاړی لېګ برېک شفیق الله غفاري راغلی و؛ هغه په ۹ اورونوکې ۱۵ منډې … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

چوپتيا باید ختمه او ماته شي !

ليکنه؛ شپنه سلګۍ د تېر په څېر اوس هم په کليو او بانډو کې زموږ ښځینه قشر له ګڼو ستونزو سره لاس او ګرېوان دی او لا هم یې حَقه او اسلام ورکړي حقوق ترې پر یوه او بل نامه سلبېږي. له وهلو، ترټلو او سپکولو سربېره حتا د انسان په سترګه ورته هم نه کتل کېږي. د خپل حق لپاره یې له خولې هره راوتونکې ناره تر ویلو وړاندې د جبر پر منګولو په … نور ولولئ

ژوند بڼه

ایا په انسانانو کې فرومون شته؟

په دې لیکنه کې هڅه کوو هغه پوښتنې ځواب کړو چې ایا فرومون د مخالف جنس د جذبولو لامل کېدای شي؟ ایا هغه عطر چې نارینه یې وهي او ښځې یې خوښوي، په هغو کې د فرومون شتون ښیي؟ ایا انسان هم فرومون لري، که یوازې په ژویو کې شته؟ فرومون هغه ځانکړي کیمیاوي مواد دي چې په ټولو ژویو کې تولیدېږي او د نورو ژویو پر کړنو او فزیولوژي اغېز پرېباسي. فرومونونه په وجود … نور ولولئ

سپورټ

د ای بي ډیویلیرس ژوند او کرکټ؛ د هغه کلنی عاید او خیریه کارونه یې

ای بي ډیویلیرس د نړۍ په کچه یو مشهور کرکټ لوبغاړی دی، چې د نړۍ ټول کرکټ مینه‌وال یې پېژني او لوبې یې ننداره کړي دي. هغه له ۲۰۰۴م څخه تر دې دمه په کرکټ کې بوخت دی او لا هم په سوداګریزو لیګونو کې لوبېږي. موږ د ډیویلیرس د ژوند او نورو برخو په اړه معلومات درکوو. ای بي ډیویلیرس او ژوند یې د ډیویلیرس بشپړ نوم ابرهم بېنجامېن ډیویلیرس دی، دی د سویلي … نور ولولئ