۲۰۲۱م کې تر دې دمه دغو لوبغاړو سلیزې وهلي دي

 

رحمان الله ګربز د ایرلېنډ پر وړاندې د ۲۰۲۱م کال په لومړۍ میاشت کې سلیزه ووهله او ۱۲۷ منډې یې وکړې.

رحمت شاه زرمتي په ۲۰۲۱م کې د ایرلېنډ پر وړاندې سلیزه ووهله.

پال سټېرلېنګ د افغانستان خلاف سلیزه ووهله.

کېن ویلیمسن د پاکستان پر وړاندې ټېسټ لوبو کې سلیزه ووهله.

هېنري نیکولس چې د نیوزیلېنډ لوبغاړی د پاکستان پر وړاندې یې ټېسټ لوبه کې سلیزه ثبت کړه.

ډاریل مېچل چې د نیوزیلېنډ لوبغاړی د پاکستان خلاف یې روان کال سلیزه ووهله.

 

ډیلن اېلګر د پاکستان پر وړاندې لاهور کې سلیزه ووهله.

د سریلانکا دیموت کرونرټنی د انګلستان پر وړاندې ټېسټ لوبو کې سلیزه ووهله.

سټیف سمېت د هندوستان پر وړاندې.

محمد رضوان د افریقا پر وړاندې شل اوریزو لوبو کې سلیزه ووهله.

رضوان او محمد عثمان چې د متحده عربي اماراتو لوبغاړي دي، د ایرلېنډ پر وړاندې یې تمریناتي لوبو کې سلیزې ثبت کړي دي.

د ویسټ انډیز مایرس په نامه لوبغاړي د بنګله دېش پر وړاندې ټېسټ لوبه کې غبرګې سلیزې ووهلې.

د بنګله دېش لوبغاړي مهیدي حسن د ویسټ انډیز پر وړاندې سلیزه ووهله.

یعنې ۲۰۲۱ کې دوه افغان لوبغاړو هم سلیزې وهلي او ځلېدلي دي.

مارچ میاشت کې یو ځل بیا افغان لوبغاړي له زِمبابوې سره لوبې لري او دا چې کوم افغان لوبغاړی به په سلیزه وهلو بریالی شي، ثابته به شي.

 

راتلونکې لوبې او لوبغاړو ته د سلیزو چانس

د سریلانکا کرکټ لوبډله ویسټ انډیز ته سفر کوي.

د انګلستان کرکټ لوبډله په هندوستان کې ده، د پاکستان لوبډله افریقا ته ځي.

او د سوداګریزو لوبو په لړ کې د پي‌اېس‌اېل سیالۍ پیلېږي او د اسټرالیا لوبډله له بنګله دېش سره لوبې لري.

 

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.