ساینس او ټیکنالوژي له نړۍ

په ۲۰۲۰م کال کې به دا ۷ ټیکنالوژيانې حیرانوونکې وې

ژباړه؛ نسیمه محمدي

څومره به ښه وو چې د خپلې خوښې له ملګرو سره څنګ په څنګ ګرځېدای، یا له هغو کسانو سره په یوځای ګرځېدلو نه وای مجبور شوي چې نه مو خوښېږي.

د ادبیاتو او سینما ډګر ډېر داسې ابزار جوړ کړي چې لرل یې زموږ غوښتنې وې.

د پوستغالو رامنځته کېدل، لکه چي پي اس، د مارائورد جادویي نقشه او د هاري پاتر کیسې په واقعیت بدلې کړي.

خو تکنالوژۍ د ننني دور یو اړخ دی چې تل د تحول په حال کې دی او له مخکې څخه ښې صنعتي نمونې وړاندې کوي.

اووه په زړه‌پورې ابزار، چې تاسې ته درپېژنو، په لوړ اټکل د ټکنالوژۍ په فهرست کې به شامل او د ۲۰۲۰م په لړ کې به وي.

۱ – OvRcharge اورشارژ چارج (ستاسې موبایل په هوا کې چارجوي)؛

135426-min.jpg

د موبایل چارجولو لپاره د امن ځای له لټون ستړي شي یاست؟

یو چارجر چې تازه ډېزاین شوی، تمه ده دې ستونزې ته د پای ټکی کېږدي.

له دې چارجر سره مزی او ساکټ له یاده وباسئ، ځيرک موبایل مو یوازې دا چې په هوا کې معلق دی، چارج کړئ.

د دې ټکنالوژۍ ټول سیسټم د الکترومقناطیس په واسطه کار کوي او د مقناطیس له میدانه د موبایل د خوځښت او د چارج په ساحه کې ساتلو لپاره کارېږي. دا چارجر ډېر نازک اسکلېټ څخه جوړ دی، چې الکترونیکي ګیرا د تېلفون د چارج او مقناطیس په هوا کې د موبایل د پورته کولو لپاره دي.

یوازې څه چې تاسې باید تر سره کړئ، دا دی چې اسکلېټ د مقناطیس په ساحه کې وساتئ او پرېږدئ، چارجر خپله جادو پيل کړي. دا جالب چارجر له ios او اندرویدي سیستم سره سمون لري. ستاسې موبایل په داسې حال کې چې په هوا کې دی چارج اخلي.

۲ – الوتونکی کیتي هاوک موټر (Kitty Hawak)؛

تاسې ته د الوت وزورته درکوي

124359-min.jpg

دا یو کسیز برقي موټر یوه لیتیومي بټرۍ لري. تاسې یې د ځمکې له سطحې د څوارلس مترو په لوړوالي، د اوبو پر مخ او آسماني احساس، له هر ډول موتور پرته تجربه کوئ.

د کیتي هاوک جالب ټکي د هغو پوستغالو کارول دي، چې له بېلابېلو حسي برخو ټولګې سره چلوونکي ته ته وړتیا بښي، چې له هر ډول جواز او روزنې پرته دا موټر کنترول کړي.

د ځان ساتلو او لارښونو سم کارول چې چلوونکی یې مراعات کړي، نو نه هېرېدونکی احساس او هیجان به تجربه کړي.

۳ – د سترګو ماسک درېیم لایټ (Dream light)؛

تاسې ته خوب القا کوي

215487-min.jpg

که شپه مهال د خوب نه وړلو او سهار د وختي پاڅېدلو ستونزه لرئ، دا صنعتي ماسک هغه څه دی چې اړتیا ورته لرئ.

دا ماسک یوه پټۍ لري چې د تندي د فشار په نقطو تاوېږي. هغه پرمختللې ټکنالوژي چې پکې کارول شوې، خوب تاسې ته القا کوي او د موسیقۍ په نشرولو، آرام بښونکې وړانګې خپروي او د هر ډول مزاحمه وړانګو بندلو او د آرامتیا په رسېدلو کې درسره مرسته کوي.

همدارنګه دا ماسک د مدېتېشن او استرس لرې کېدلو لپاره ډېر وړ دی.

دا ماسک ستاسې د زړه ضربان او حسوونکي آخذې څاري. بله ځانګړنه یې ويښوونکی زنګ دی، چې په انځوریز ډول سپینه رڼا ستاسې سترګو ته شیندي او په پای کې د شپې او ورځې هر وخت له طبیعي رڼا سره له خوبه ويښېږئ.

۴ – ځيرکې ګوتمۍ (HB Ring)؛

خپل د خوښې وړ کس د زړه درزا له لرې حسوئ

985237-min.jpg

له ډېر پخوا ګوتمۍ د دوو زړونو د یووالي او نږدېوالي په معنا ده. خو د ټکنالوژۍ دې نوښت دا چاره یو ګام نوره هم نږدې کړې ده.

له پرمختللې ټکناوژۍ سره، ځانګړې ګوتمۍ جوړې شوې چې ستاسې د پام وړ شخص د زړه ضربان ضبط او هر ځای ته یې د وړلو امکان برابروي.

د اچ بي ګوتمي د بلوتوت له لارې وصلېږي او هغوی چې ګوتمۍ لري دا زمینه برابروي چې د موخې شخص د زړه درزا له ګوتمۍ سره هماهنګ او له فزیکي لرېوالي سره سره بیا هم د زړه درزا احساس کړي. د زړه ضربان د هماهنګ وروسته په ډېرې ساده‌ګۍ له یوې ضربې سره فعالېږي. ګوتمۍ د زړه ضربان ذخیره او په لاس کې درلودلو او له انټرنېټ سره په وصلېدو به، په واقعي وخت د خوښې وړ کس د زړه درزا احساس کړئ.

۵ – ځیرک جاکټ (Jacquard)؛

د بدن له حرکتونو سره ګرځنده موبایل کنترول کړئ

256543-min.jpg

دا وخت له موبایل پرته یو ځای تل ډېر کم دي، خو ټکنالوژۍ بیا هم مرسته کړې چې د وسایلو د انتقال پر ځای هغه واغوندئ.

یو ډول جاکټ د یو ډول بدلوونکي ټوکر جوړ دي، چې د یوه ځیرک او ګرځنده موبایل زمینه برابره کړي.

دا جاکټ د لمسي حس له ځانګړي پوښ رسانا څخه جوړ دی او ستاسې د جاکټ تکمې له لمسولو سره موبایل کنټرولوي.

د جاکټ تکمې د ټولو ځانګړتیاوو په درلودلو، لکه اړیکه نیول، موسیقي اورېدل او له نویو پیغامونو څخه خبرېدل د لمس په واسطه له چسب سره زمینه برابروي.

له دې شیک او هوسا جاکټ سره، چې له ځیرک تار او ټوکر اوبدل شوی، د وسایلو د ورکېدلو د هر ډول وېرې پرته، هر ځای چې وغواړئ، لاړ شئ.

۶ – د هګزا وړانګو تعقیبونکی رباټ (Hexa)؛

د بوټو پالنه کوي

123456-min.jpg

د بوټو او ګلانو ښه پالنه معمولاً د زیاترو لپاره مشکل دی، خو یو شپږ څرخه يي رباټ شخص ته منحصر په توګه د ګلدان د بوټو د اړتیا وړ وړانګې او اوبه تامینوي. یوازې بسنه کوي، چې بوټي د رباټ په سره کېږدئ. رباټ په خودکار ډول د کور هغو برخو ته چې ډېر نور لري، ځي.

د وړانګو دا تعقیبوونکی رباټ د یو خبر ورکووونکي عالي سیسټم لری، چې د بوټي د اوبو کولو وخت اعلانوي. سربېره پر دې د انسان د لمس په صورت کې غبرګون ښايي او کولای شي پلی تګ، پورته تلل او د وسایلو راوړل، د موسیقۍ خپرول او حتا د انځورونو اخیستلو ته ورته چارې ترسره کړي.

یوازې څه چې دا ربات اړتیا ورته لري، د انټرنېټ له وای فای سره وصلېدل دي.

۷ – د اسکانلاک قلف (Skunk lock)؛

د سارق د زړه‌بدۍ سبب ګرځي

8523146-min.jpg

له چاپېریال سره د سازګارۍ له اړخه، بایسکل د لېږد رالېږد تر ټولو سالمه وسیله ده. د ټولو کاروونکو یوازینۍ اندېښنه د پارکېنګ پر وخت د دې وسیلې د ورکېدلو وېره ده. د ډېری بایسکلونو قلفونه په آسانۍ سره ماتېږي او سرقت یې په نړۍ کې په مروج جرم بدل شوی دی، خو یو نوی صنعت له دې بابته د ټولو کاروونکو خیال هوسا کوي.

دا V ته ورته قلف شاید نورو قلفونو ته ورته تر سترګو شي، خو داسې جوړښت لري چې د سرقت پر وخت بدبویه ګاز خپروي او د سارق د لید د تتوالي، سر ګنسۍ او استفراق سبب ګرځي. دا وسیله چې د بایسکلونو د غلا څخه مخنیوی یې هدف دی، د دې ستونزې د حل لپاره ښه تولید وړاندې کوي.

سرچینه: Mihanfal.com

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

نسیمه محمدي ، کابل

نسیمه محمدي، لېکواله، ژباړنه او د روغتیايي برخې محصله ده. نوموړې یاران ته په بیلابیلو مسالو په ځانګړې توګه روغتیا سره په تړلو موضوعګانو لیکنې، ژباړې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نسیمې د خپرو شویو لیکنو د بیا خپراوي حق له یاران ادارې سره خوندي دی.