د ٢٠٢٠ز پېښو ته کتنه؛ دا غېرعادي کال څنګه تېر شو؟

راپور: نسيمه محمدي
هېڅ شک نشته چې ٢٠٢٠ز کال د استثنايي کلونو څخه ګڼل کېږي؛ کوم کال چې مو تېر کړ، د حيرانوونکو پېښو ډک وو.
د کورونا وايروس خپرېدلو او د ٨٠ ميليونو څخه زياتو کسانو، په دغه ناروغۍ اخته کېدل، ٢٠٢٠م له نورو کلونو ځانګړى کړ او سيورى يې پرې وغوړاوه، خو پرته دې نورې داسې ډېرې پېښې هم رامنځته شوې، چې د يو نيم ميليون څخه زيات کسان يې وژلي دي.
د دغه کال لومړۍ پېښه د کورونا وايروس په نامه کړکېچ چې نن ورځ نړيواله شوې، په چين کې پيل شو او اوس يې ټوله نړۍ د محاصرې په اور کې سوځي.
د ٢٠٢٠م لومړى د نوي ميلادي کال د پيل سره، د چين دولت څو ناروغان د سږو د انتان، په ذات الريه ناروغۍ اخته ثبت کړل او د چين دولت يې سرچينه ناڅرګنده وښودله.
لسګونه کسان په ووهان کې د ناروغۍ په خاطر بستري شول. البته زياتره ناروغانو ويل، چې وړاندې له دې يې د ژونديو څاروو په بازار کې حضور درلود. خو چينايي مسوولانو ټينګار درلود، د وايروس خپرېدل د څارويو د بازار سره هېڅ تړاو نه لري.
د چين له خوا دغه په رسميت پېژندل شوي کړکېچ، د دغه کال د پاى سره، د نړيوالو مرستو او د څو ډوله واکسين جوړېدلو لپاره، بيا هم نړۍ تر خپل اغېز لاندې نيولې ده.
د کورونا وايروس لومړنى قرباني څوک وو؟
ډ جنورۍ ١١مه د چين دولت خبر ورکړ، د دغه وايروس يو ناروغ چې ٦١ کلن وو، ساه ورکړې ده.
د جنورۍ په ٢١مه په امريکا کې د دغه وايروس لومړنۍ نښه وليدل شوه. دغه څو دېرش کلن سړى د واشنګټن اوسېدونکى او تازه د چين د ووهان له سفر راستون شوى وو.
يوه ورځ وړاندې تر دې هم جاپان، جنوبي کوريا او تايلند په رسمي توګه د دغه وايروس پېښو ثبتېدل اعلان کړل.
د مارچ ١١مه د روغتيا نړيوال سازمان مشر د کوويډ-١٩ ناروغي، نړيواله وبا ونوموله.
نورې پېښې؛
د ٢٠٢٠م د جنورۍ پر درېيمه ورځ، د امريکا بې پيلوټه الوتکو سردار قاسم سليماني، د قدس ځواکونو مشر د بغداد هوايي ډګر ته څېرمه کې وواژه.
د سليماني د ترور په هکله د ايران د شديد غبرګون او په عراق کې د امريکايي اډو په نښه کولو لامل شو.
د ٢٠٢٠م کال نوې کابينې؛
په دغه کال کې د څو نويو حکومتونو د رامنځته کېدلو شاهدان وو، چې تقريبا ټولو يې خوښ برخليک نه درلود.
د سپټامبر ٢٩مه د کوېټ امير، شېخ صباح الاحمد الصباح د ٩١ کلونو په عمر ومړ.
پر دې سربېره د نړۍ په سطحه تر ټولو پخواني لومړي وزير، د بحرين لومړي وزير له نړۍ سترګې پټې کړې.
د پېړۍ تړون/ معامله؛
د جنورۍ ٢٨مه ټرامپ د امريکا ولسمشر د فلسطينيانو او اسراٸيلو ترمنځ د سولې لپاره د پېړۍ معاملې شرحه ولوستله او رسنيزه يې کړه. دا هوکړه ليک پر قدس د اسراٸيل بشپړ واک د پلازمېنې په توګه وو، چې د رسمي نړيوالو غبرګونو سره مله وه.
برګزېټ؛
د جنورۍ ٣١مه برېټانيا د ٢٠١٩م د دوبيز تړون له امله د ٤٧ کاله ګډون وروسته له اروپاپي ټولنې څخه جلا شوه.
د ٢٠٢٠م د اګسټ په څلورمه درنې چاودنې بېروت ولړزاوه او نيمه پلازمينه يې ويجاړه کړه. دا چاودنه د ٢٧٥٠ ټنه آمونيم نايترايت حاصل وو، چې لږ تر لږ ١٩٠ کسه د نېستۍ غېږې ته وسپارل او په زرګونه نور کسان ناروغان شول.
دغه چاودنې د اقتصادي ضربې ترڅنګ، د زياتره سياسي جريانونو جنايي کشمکشونه وپارول.
په امريکا کې د توکمپالنې ضد د نوي يون جوړېدل؛
جورج فلويد د امريکا د تاريخ په تلپاتې څېرې بدل شوى دى; د مۍ ٢٦مه په ميناپوليس ښار د مينه سوتاى ايالت کې د ٤٦ کلن تورپوستي جورج فلويد مړينې سره لاريونونه پيل شول.
دغه لاريونو چې د تبعيض او توکمپالنې ضد اړخ پيدا کړ، لر او بر امريکا ونيوله او لا هم دا اور تازه کېږي.
د امريکا ټاکنې؛
د نوامبر اوومه، د ټاکنو څلور ورځې وروسته، رسنيو د ټرامپ سيال جوبايدن د ټاکنو بريالى نوماند اعلان کړ، خو ولسمشر ټرامپ لا هم د ټاکنو پايله نه مني او د درغلۍ خبرې کوي.
ټرامپ حتا د ډېسامبر په ١٤مه د الکټرال کالج له لوري د ٣٠٢ رايو سره د جوبايډن د بريا د اعلان وروسته هم، دا پايله نه ده منلې.
د منځني ختيځ جوړجاړى؛
د سپټامبر مياشتې په ١٥مه د بحرين او متحده عربي اماراتو ترمنځ مراسم له يو پلوه او د اسراٸيل رژيم په، بنيامين نتنياهو ليدنه له ټرامپ سره په سپينه ماڼۍ کې له بل پلو ترسره شول.
وروسته له دې د اکټوبر په ٢٣مه سوډان د اسراٸيلو سره د لاسليک کوونکو هېوادونو سره يو ځاى شو.
مغرب هم دا کار د ډېسامبر په لسمه تکرار کړ.
وويل شول، چې د ټرامپ دولت، متحده عربي اماراتو ته د اف ٣٥ جنګي الوتکو، سوډان ته د ترهګرو هېوادونو د ليست څخه د وتلو او مغرب ته د غربي صحرا په رسميت پېژندل د اسراٸيل سره د هوکړه ليک په خاطر منلي وو.
د اکراين “بوٸينګ ٧٣٧” الوتلکه د امام خميني نړيوال هوايي ډګر څخه له الوت څو شېبې وروسته سقوط شوه او ټول ١٧٦ مسافر مړه شول. ايراني چارواکو له څو ورځني ځنډ وروسته د جنورۍ په يوولسمه د پېښې دليل انساني تېروتنه او دوه روسي توغنديو ايشتل اعلان کړه.
سلطان قابوس بن سعيد د عمان پادشاه په ٧٩ کلنۍ کې ومړ او دغه هېواد درې ورځنى ماتم اعلان کړ.
د مصر پوليسو قاهره کې د اناتولي خبري آژانس په دفتر د بريد سره يو ترکى او څلور نور خبريالان ونيول. دغه بريد د نړيوالو شخصيتونو او رسنيو له غبرګون سره مخ شو، چې ترک خبريال يوه ورځ وروسته او نور مصري خبريالان د جنورۍ په ١٩مه خوشې شول.
د اسلامي همکاريو سازمان په استازيتوب، ګامبيا نړيږالې محکمې ته د شکايت سره، د يو حکم په لړ کې له ميانمار وغوښتل چې په آراکان کې د مسلمانانو له نسل وژنې لاس واخلي.
د امريکا د سنا مجلس د يوې مصوبې په ترڅ کې پر ايران د بريد لپاره د ټرامپ اختيارات د کنګرې له تاييد پرته محدود کړل.
په هند کې د نوي قانون په اړه، د هندي وګړو په لاريونونو کې په څلور ورځو کې ٥٣ ملکيان مړه شول.
حسنى مبارک د مصر پخوانى ولسمشر د ٩١ کلونو په عمر نړۍ پرېښوده.
پوهانو يو ډول انګل، چې له هوا پرته ژوند کوي، کشف کړل.
شمالي مقدونيه د ٣٠م غړي په توګه د شمالي اتلانتيک/ ناټو له لوري ومنل شو.
د ٢٠١٩م کال په نيوزلند کې د کرايستچورچ په مسجد کې د بريد تر سره کوونکي، د ځان پر وړاندې ټول تورونه ومنل.
د کيمياوي وسلو د منع سازمان، د بشارالاسد رژيم، په ٢٠١٧م کې د لتمنه په سيمه د بريد مسوول وګاڼه.
د طالبانو او امريکا ترمنځ د تړون په اډانه کې له بګرام زندان ١٠٠ تنه طالبان خوشې شول.
د ليبيا حکومت اعلان کړه، چې نږدې ٣٠٠٠ کيلو متر مربع اراضي يې د پلازمېنې طرابلس په ختيځ کې د غېرمشروع خليفه حفتر څخه آزاده کړې ده.
د سويلي يمن انتقالي شورا، چې د اماراتو له ملاتړ برخمن وو، خپلواکي اعلان کړه.
د چين دولت د ټولو روغتونو څخه د ټولو ناروغانو د رخصت کېدلو خبر ورکړ.
شيخ ابوعمر الخراساني د جنوبي اسيا د داعش ډلې مسوول په افغانستان کې ونيول شو.
د عربستاني ورځپاڼه ليکوونکي، جمال خاشقجي په استانبول کې د سعودي په قونسلګرۍ کې د دغه وژل شوي ورځپانه ليکونکي کورنۍ، اعلان کړه چې قاتلان يې بښلي دي.
لاهور ته د پاکستان تلوونکې الوتکه، کراچي هوايي ډګر ته نږدې سقوط وکړ او ٩٧ تنه سورلۍ يې مړه شوه.
د چين کنګرې د هانکانګ خودمختارې سيمې لپاره، د ملي امنيت نوى قانون تصويب کړ.
د اسراٸيل پوليسو له ذهني اړخه معلول فلسطينى د مرمۍ سره شهيد کړ.
شمالي کوريا د دواړو کورياګانو ترمنځ ارتباطي دفتر وچاوه.
د چين او هند ترمنځ د لاداخ سرحدي سيمې نښته کې، شل هندي عسکر ووژل شول.
وولکان بوزکر ترکى ډېپلوماټ او د اروپايي ټولنې وزير، د ملګرو ملتونود ٧٥م رييس په توګه وټاکل شوو.
د هلمند په سيمه ييز بازار کې په توغنديز بريد کې ٢٣ ملکي وګړي ووژل شول.
ولسمشر محمد اشرف غني، اعلان کړه، چې طالبان د په پارلماني او ولسمشريزو ټاکنو کې د ګډون له لارې خپلو سياسي موخو ته ځانونه ورسوي.
اګنس کالامارد، د ملګرو ملتونو ځانګړي خبريال، وليعهد محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د قتل اصلي تورن وپېژنده.
آمريکا په قطر کې د طالبانو سره د لاسليک شوي هوکړه ليک پر اساس، خپلې پنځه اډې(لغمان، هلمند، ارزګان او پکتيکا) کې وځنډولى.
سهيل شاهين، د طالبانو د سياسي دفتر وياند، د اګېست په درېيمه اعلان کړه: ملا عبدالغني برادر د طالبانو د دفتر سياسي معاون او د دغه ډلې رييس په قطر کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
عبدالله عبدالله د ملي پخلاينې رييس د اګېسټ اتمه، په کابل کې اعلان کړه، چې په قطر کې د بين الافغاني مذاکراتو لومړى پړاوو پيلېږي.
د اګېست نهمه ولسمشر اشرف غني د لويې جرګې په پايغونډه کې وويل، د ٤٠٩ طالب زندانيانو، له خوشې کېدلو سره هوکړه شوې او بل هېڅ ځنډ د سولې د خبرو پر لاره نشته.
شينزو آبه، د چاپان لومړي وزير د ناسم روغتيايي وضعيت له امله، له دندې استعفا ورکړه.
د اکټوبر څوارلسمه د اماراتو لومړۍ الوتکه د اسراٸيل له فضايي حريم تېره واخيست.
په ډېسامبر کې د امريکا د خوړو او درملو سازمان، د فايزر او بيوان تک شرکتونو د کورونا واکسين تاييد کړ.
د اتريش د اساسي قانون محکمې، په پوهنتونو کې د حجاب منع د اساسي قانون خلاف کړنه اعلان کړه.
٢٠٢٠م کال د يو شمېر نورو پېښو سره پايته ورسېد.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي