سپورټ کرکټ وزش او تمرین

شل اوریزه سیالیو کې د ۲۰۲۰ کال زیات ویکټ‌اخیستونکي لوبغاړي

لیکنه: محمدصابر حمیدي

دا چي ۲۰۲۰م کال په ختمېدو دی، نو موږ د کرکټ په نړۍ کې هغه لس لوبغاړي درپېژنو، چې ۲۰۲۰م کال کې یې شل اوریزه سیالیو کې زیاتې ویکټې اخیستې دي.

۱ـ لونګي نیګیډي د سویلي افریقا، ۱۷ویکټې، ۹لوبو کې.
۲ـ حارث روف د پاکستان، ۱۶ویکټې، ۱۱لوبو کې.
۳ـ افتاب حسین د هانکانګ، ۱۵ویکټې، ۹لوبو کې.
۴ـ شردیل ټاګور د هندوستان، ۱۵ویکټې، ۹لوبو کې.
۵ـ سیازرول ادروس د مالیزیا، ۱۴ویکټې، ۸لوبو کې.

۶ـ اګر د اسټرالیا، ۱۳ویکټې، ۶لوبو کې.
۷ـ خضیر حیات د مالیزیا، ۱۳ویکټې، ۹لوبو کې.
۸ـ پاوانډیپ سینګ د مالیزیا، ۱۲ویکټې، ۹لوبو کې.
۹ـ محمداسلام د کویټ، ۱۲ویکټې، ۵لوبو کې.
۱۰ـ اقبال حسین د قطر، ۱۲ویکټې، ۷لوبو کې.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې څخه فارغ شوی. په کندهار کې د ” زما“ راډیو سره په خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ