ټولنیز ژوند

زمونږ  پر ژوند د (عادتونو) اغېزې؛ څنګه او کوم ډول راخپل کړو، دلته یې ولولئ

لیکنه: ساحل منګل يو عالم وايي، دا مونږ يو، چې عادتونه  جوړوو او دا عادتونه  دي، چې  زمونږ  ژوند جوړوي. ټول انسانان  په  خپل  ژوند کې ښه  او بد عادتونه  لري، ددې عادتونو په  ترسره کولو سره ورځنی ژونداو چارې مخ  ته  وړي. د ځينو انسانانو عادتونه  د هغوی د ښه او بد شخصيت  څرګندويي کوي. انسانان په  خپل ژوند کې په  خپلو ښو او بد عادتونو مشهور وي، لکه  پلانی کس سخت دروغ  وايي، … نور ولولئ

ټیکنالوژي

ایا تور تیم Black Theme یا عادي خړ رنګې سپین تیم پر نظر څه تاثیر لري؟

لیکنه: مجیب حلیمي په ننې عصر کې زیاتره وېبپاڼې او اپلېکشنې په دوه قسمه تیمونو یعنې رنګونو سره جوړیږي،چې یو قسم یې تور رنګ لري، او بل يې خړ سپین رنګه. ایا د سترګو په نظر باندې کوم یو یې ډېر تاثیر ګزاره دی ؟ کوم یو باید انتخاب شي،او د کوم یو څخه ګټه واخیستل شي؟ د ګرافیکي پوهې له لحاظه باید یوه وېبپاڼه،یا آپ په درې رنګونو باندې باید مشتمل یا مشتمله وي،چې … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ځان بدل کړه، نه جهان؛ یوه جالبه کیسه کې درته وایو !

ژباړه: سیف الرحمن سباوون ډېر پخوا، خلکو د یوه واکمن تر واکمنې لاندې خوشاله ژوند کاوه، د پاچا د واکمنۍ خلک ډېر خوشاله و ددوی نیکمرغې دا وه چې ښه پرېمانه مال او دولت یې درلود او کم طالع هم نه وو. یو ورځ پاچا غوښتل چې له هغومهمو تاریخې او سیلانې ځایونو څخه چې لیرې پراته ول لیدنه وکړي، هغه اراده وکړه چې دا سفر به پلی کوي تر څو له خپلو خلکو سره … نور ولولئ

سپورټ

آې پي ایل کې ټول ۱۸۹ لوبغاړي اخېستل شوي

د ۲۰۲۰ م کال د مارچ په ۲۳ مه نېټه د دیارلسم پړاو آې پي ایل سیالۍ د اته لوبډلو په شتون کې پېلېږي، چې درې افغان لوبغاړي هم پکې د خپلو پخوانیو لوبډلو له خوا اخېستل شوي دي. د ډېسمبر په ۱۹ مه نېټه د هندوستان په کلکته ښارکې د راروان کال آې پي ایل سیالیو لپاره بولي ترسره شوه، چې پکې هندي او باندني لوبغاړي واخېستل شول. د دې بولي پرمهال ځېنې لوبغاړي … نور ولولئ

سپورټ

د ۲۰۲۰ز کال ۱۹ کلونو نړيوال جام په اړه بشپړ مالومات،او پکښې افغان لوبډله!

ليکنه: مدثر دعوت په کابل کي د ۱۹ کلونو کريکټ نړيوال جام لپاره جوړ سوی کمپ چي ۱۰ ورځي وړاندي پيل سوی وو پایته ورسيدی. د افغانستان کريکټ بورډ وياند فريد هوتک ياران ته وويل چي ددې تمريناتو اصلي موخه په ذهني توګه د لوبغاړو پياوړي کول وو. دا تمرينات د ۱۹ کلونو کم عمره لوبډلي د روزونکي دولت احمدزي تر مشرتوب لاندي ترسره سوه چي سيدالرحمن احمدزي او عبدالمنان مسعود هم ورسره د د … نور ولولئ

سپورټ

نن د آزادي مبارزې تکړه  افغان لوبغاړی د روسي سیال سره لوبیږي

ټاکل سوې نن شپه د کابل په وخت ۸:۳۰ بجې د افغانستان د جوجیتسو او آزادي مبارزې تکړه لوبغاړی حسین بخش صفري د خپل روسي سیال پیتر برګ په وړاندي ولوبیږي. دا لوبه د روسیې مسکو ښار په ادرینالین لوبغالي کي ترسره کیږي، چي د قفس دننه به افغان لوبغاړی د خپل روسیي سیال په وړاندي میدان ته کښته سي. د ورکړل سوو معلوماتو له مخي، چي دا لوبه د آریانا ټلویزیون له لوري په … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

خپل ذهن د ځان پر ضد مه کاروﺉ؛ دلته یې درته وایو

ژباړه: عزت الله ذکي که تاسي په ذهن او بدن کي هر ډول آندېښنه وزېږوئ، تاسي پخپل ژوند کي بل دښمن ته آړتیا نه لرئ! تاسي کرار_کرار نه يوازي په فزيکي ژوند، بلکي په بېلابېلو برخو کي د خپل ځان په ضد کار کوئ؛ تاسي پوهېږئ! تاسي خپل ژوند د خپل ځان په ضد ګرځوئ، نن ورځ موږ ډېر ښه پوهېږو، هغه خلک چي تر ډېر ذهني فشار لاندي راځي، حتماً ناروغيو ته بلنه ورکوي … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

استعداد پالنه او استعداد وژنه؛ هغوی ته چې خپله وړتیا ترې ورکه ده !

لیکنه: حنیف حفاظ د یوه کس نسبي پرمختګ، ښه والي او ودي ته په یوه خاصه برخه کي استعداد ویل کیږي. مثلا که چیري دري کسه د رسامۍ په یوه ټولګۍ کي زده کړي کوي او پس له یوي مودي د دوۍ نتیجو ته وکتل شي نو ویلای شو هغه کس چي اوس په خپله ټولګۍ کي تر ټولو ښه رسامي کوي، په رسامي کي ځانګړی استعداد لري. خو دا هیڅکله په دي معنی نده … نور ولولئ

خواړه

د زرشک شربت په وسیله مو د لوړ فشار مخنیوی وکړئ

ژباړه: نسیمه محمدي د زرشک( کروڅکې) شربت د ډېری وېټامینونو درلودونکی دی، چې د لوړ فشار ناروغۍ کنټرولوي. د زرشک شربت وینه تصفیه کوي او د وینې فشار، قند او غوړ تنطیموي؛ دا شربت د وینې جریان سره مرسته کوي او د زړه او مغزي سکتې څخه مخنیوی کوي. د دودیز طب څېړونکی د روغتیا او پټو ناروغیو په وړاندې د زرشک د ګټو په اړه وویل: د زرشک شربت د A, C, B1, B2, … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

کورنۍ ستونزې او ناوړه پايلې یې؛ څنګه یې مخنیوی وکړو، نظرونه مو شریک کړئ

کورنۍ د ټولنې اساسي ستنه ده ، نو د کورنۍ سمې او ناسمې ګړنې د ټولنې په ټولو غړو ډيرې اغيزې لري. د بيلګې په توګه: هغه ماشومان چې د کورنۍ جنجالونو او ناوړه چلند سره لوى شي ، د کرکې او رخې احساس يې د ښه نظر درلودلو تر احساس زيات وي او کله چې لوى شي د کورنۍ د هيڅ غړي په هکله ښه نظر نه شي لرلى ، په پوره هاند سره … نور ولولئ