افغانستان

مودي، ولسمشر غني ته مبارکي ورکړه؛ وايي هند ستاسې دویم کور دی

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د هند لومړي وزیر نریندرا مودي نن غرمه له جمهوررئیس غني سره د ټیلیفوني تماس له لارې د ولسمشریزو ټاکنو په لومړنیو پایلو کې د بریا مبارکي وویله. د هند لومړي وزیر په دغه ټلیفوني تماس کې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او افغان ولس ته د ولسمشریزو ټاکنو د بریالي ترسره کېدو د مبارکۍ ترڅنګ وویل، هند د افغانستان د دوست، ګاونډي او د نړۍ د لوی ډیموکراسۍ په … نور ولولئ

سپورټ

رونالډو: اوس هم د بدني اړخه د پخوا په شان لوبو ته آماده یم

د پرتګال هیواد د فوټبال ملي لوبډلي او د یوونټوس کلب تکړه فوټبالر کریسټیانو رونالډو، چي اوس د ډېر عمر سوی، خو اوس هم دی باور لري، چي د بدني اړخه پوره لوبو ته آماده دئ.  هغه د DAZN په نوم د یوه ورزشي ټلویزیون سره د بدن پر جوړښت ږغېدلی، هغه ویلي، چي زه اوس هم له خپله ځانه خوند اخلم او د بدني لحاظه پوره لوبو ته چمتوالی لرم.  هغه په یاده مرکه … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

څنګه کولاى شو له مايوسۍ لرې او مثبت اندي اوسو؟

ليکنه: شپنه سلګۍ ځينې کسان تل د کمۍ او مايوسۍ احساس کوي. د ژوند شېبې ورته زهرجنې ښکارې او داسې فکر کوي، لکه د ژوند کولو شېبې چې یې د مړي یا درون پړي په څېر په اوږو بار وي. نو که غواړئ مثبت اندي واوسئ او د پورته ذکر شویو ستونزو سره د مبارزې پرمټ ځان د بريا تر مقامه ورسوئ، نو دغه ليکنه راسره ولولئ! د دې له پاره چې خپل ذهنيت له … نور ولولئ

ادبیات

د یوه پوروړي کیسه – ډاکټر احسان الله درمل

په دوه زره یوولسم کې مې د پیښور په یوه روغتون کې د ستاژ دوره تکمیلوله. زیات کار مې د ماشومانو په یوه وارډ کې و. په لومړی ورځ د وارډ له یوه مشر ډاکټر سره ویزیټ ته لاړم. ډاکټر یوه کټ ته ودرولم او پکې پراته ناروغ ماشوم ته یې اشاره وکړه: “ووایه دا ماشوم څه تکلیف لري؟” د ماشوم په مخ کې د یوې اندوکرایني ناروغۍ گردې نښې ښکارېدې، بې ځنډه مې وویل: تایروټوکسیکوزس … نور ولولئ

افغانستان

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت پر وزارت برید او د وزیر ژغورلو مستنده کیسه

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت پر ودانۍ ۱۳۹۷ کال د مرغومي په درېمه نیټه د ترهګریز برید په اړه زما مستنده کیسه د ماسپښین درې بجې او پینځلس دقیقې وې، د ډزو غږونه مې تر غوږ شول. ډېر ژر پوه شوم، چې ډزې موږ ته نږدې دي. زما دفتر د ودانۍ په دویم پوړ او د اوږد دهلیز په وروستۍ برخه کې و، د وتلو لپاره یې یوازې یوه عمومي … نور ولولئ

سپورټ

د کرکټ نړیواله شورا سوپر سیریز یا ایوېنټ په نامه سیالۍ پیلوي.

د نړۍ د څو سترو لوبډلو ترمنځ لوبې کېږي، چې د درې هېوادونو کرکټ بورډونه په دې برخه کې په خبرو بوخت دي، ترڅو ۲۰۲۱ز کال کې لوبې چمتو کړي. انګلستان، اسټرالیا، هندوستان او نور هغه هېوادونه چې کرکټ کې په مالي لحاظ ډېر دخیل دي، خپلو هېوادونو ته لا زیات کرکټ غواړي. د هندي کرکټ بورډ مشر سوراف ګنګولي ویلي، چې ۲۰۲۱ز کال کې باید د انګلستان، اسټرالیا، هندوستان او نورو ټاپ لوبډلو ترمنځ … نور ولولئ