سپورټ

سټيوسميت په ټيسټ کي ريکارډ جوړ کړ!

ليکنه: مدثر دعوت پوره ۷۳ کلونه وړاندي ډان براډمن په ۱۹۴۸ز کال کي خپلي وروستۍ ټيسټ لوبه کي ۶۹۹۶ منډي پوره کړې. خو نن سټيوسميت په هغومره ۱۲۶ اننګزونو کي ترهماغه منډو ورواوښتی او ۷۰۰۰ منډي يې تر بل هر لوبغاړي ژر په ټيسټ کي پوره کړې. سميت يوولسم اسټرالياوی او پنځوسم نړيړال کريکټر دی چي په ټيسټ کي ۷۰۰۰ منډي پوره کوي خو د چټکو منډو ريکارډ يې په نړيواله سطه لومړی سو. ۳۰ … نور ولولئ

سپورټ

نیوزیلېنډي ګلېن فلېپس په خپل نوي شاټ د کرکټ نړیواله شورا حېرانه کړه.

ليکنه: سمیع الله درانی د نیوزیلېنډ ښي لاسي توپ وهونکي، د نومبر په ۲۷ مه نېټه په داخلي کرکټ کې داسې شاټ وهلی، چې د کرکټ نړیواله شورا یې حېرانه کړې، چې دغه شاټ ته څه نوم ورکړي. ۲۲ کلن ګلېن دومېنیک فېلېپس له مارټېن ګوپټېل سره په یوه لوبه کې لوبېده، نوموړي د اوټاګو لوبډلې پر وړاندې سټرایک ته ولاړ و، چې متیو بېکن په نامه فسټ ښي لاسي بالر ورته توپ وکړ، فېلېپ … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د کور کتابتون جوړول؛ څو لارښوونې او لارې چارې یې

ژباړه: عزت الله ذکي که د کتابونو لوستلو سره مینه لرئ او هرکال زيات کتابونه پیرئ؛ نو غوره ده، چي په خپل کور کي د مناسب کتابتون ډیزاین کولو ته پام وکړئ. ځیني ​​خلک یوازي د کتابونو رانیولو سره علاقه لري؛ جاپانيان وايي، چي د دوی دنده يوازي د کتابونو ډېرول او خروار کول دي، نه لوستل. په هرصورت، که تاسي د لوستلو لپاره کتاب پیرئ، یاهم د کتابونو راټولولو سره علاقه لرئ، تاسو باید … نور ولولئ

خواړه

ښځې ولې خوراک کې زیات سابه (سبزیجات) خوښوي!؟

لیکنه: مهر تاج دا موضوع په څېړنه ارزي چې “ښځې ولې خوراک کې زیات سابه (سبزیجات) خوښوي!؟” څو میاشتې مخکې کلي ته تللې وم، مازدیګر مهال له پېغلو سره دېرې ته ښکته شوم، په شنو پولو وګرځېدو. کاکا ناوې مې د شفتلو په کوړه کې شنه شفتله راوکړه. له مالګې سره مو د شنو شفتلو په خوړلو بنډار وکړ خو چې شپه شوه، تر سهاره مې د معدې له درده سترګه پټه نه کړای شوه. … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ستاسې د لیکنې سبک ستاسې په اړه څه وايي؟ تر شاه یې پټ رازونه

لیکنه: مهر تاج دنيا کې د هر چا د ليکنې سبک او انداز له نورو سره مختلف وي خو آيا کله مو فکر کړی چې ستاسې د ليکنې سبک ستاسې په اړه ډېر څه وايي؟ آيا غواړئ پوه شئ چې ستاسې د ليکنې خپل سبک ستاسې په اړه څه وايي؟ راځئ، موږ به درته ووايو چې د ليکنې د سبک تر شا کوم رازونه پټ دي. د الفاظو ترمنځ فاصله يا خاليګاه: د ليکلو پر … نور ولولئ