روغه سټه

د سینې د سرطان په اړه؛ هر ښځې او سړي ته ضرور معلومات

د سینې سرطان یوه داسې ناروغي ده چې هر کال زرګونه افغان میندې وژني. که څه هم په وروستیو کې د طبابت پر پرمختګ سره د سینې د سرطان ناروغي وژونکې نه ده او تر ډیره د درملنې وړ ګرځیدلی، خو دا په هغه صورت کې چې یوه ښځه پرې زر پوه شي او زر تر زره ډاکتر ته مراجعه وکړي. له همدې کبله ډاکتران سپارښتنه کوي چې ښځې دې هر وخت خپلې سینې خپله … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

هغوی ته چې غواړي ژباړونکي شي؛ د ژباړې ۱۰ اړین مهارتونه او وړتیاوې

ژباړه: غازي عابد که غواړې یو ازاد ژباړونکی شې او د ژباړې په برخه کې کار وکړې، باید ځینې مهارتونه راخپل کړئ چې څو د یو غوره ژباړن په توګه پرمختګ وکړئ. ځیني خلک فکر کوي؛ د ژباړن کیدو لپاره باید په دوو ژبو کې په بشپړ ډول روان او فصیح اوسې، دا له حقیقته لرې خبره ده، ځکه ډیر څه د ژباړې په جریان کې یادیدای شي. که دا لس مهارتونه مو عملي کړل … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

د نوي کال لپاره د بریالي پلان پینځه غوره لارې

ژباړه: عزت الله پېژاند موږ ټول د نوي زېږدیز کال (۲۰۱۸) په درشل کې یو او دغه کال ته یوازي د ګوتو په شمار ورځې پاتې دې. چې داسي ده نو موږ اړیو چې د یاد کال لپاره د خپلو شخصي او انفرادي پلانونو په اړه فکر وکړو. آیا تاسو یو له هغو کسانو څخه یاست چې په دې باره کې یې فکر کړی وي؟ او آیا په دې هم خبر یاست چې تر ۵۰ … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

شپږ ټکي چې که عملي یې کړئ خوښي مو زیاتولی او ژوند مې بدلولی شي

• لیکنه: ماري جیمز • ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل ایا خپل ژوند دې درته بې مانا او بې هدفه ښکاري؟ ایا ځان په داسې یوه جال کې راګیر وینې، چې له امله یې نه شې کولی په ژوند کې خپل ټاکلې موخې ته ورسیږې؟ لاندې هغه څو هڅوونکي ټکي دي، چې کولی شي تا ته هیله مندي دروبښي او دې ته دې وهڅوي ترڅو له بې هدفه او بې مانا ژوند څخه د هدفمند او … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

کابل کې د ښځو لپاره ځانګړی بڼ

د کابل د ښځو بڼ د کابل په مرکزي برخي کې شتون لري چې اوس مهال د شهرارا بڼ به نوم هم یادیږي. وروسته له جوړېدو نه د یو مصئون ځای په توګه ښځو او کوvنیو ته د تفریح لپاره پرانیستل شو. ددې بڼ د جوړېدو لپاره د ۵۷۰ زرو ډالرو نه ډېر مصرف شوی، مساحت یې۱۳ جریبه او ۲۰ بسوه دي چې په کال ۱۳۸۷ کې د ښځو د چارو ریئسې او د متحده … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

ولې ځان وژنه ؟

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ ځکه نه پوهېږو، چې ځان وژنه د حل لاره نه ده. ۲ ـــ ځکه نه پوهېږو، چې له ځان وژنې وروسته نه بښل کېږو. ۳ ـــ ځکه نه پوهېږو، چې له مرګ وروسته مو ستونزې لا پسې ډېرېږي. ۴ ـــ ځکه د خپل پیداښت په اهمیت او ارزښت باندې سم نه پوهېږو. ۵ ـــ ځکه نه پوهېږو، چې سخت خواشیني کېږو. ۶ ـــ ځکه نه پوهېږو، چې وروسته زموږ … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

د انسان قد تر څو کلنۍ لوړېږي؟

ژباړه: نسیمه محمدي محمد رضا علایي د کوچنیانو په برخه کې د غُدو او میتابولیزم فوق تخصص وویل: تر کوم وخت پورې چې د دمویه صفحاتو وده وي د قد لوړېدل هم تر سره کېږي، نو له همدې امله د قد لوړېدو عمر ټاکل د قد جګېدو ته نه ټاکل کېږي.   نوموړي وویل: د بلوغ تر وخت پورې چې د ودې صفحات خلاص وي د قد لوړېدو شونتیا شته. د ماشومانو دې فوق تخصص … نور ولولئ

سپورټ

د چاهار په ريکارډونو او هيټريک هندوستان د سيريز ګټوونکی سو.

ليکنه: مدثر دعوت د هندوستان په کوربتوب د بنګلديش سره د ۳ شل اووريزو لوبو سيريز پايته ورسيدی. د سيريز لومړۍ لوبه بنګلديش وګټله او وروستۍ ۲ پرلپسې لوبي هندوستان وګټلې. د هند او بنګلديش ترمنځ دريمه شل اووريزه لوبه تيره شپه ترسره سوه. د هندوستان لپاره لوبه ځکه جالبه وه چي د لوبي په دويم انينګ کي داسي پريښيده چي لوبه به بنګلديش په اسانۍ سره وګټي ځکه په ۱۲م اوور کي يې ۲ … نور ولولئ

سپورټ

میسي د رونالډو ریکارډ ته ځان ورسوی!

ليکنه: صابرحميدي وړمه شپه لیونل میسي د سلتاویګو په وړاندي هټریک یا درې ګولوهني وکړې او د اسپانیا هیواد لالیګا لیګ ئې خپل هیټریکونه ۳۴ ته ورسول، چي په دې سره ئې ځان د کریسټیانو رونالډو سره برابر کړ. د شنبې په ماخستن په لالیګا لیګ کي بارسلونا او سلتاویګو فوټبال لوبډلي سره ولوبېدې، چي بارسلونا د لیونل میسي په هیټریک وهلو سره ۴ ګولونه پر ۱ سلتاویګو ته سخته ماته ورکړه. تر دې مخکي … نور ولولئ

سپورټ

ډيپک چاهار دریم بالر شو، چې نړیوالو شل اوریزو لوبو کې شپږ وېکټې اخلي!

سمیع الله درانی د شل اوریزو لوبو په تاریخ کې داسې بالران تېر شوي، چې په یوه لوبه کې یې ان تر اووه پورې وېکټې ترلاسه کړي او د نړۍ په کچه یې ریکارډونه جوړ کړي دي. افریقایي کولېن اېکرمن د انګلستان په کورنیو بلاسټ سیالیو کې په ۲۰۱۹ م کال کې اووه وېکټې ترلاسه کړې. له دې وروسته په ۲۰۱۹ م کال کې د مالیزیا ښځينه لوبغاړې ارول سوفیا هم شپږ وېکټې اخېستې وې … نور ولولئ