سپورټ

د کورني کريکټ ستوری منیراحمد وپېژنئ!

لیکنه : عبدالله عادل افغانستان د کرکټ په نړۍ کې هغه هیواد دی چي په ډېر لنډ وخت کي یې د کرکټ په ډګر خورا چټک او حیرانونکی پرمختګ کړی او په غېږه کي یې په لنډه موده کي وړتیا لرونکي لوبغاړي را څرګند سوي چي ورسره سم افغان لوبډله هم پیاوړې سوې ده منیراحمد د افغانستان په کرکټ کي هغه نوم دی چي په کورني کرکټ یې ډیري ښې لوبې ترسره کړي خو یاد … نور ولولئ

سپورټ

نيوزلينډ په ۲۱ منډو انګلستان ته ماته ورکړه.

ليکنه: مدثر دعوت د نيوزلينډ او انګلستان ترمنځ دويمه نړيواله ۲۰ اووريزه لوبه د نيوزلينډ په بريا تمامه سوه. د ۵ لوبو د لړۍ دويمه لوبه کي د لوبي پچه انګلستان وګټله او د توپ اچووني پريکړه يې وکړه. نيوزلينډ په پوره ۲۰ اوورونو کي د ۸ لوبغاړو په سوځيدو ۱۷۷ منډي هدف وټاکی. مارټین ګوپټيل ۴۱، ګرانډهوم ۲۸،ټايلر ۲۸ او نيشم ۴۲ منډي وکړې. د انګلستان لپاره سام کران ۲، کريس جوردن ۳ او … نور ولولئ

پوهنه

د بهرنۍ ژبې د زده کړې لپاره ۷ مهم ګامونه

لیکنه: میکل پریوز ژباړه: شاهین په ډیرو ژبو پوهیدل خوشبختي ده. د بهرنۍ ژبې په زده کړې سره، تاسې په کاري بازار کې خپل ارزښت ټاکئ او د کار فرصتونو مو هم زیاتیږي. څو کاله مخګې یو کس جاپانۍ ژبه زده کړه؛ هغه موږ ته وویل: زه دا ویلی شم، چې د یوې بهرنۍ ژبې زده کړه یو چلینج دی، خو د انسان د بشپړ رضایت سبب هم کیږي. پوښتنه داده، چې څنګه یو بهرنۍ … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

پنځه هغه څه چې د هر چا ژوند کې مهم دي

لیکنه: ډالین ریډلینګ ژباړه: غازي عابد ژوند کې ځیني مهم شیان چې زما په نظر له هر څه زیات اړین دي، دا دي: ۱- روغتیا یا صحت: په سلامتیا یا روغتیا کې فزیکي، ذهني او احساساتي روغتیا شامله ده. په ژوند تر نورو شیانو روغتیا تر ټولو مهمه ده. دا د ژوند تهداب او ستنه ده. کیدای شي د روغتیا ځیني برخې مو له لاسه ورکړئ، خو که ټول صحت مو له لاسه ورکړ، نو … نور ولولئ

بریا او پرمختګ

ستاسې پرمختګ او دا ۹ شیان سره تړلي

لیکنه: مانو ژباړه: غازي عابد ۱- یو روزمره لیست یا مهالویش جوړول. یو لیست برابر کړئ، هغه څه چې کوئ هغه هم په کې ولیکئ او هغه چې مو کړي دي هغه هم په کې ولیکئ. په همدې ‌ډول سره مو خپلو موخو ته ورو ورو تګ وکړئ. دا په ژوند کې د هدفونو او د هغه څه چې غوښتنه یې کوې، تر ټولو غوره او مناسبه لار ده. ۲- تمرین، حرکات او ساعتیري وکړئ. … نور ولولئ

پوهنه

جعلي خبر به څنګه پیژنو ؟

دا یوازې افغانستان نه دی چې د سینا وردګ په نوم یو جعلي شخصیت او په اړه یې جعلي خبرونو د ډیرو یادو لیکوالو، مدني فعالانو او ژورنالیستان ټولنیز باور زیانمن کړ، بلکې په نوره نړۍ کې هم د ټولنیزو رسنیو په پراختیا په دې ټولنیزو شبکو کې د خبرونو کره کول او د هغوی سرچینې موندل په یو ستونزمن کار بدل شوی او له همدې کبله د جعلي خبرونو خپراوي زور اخیستی. په ځانګړې … نور ولولئ

سینما او موسیقي

د هندي سینما (۷) نوم وتي ستوري، چې پوهنتون يې نه دی لوستی

په هندوستان کې پوهنتون لوستل کومه لویه خبره نه ده. هر کور لږ تر لږه دومره تواني لري، چې په خپلو اولادونو د لسانس، ماسټرۍ او ان د پي ایچ ډي تر کچې پورې زده کړې وکړي. خو د هندي سینما (بالیووډ) یو شمیر نوموتي ستوري آن د لسانس سند (ډیګري) هم نه لري. ځینو خو آن د پوهنتون مخ هم نه دی لیدلي او یو شمیر نورو يې بیا کالج په نیمايي کې پریښی … نور ولولئ

ټولنیز ژوند

پنځه کارونه چې د بربادۍ کندې ته مو بیايي…

لیکنه: ننډیش دوداماري ژباړه: غازي عابد ۱- د وارخطايۍ او شکونو یوځای کول! کله چې شکمن هم یاست او بیا ګډوډ یعنې وارخطا هم شئ، دغسې حالت کې په خپل ځان اطمینان او ډاډ له منځه ځي. همداراز دا ډول وضعیت مو فکر او نوښتونه له منځه وړي او د ډار او ویرې پر لور مو سموي. ۲- خپل شا او خوا خلک بې باوره کول یا یې باور ماتول! که چیرته مو د خلکو … نور ولولئ

روغه سټه

د ويښتو د پالنې لپاره د جلدي متخصص لس سپارښتنې

لیکنه: ډاکتر رویندرا – په هندوستان کې جلدي متخصص ژباړه شمیم اتل 1- ويښته د وجود د بل هر غړي په څیړ خوړو ته اړتیا لري. نو تاسو په متوازن، صحي او پر وخت خوړو تمرکز وکړئ. ډاډمنه کړئ چې په ورځنیو خوړو کې مو کلسیم، اوسپنه، او پروتین شامل دي. وربشې لرونکي او جوار لرونکي خواړه د ویښتو له ښې ودې سره مرسته کوي. همدارنګه ترکارۍ او وچې او تازه میوې هم د ويښتو … نور ولولئ

په زړه پورې

د نړۍ لس هغه ژبې چې ډیر خلک پرې خبرې کوي

دا چې په نړۍ کې پر کومو ژبو څومره خلک خبرې کوي؟ هم د ژبپوهنې او هم د ټولنپوهنې له کبله یې معلومول ګران کار دی. په لویو ژبو کې موجودې لهجې او د لهجو د توپیر څومره والي دا چاره نوره هم ستونزمنه کړې. خو د ژبو په اړه وروستۍ خپاره شوي معلومات د نړۍ (۱۰ ) هغه ژبې چې تر ډیر خلک پرې خبرې کوي داسې لیست کړې دي. البته دا لیست د … نور ولولئ